عبدالرحمان او عبدالرحیم نه پوهیدل چې دیارلس دقیقې وروسته؛ پوره دیارلس دقیقې وروسته په چوک کې چې دوی ورروان دي، چاودنه کیږي.
عبدالرحمان په خوله شپیلکی واهه. دی په دې چرت کې و چې خپل زوی ته د خپل ارمان کیسه وکړي. دا دریمه اونۍ ده چې د شپې په مخه چې ویدیږي د نږور کور ته ورځي، نږور یې خواږه ورته پخوي نورو ته وایي چې دا یوه ورځ پروا نه کوي شکر به یې نه زیاتیږي. دی خواږه خوري، لمسی په غیږ کې اخلي له هغه سره بهر ځي…کله یې خیالي لمسي ته په خیال کې څه اخیستې وي، کله یې په خیال کې خواږه خوړلي وي، کله یې بیا خوب سترګې وړې وي خیال پلو یې نه وي بشپړ شوی.
عبدالرحمان شپلکی جګ کړ، زوی یې سترګې ورواړولې، د سړي د شونډو له ویړیدو سره د شپلکي د غږ په ځای پوکی له خولې ووت.
عبدالرحمان خوله سره ټوله کړه چې عبدالرحیم وهڅوي چې د خپلې مور خبره ومني چې د قوماندان لور د ده په نامه کړي خو زوی یې بلې خوا ته مخ وګرځاوه.
عبدالرحیم بیا دا درې اونۍ په همدې فکر کاوه چې څرنګه مور ته نور دلایل ووایي چې د قوماندان له لور نه تیره شي. ده دا ورته ویلي و چې زموږ اقتصاد ښه نه دی قوماندان خپله لور نه راکوي، خو مور یې ټینګار کاوه چې یو ځل به دا خبره تر غوږ ورتیره کړي.
عبدالرحیم څو ځله زړه رالوی کړ چې پلار ته ووایي چې له قوماندان سره دوستي به مو په دښمنۍ اخته کړي خو جرات یې نه کاوه. ده همدا شیبه غنیمت وګڼله چې پلار ته دا خبره وکړي، د هغه سترګې ښکته وې، له شپیلکي سره یې سرزنګیده.
عبدالرحیم د سړک پورې غاړه یوې لاروۍ ته ورپام شول. پلار د ده پر اوږه لاس کیښود. د زوی یې سترګې رډې رډې راوختلې. پلار یې په خندا شو. د ځوان زړه یو مخ ومنله چې د پلار یې ورپام شوې دي چې ده پردۍ نجلۍ ته کتل خو پلار یې په دې فکر کاوه چې زوی به قانع کوي چې د قوماندان لور وکړي. پلار یې په دې دوستي کې دا خیر لید چې په کلي کې به بیا څوک د ده شوتلو ته د قوماندان له ویرې اوزه نه ورخوشې کوي، د باغ مڼې به یې په خپل سر نه شکوي، له غنمو به یې عشر په زوره نه اخلي…. زوی یې بیا نه غوښتل چې له داسې چا سره ژوند وکړي چې ښوونځی یې نه دی ویلی. ده دا نجلۍ یو نظر یوه ورځ په کوڅه کې هم لیدلې وه، ښه نه وه ورته ښکاره شوې.
پلار د زوی ترهیدلیو سترګو پیښمانه کړ، څه یې ونه ویل. عبدالرحیم چې تر پلار مخته شوی و، بیرته راپه شا شو. سره څنګ په څنګ شول، لکه عسکر چې په تعلیم قدم ځي.
دوی لاهم نه پوهیدل چې اووه دقیقې وروسته چاودنه کیږي. عبدالرحیم سر وګیراوه، مځکې ته یې وکتل. پلار یې مټ ورټینګ کړ، زوی ورته وخندل، سترګې یې کلکې پټې کړې، بیرته یې رڼې کړې. پیښمانه و چې ولې لاروۍ ته ځیر شوی، خو پلار فکر کاوه چې زوی یې پوهیدلی دی چې د واده خبره ورته کوي، ځکه لاندې ګوري.
تقریبا درې دقیقې نورې پټه خوله خوا په خوا سره روان شول.
تر چاودنې اونۍ وروسته د جمعې د خیرات په وخت د عبدالرحیم مور د قوماندان میرمنې ته کتل چې مخامخ ورته ناسته ده، کله خپلو لاسونو ته چې د سروزرو له بنګړو ډک دي ګوري، کله شاوخوا توشکو، ګیلم او پر کړکۍ راځوړندې موښلي پردې ته سترګې پورته کوي.
د عبدالرحیم مور لاسونه سترګو ته ونیول، سره وزنګیده. دا شیبه یې په رپ کې تر سترګو تیره شوه چې عبدالرحیم په وره کې ورته ولاړ دی، ورته وایي:
« د قوماندان له لور نه تیریږه مورجانې»
لکه په اوبو کې چې څوک ډوب شي او ځان ژغوري د عبدالرحیم مور سر راپورته کړ، وریږدیده، له خولې یې په جګ غږ ووتل:
« اف ارمانجنه زویه»
سترګې یې وموښلې، لاس یې لوند نه شو، ښویدلي ټیکری یې پر سر سم کړ، د قوماندان مور په خپل ځای نه وه، تللې وه.
پای