یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط هزاره چارواکی: « خيالي مقاومت» په هزاره ګانو کې ځای نه...

ط هزاره چارواکی: « خيالي مقاومت» په هزاره ګانو کې ځای نه لري

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) ‏‏د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال عبدالطيف نظري د طالبانو خلاف مقاومت ډلو ته په غبرګون کې ويلي، چې د هزاره ګانو په منځ کې ځای نه لري او د دوی په نامه« سياسي استفاده» نه شي کولای.

عبدالطيف نظري په دې اړه په داسې مهال ټویټ کړی، چې پرون د کابل ښار په لویدیځ د حاجي نبي په ښارګوټي کې په رڼا ورځ د افغانستان د ازادۍ جبهې د ۴ طالب جنګياليو د وژل کيدو ویډیو خپره او د پېښې مسووليت يې په غاړه واخيست.

په ياده سيمه کې تر ډېره د افغانستان د هزاره قوم اړوند خلک اوسیږي.

عبدالطيف نظري دې پېښې ته له اشارې پرته وايي:« د مقاومت تښتیدلې او شکست خوړلې څېرې اوس هزاره ګان د طالبانو له اسلامي امارت سره په جګړه او تقابل کې اچوي».

 له دې سره نوموړی خبرداری ورکوي، چې هزاره ګان به هيچا ته د دوی په نوم د سياسي استفادې اجازه ورنه کړي او په چا به تېر نه وځي.

دا په داسې حال کې ده، چې ويل کيږي ايران پر هزاره مشرانو له طالبانو سره د روغې جوړې فشار راوړی.

له دې سره هم د هزاره ګانو یو شمېر مطرح مشران، چې له هېواده بهر دي، طالبان د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په مخالفت او د واک په انحصار تورنوي.

1 COMMENT

  1. نظری صاحب رښتیا هم چی ډیر هوښیار ، متحد او ځیرک یاستی. په دی تیرو شلو کلو کی ټول بورسونه امتیاز او چوکی ستاسو و.ځینی قومونه په ځانمرګی تباه شول بیشمیره ځوانان یی شهید او مکتبونه او شفاخانی یی ورانی سرک یی ویجاړ بی برقه بی اوبو لکه کندرهار زابل او هلمند یا زموږ اندړ خو تاسو یو ځانمګری ونه لید او هرڅه مو درلودل اوس مو هم نوشجان باچاهی مو ده غربوی یی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب