پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeخبرونهپکتيا کې پاکستاني ځواکونو پر ط برید کړی

پکتيا کې پاکستاني ځواکونو پر ط برید کړی

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) ‏ د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې، ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شپولې سيمه کې پاکستاني لوري د طالبانو د ځواکونو ځواکونو پر ګزمې برید کړی.

د سيمې خلک وايي بريد د شپې له ۱۲ بجو پیل او تر پشلمي یې دوام درلود.

د دوی په وینا، او له دواړو لوريو د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېدل خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه مالومات نشته.

 په پکتيا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ خالقیار احمدزي دا برید تایید کړی، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

.

د طالبانو چارواکو او پاکستاني لوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو پرون په کابل کې د پاکستان سفير تر هغې وروسته احضار کړ، چې ياد شوي هېواد اوړمه شپه په خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر افغان خاورې هوايي بمبارۍ وکړې او په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست يې خپل بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړ ‌.

د پاکستان پر وړاندې د طالبانو نرمي په پراخه کچه د افغانانو له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...