Homeخبرونهمقاومت ډلې د پاکستان بریدونه پر افغانستان مستقيم تېری وباله

مقاومت ډلې د پاکستان بریدونه پر افغانستان مستقيم تېری وباله

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) ‏‏د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د پنجشېر د مقاومت ډلې د افغانستان پر خاورې د پاکستان د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر وړاندې توند غبرګون وښود.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی طالبان د دغه تېري او په هېواد کې د نورو بهرنيو لاسوهنو اصلي عامل ګڼي او په ټغر ټولیدو یې ټینګار کوي.

مقاومت ډلې طالبانو ته د «بهرنۍ نیابتي ډلې» اصطلاح کارولې او د پاکستان د بریدونو له زیانمنو سره یې غمرازي شريکه کړې ده.

د افغانستان يو شمېر نورو سياسي څېرو او لوریو هم د پاکستان هوايي او ځمکنيو بريدونو ته ورته غبرګونونه ښودلي دي.

پاکستان اوړمه شپه د خوست او کونړ ولايتونو پر ځینو برخو هوايي بمبارۍ وکړې، چې په خوست کې یې لسګونه وزيرستاني کډوال او په کونړ کې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ پینځه غړي ووژل.

خلکو د دې بریدونو پر وړاندې د طالبانو په دریځ توندې نیوکې کړي او ويلي، چې د پاکستان د يوې نفوذي ډلې په رول کې څرګندېږي او د يوه حکومت د مدعي په توګه یې د افغانستان استازيتوب نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...