یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط: پاکستان ته د ۲۴۰ پسونو د قاچاق مخه مو ونيوله

ط: پاکستان ته د ۲۴۰ پسونو د قاچاق مخه مو ونيوله

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) ‏‏‏د طالبانو امنيتي چارواکو ويلي، چې ځواکونو يې د ‎پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ‎پاکستان ته په غیر قانوني ډول د ۲۴۰ پسونو د لېږد مخه نیولې ده.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، د پسونو د لېږد په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر خلک په پراخه کچه پاکستان ته د افغانستان د وسلو، پوځي تجهيزاتو او حتا قیمتي دولتي موټرو د پراخ قاچاق ادعاوې لري.

د طالبانو چارواکو په ټیټه کچه د وسلو د قاچاق هڅې تاييد کړي، خو ویلي چې د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه اخيستي او یو شمېر تورن کسان يې نيولي دي.

په وروستیو کې پر افغانستان د پاکستان پراخو هوايي او ځمکنيو بريدونو ته په غبرګون کې د طالب چارواکو نرم دریځي د دوی او پاکستان د اړيکو په اړه د ډېرو بحثونو او ادعاوو سبب شوي دي.

طالب چارواکو او مطبوعاتي مبلغينو بيا په دې اړه د خپل دریځ دفاع کړې ده.

1 COMMENT

  1. نو دا مو هم خپاروو دا هېواد کې چې هره ورځ خلکدله لوږې مري او ژوند په ټول ولس سخت شوی دوی توره کړي پسونه یې نیولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب