Homeخبرونهچمپینز ټرافي؛ افغان ملي لوبډله سبا له جنوبي افریقا سره لوبېږي

چمپینز ټرافي؛ افغان ملي لوبډله سبا له جنوبي افریقا سره لوبېږي

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۲مه】‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اتلانو جام سیالیو کې سبا (جمعه، د کب ۳مه) خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره کوي.

دغه لوبه په پاکستان کې د افغانستان پر وخت له ماسپښین وروسته ۱ نیمه بجه پیلیږي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې نیوزیلنډ د ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سیالې لوبډلې ته د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه، چې په پوره کولو کې یې پاکستانۍ لوبډله پاتې راغله او په ۴۷.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوزېدو نیوزیلنډ ته لوبه بایلوله.

د اتلانو جام دوهمه لوبه نن (پنجشنبه) ماسپښین ۱۲:۳۰ د هند او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...