تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) د ترکیې د معارف بنسټ مشر پروفیسر دوکتور بیرول آکګون او د یاد هیواد سفیر جهاد ارګین آی د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست شیخ مولوي نورالله منیر سره د یاد وزارت د مقام په دفتر کې وکتل.
د ترکیې د معارف بنسټ مشر پروفیسور دوکتور بیرول آکګون په دې لیدنه کې وویل، چې یاد بنسټ د نړۍ په(۴۹) هیوادونو کې په سلګونو ښوونځي او په زرګونو زده کوونکي لري.
د هغه په وينا، د افغانستان په اتو ولایتونو کې په لسګونو ښوونځي لري، چې نږدې شپږ زره تنه(۶۰۰۰) افغان زده کوونکي پکې زده کړې کوي.
د ترکیې د معارف بنسټ د معلوماتو له مخې، په یادو ښوونځیو کې (۱۰۴۵ ) تنه افغان ښوونکي او اداري کارمندان په دندو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد بنسټ کوم سیاسي اهداف نه لري، بلکې یوازینۍ موخه یې داده، چې افغان ماشومانو او ځوانانو ته معیاري او باکیفیته تعلیمي خدمات وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا، هڅه یې داده چې د نړۍ په تیره بیا افغانستان او ترکیې لوستي ځوانان ټکنالوژي او ساینسي وړتیاوې د خپلو هیوادونو او خلکو د پرمختګ او سوکالي لپاره وکاروي او د سالمو او مفیدو انسانانو په توګه بشري ټولنې ته خدمت وکړي.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د نورو تعلیمي خدماتو ترڅنګ د یتیمانو د تعلیمي او اقتصادي تکافل لپاره هم پروګرامونه لري او د پوهنې له وزارت څخه غواړي چې د یادو پروګرامونو د تطبیق لپاره ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، د دې لیدنې په پای کې د دوی د پوهنې وزير د ترکیې د معارف د بنسټ تعلیمي خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې طالبانو ته د یو داسي هیواد سرپرستي ور په غاړه ده، چې د څلورو لسیزو جګړو سخت ځپلی دی، په یادو اوږدو جګړو د هیواد تعلیمي نظام ته هم د کمیت او کیفیت له پلوه نه جبرانیدونکي زیانونه اوښتي دي.
نوموړي زیاته کړه،چې د طالبانو د پوهنې وزارت غواړي ترڅو خپل ولس ته معیاري او متوازن تعلیمي خدمات وړاندې کړي، له تعلیمي بهیر څخه منظم نظارت وکړي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د فعالیت لپاره مناسب چاپیریال او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ترکیې سفیر او د تعلیمي بنسټ مشر په داسې مهال د طالبانو له پوهنې وزير سره لیدلي، چې طالبان ورځ تر بلې په ښوونیز نظام او د ژوند په هره برخه کې خپل سخت دريځه قیودات حاکموي.
ګومان کېږي، چې ترکي استازي د دوی پر ښوونځيو هم د يادو قیوداتو له وضع کيدو څخه انديښمن دي.