تاند ( ) ساینسپوهانو د بایوسینسور یوه وړه آله جوړه کړې چې په ورته وخت کې ویټامین سي او سارس کوویډ-۲ تشخیصوي او د هغو ناروغانو لپاره ګټوره ده چې په ویروسي تنفسي انتاناتو اخته دي.
د مېډیکل ایکسپریس د راپور له مخې، د کوویډ-۱۹ د وبا پر مهال، خلکو د لابراتوري ازموینو پر ځای له وړ وړ وسایلو څخه کار اخیست، ترڅو پوه شي چې کله باید ماسک وکاروي یا ځان قرنطین کړي. له همدې امله، دا ډول وسایل خورا ارزښتناک وو.
اوس، د امریکا د پنسلوانیا ایالتي پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي څېړونکو یوه وړه یا وړل کېدونکې بېسیمه وسیله جوړه کړې چې په ورته وخت کې سارس کوویډ-۲ (هغه ویروس چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لامل کېږي) او ویټامین سي (یوه حیاتي مغذي ماده چې د انتاناتو پر وړاندې د بدن مقاومت پیاوړی کوي) کشف کوي. دوی دا وسیله له القا شوي لیزري ګرافین سره د سوداګریزو ټرانزیسټرونو د یوځای کولو له لارې جوړه کړې.
د څېړونکو په وینا، د ویروس او ویټامین سي د هممهاله کشف له لارې، دا ازموینه خلکو او روغتیايي کارکوونکو ته دا اسانتیا برابروي چې مؤثرې درملنې غوره کړي. مثلاً، که د یوه فرد د ویټامین سي کچه ټیټه وي، د ویټامین سي مکمل ورته مناسب ګڼل کېدای شي، خو که چیرې د ویټامین سي کچه یې عادي یا لوړه وي، نو ښايي نورې درملنې ته اړتیا وي.
د دې څېړنې یوه غړې آیدا ابراهیمي، وویل: “زیاتې څېړنې ښیي چې ویټامین سي کولای شي د سارس کوویډ-۲ په څېر ویروسي تنفسي انتاناتو د نښو په کنټرول کې مرسته وکړي.”
ابراهیمي وضاحت ورکړ: دا وسیله د لاړو یو کوچنی نمونه تحلیل کوي او پایلې د کارونکي موبایل ټیلیفون ته استوي. بیا کاروونکي کولای شي چې د خپل ویټامین سي کچه په کور کې وڅاري، ویټامین سي مکمل وکاروي، یا ویټامین سي بډایه خواړه وخوري ترڅو د احتمالي ناروغۍ نښې کمې کړي.