یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+غرور / ارمان قريشي

غرور / ارمان قريشي

هغه اوس هم زما لوري ته ګوري خو زه بايد مخ نه ورواړوم، مونږ هڅه کوو چي ځان تل تر تله لؤړ وګڼو؛ پريږده چي هغه حس کړي څوک څومره ارزښت لري.
زه! هو زه ملګرې وم بايد تر نورو مي ډير ارزښت لرلئ.
څه پوهيږي اوس به هم ماته ګوري؟
که زه مخ ور واړم، څنګه به وي؟
نه نه، داسي نه کوم.
هغه بايد پوهه شي تيره شپه يې هم حماقت کولی، ما غوښت چي لمس يې کړم خو هغه، هغه سګريټ ولګوی ته پوهيږم سګريټ يو هغه څه دي چي ارواح نه لري بلکل زما په څير، هو زما په څير چي ژوند يې د بل په لاسو کي وي.
هو کله کله واورم هغه سګريټ د انسانانو په نامه بولي احمق انسان د ژوندي او مړه تر ميان توپير نه ورته معلوميږي، همم زه نه پوهيږم د چا په اړه خبري کوم؟
تيره ورځ په پالنګ پرت وو زړه مي ورته وشو د ګرېوانه ټولې تڼۍ مي ور وشکولي غوښتل مي په ببره سېنه يې نوکارې ور جګې کړم هغه خوله چېنګه کړه په ژيړو غاښو يې د پان پاڼې مښتې وې بوی يې خوږ وو؛ اما رنګونه، له رنګونو مي زښته بد کېږي.
شنه او ژيړ رنګونه يې د واده په ورځ پر مخ و لاس را وموښل یواځې شنې بنارسی ته لږ خوشحاله وم تور رنګ چي ووینم بدن مي دردونه کوي د هغه نه دی خوښ زما له بدنه يې تور مرېه په نوکارو وښکول اما يوه ورځ خو يې د تور سپي لکۍ او غوږونه په چاړه غوټ پري کړه.
سهار چي له خوبه را پاڅيدم شونډان مي پرهر پرهر وو په خوب کي مه د خپل مئين په شونډو غاښونه جګ کړي وو د سره ټکې خام خوند مي له ستوني تير شو خوږلت يې لری کله کله شکر کوم چي د هغه د وېني رنګ نه دی خوښ.
زه هم څومره هيرجنه يم، هغه اوس هم زما شاته ولاړ دی، د عطرو بوی يې زما پر سپږمو ښنلي؛ نن يې کرۍ ورځ په سګرېټ څکولو تيره کړه اما دوه سګرېټه خو يې زما په نامه ولګول.
هغه اوس هم فکر کوي چي زه به مخ ور واړوم.
غرمه يې د کتابونو په ګونۍ کي موږک ونيولی سفېنو سترګو يې سوروالی وکړی په وار وار يې څلور سره پښې ورڅخه پرې کړې له دبلې يې مالګه را وکښه خو څه يې په زړه ور تير شوه بيرته يې په هم هغه دبلې کي ګوتې وڅنډلې چاړه يې د موږک پر غاړه تيره کړه.
سړه هوا مي پر اوږو ښه لګيږي احمق که وپوهيږي کړکۍ بندوي بهانه به وکړي “هوا د لایټر په بلولو کي مزاحمت کوي” ماځیګر يې په انګړ کي ولاړه ونه له بېخه وګښه د لمر مخه يې نېولي وه ما يې تر سايې لاندي د ګرمۍ احساس نه کولی.
د يوه بل سګريټ بوی مي تر سږمو شو، زه نه غواړم چي پر پزه لاس ونېسم؛ زه بايد زغم ولرم.
زه وینم هغه د سګريټ اېره پر مځکه غورځوي کله کله د سګريټ په څوکه په ګلدانۍ کي ولاړ ګل وسېزي.
په دېوال راځړيدلي انځور کي ولاړه نجلۍ به هم فکر کوي  “زه به هغه ته وګورم” کم عقله نه پوهيږي  زه زغم لرم هغه بيله خبره ده چي پښې مې ډيرې هو ښې ډيرې سړې شو دې او زه پوهيږم چي بايد هيڅ ونه کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب