اوسمهال په نړۍ کې د هغې ولسواکي یا ډیموکراسۍ، چې (ژان ژاک روسو) په خپل کتاب (ټولنیز تړون) کې یې یادونه کړې وه، بېلکه نه شته. د روسو د تعریف له مخې په ولسواکه حکومتونو کې ولس باید په مستقیم ډول په دولتي پریکړو کې برخه واخلي. تاریخ موږ ته راښوولې چې کله د ولسواکۍ لپاره ګواښ پیدا شي نو د ولسواکۍ مخربین خپله د ولسواکۍ له بطن څخه زیږېږي. دیموکراټیک نظامونه یوازې د کودتاګانو او انقلابونو له لارې نه ویجاړېږي بلکې د ډیموکراسۍ له دننه څخه ټاکل شوي جبري ډیموکراټان یې هم ویجاړوي. داسې افراد لکه په روسیه کې ولادیمیر پوتین، په امریکا کې ډونالډ ټرمپ، په ترکیه کې رجب طیب اردوغان، په جرمني کې د ښي اړخي (AFD) ګوند غړي، په جنوبي کوریا کې یون سوک یول، او د بنګله دیش، ایران، افغانستان او پاکستان په څیر نورو هیوادونو کې د ټاکنو پر بنسټ واک ته رسیدلي مشران که څه هم ځانونه ډیموکراتان بولي خو د دوی اصلي موخه د واک له ترلاسه کولو سره سم قانون محدودوي حتي د قانون په له منځه وړلو هم سرفه نه کوي.
د سیاسي حربې او وسیلې په توګه له ولسواکۍ څخه د استفادې پروسه ځیني مرحلې لري چې لاندې یې یادونه کوو:
لومړی: په ډیموکراټیکو ادارو کې نفوذ پیدا کول
د قدرت تږي سیاستوالان د یوې وسیلې په توګه د ډیموکراسي له جوړښتونو څخه د ځواک د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخلي، او د واک له ترلاسه کولو وروسته قانون په خپله ګټه څرخوي/بدلوي. څرګنده بیلګه یې په هنګري هیواد کې ویکټور اوربان دی چې په تدریجي ډول یې هلته خپلواکې رسنۍ، محکمې او ډیموکراټیک بنسټونه کمزوري کړي دي.
دویم: د بیان په آزادي او مطبوعاتو برید کول
په دې مرحله کې د رسنیو ځپل او د رسنیو د خبریالانو پر کردار لفظي برید، تخریب او د هغوی شخصیت وژنه کېږي. لکه د ټرمپ له لوري پر CNN رسنۍ د جعلي خبرونو تورلګول او د خبریالانو توهینول همدارنګه د پوتین له خوا په روسیه کې د خپل مخالف یا اپوزیسیون د رسنیو د فعالیتونو بندول.
درېیم: د ټاکنو کمزوري کول
دلته سیاستوال پوهیږي چې آزادې ټاکنې د دوی د موخو اصلي خنډ دې. دوی هڅه کوي چې د ټاکنو قوانین په خپله ګټه بدل کړي او د ټاکنو پایلې تر پوښښ لاندې راولي او یا هم مخالف نوماند غیر قانوني اعلان کړي.
څلورم: قضایه قوه او پارلمان ویجاړول
که محکمه خپله خپلواکي له لاسه ورکړي، نو د هیواد اتباع به د خپلو حقوقو د دفاع لپاره وروستۍ وسیله هم له لاسه ورکړي. په ډیمکوکراټیکو نظامونو کې داسې هم کېږي چې د قضا خپلواک قاضیان له دندو ګوښه شي او پرځاې یې حکومتي چارواکي وګومارل شي.
د ډیموکراسۍ لپاره تر ټولو لوی خطر هغه وخت رامنځته کېږي چې ډیموکراتیک نظام خپل دښمنان کم وارزوي. د دې ناورین یوه بیلګه په 1933 کال کې په جرمني کې رامنځته شوه، ډیرو سیاستوالو فکر کاوه چې هټلر به څو کاله وروسته له واکه استعفا ورکړي خو نوموړي د ولسواکۍ د له منځه وړلو لپاره له خپل ځواک څخه کار واخیست. که څه هم جرمني له دویم نړیوال جنګ وروسته یوه انعطاف منونکې ولسواکي جوړه کړه او د ساتنې لپاره یې میکانیزمونه هم جوړ کړل خو بیا هم ویره شته، په ځانګړې توګه د AFD په څیر غورځنګونه چې د خپلو غیر دیموکراتیکو اهدافو د پر مخ وړلو لپاره له دیموکراټیکو جوړښتونو څخه استفاده کوي.
په اوسنې وخت کې موږ ورته ګواښونه مشاهده کوو, که د ولسواکۍ له طریقه عوامپاله پاپولسټان او ښي اړخې افراطي غورځنګونه واک ته ورسېږي نو باید داسې ونه انګیرل شي چې دوی به د ډیموکراسۍ په جوړښتونو رامات شي.
پایله: د حکومتونو ځان محوري ارزښتونو د تاریخ په اوږدو کې هیڅ تغییر نه دی کړی. موږ به هیڅکله د دې شاهدان پاتې نه شو چې حکومتونه دې ذاتاً ولسواکه وي، دوی به د خپلې حکمرانۍ د قوت لپاره د ولسواکۍ ممثلین وي. د تېرو لويو حکومتونو غوندي حکومتونه له نننیو ډیموکراتیکو حکومتونو سره په ذاتي اهدافو کې هیڅ توپیر نه لري. ولسواکي او د هغه جوړښتونه تر هغه وخته ژوندې وي ترڅو چې د خلکو اکثریت یې د ساتنې لپاره عمل وکړي.
په درنښت
ښاغلی پوپل د نړیوالو اړیکو ماسټر او کارپوه دی.