کتاب: د بدلون پر لور
لیکوال: رحمت شاه فراز
یوه ټولنه یوازې د انسانانو یوې ټولګې ته نه ویل کېږي، بلکې د هغې ټولنې د وګړو تاریخ، افکار، عقاید، دین، مذهب، کلتور، فرهنګ او تمدن ټول په ګډه د هغې ټولنې استازیتوب کوي. کله چې په نړیوال دریځ د هغې ټولنې یادونه کېږي، نو یوازې د هغې ټولنې وګړي تر بحث لاندې نه وي، بلکې د یوې ټولنې ټول متشکله عناصر چې پورته یاد شول په ګډه د هغې ټولنې انځور جوړوي.
په همدې عناصرو کې یو عنصر د بشري نړۍ د ځینو اړخونو په اړه د هغې ټولنې لیدلوري وي. دا لیدلوري له دوو سرچینو را پورته کېږي. یو هغه لیدلوري وي چې په ټولنه کې له پخوا څخه را روان وي. او بل هغه لیدلوري وي چې په هغه ټولنه کې وخت په وخت له هر عصر او زمانې سره سم را منځته کېږي. په دې لید لورو کې ځینې داسې وي چې ټولنې ته ګټور او ژوند بښونکي وي، خو ځینې يې د ټولنې لپاره ستر ګواښ او ورانوونکي وي. د دې لیدلورو سموالی او ناسموالی را برسېره کول په سیده توګه د یوې ټولنې د علم او پوهې او د ژوند په اړه د عامه پوهاوي په کچې پورې تړلی وي. یوه ټولنه چې هر څومره پرمختللې او په علم سنباله وي، په هماغه کچه په ټولنه کې د منفي لیدلورو شتون کم او د مثبتو لیدلورو او تصوراتو لپاره لاره هواره وي.
په انسان کې د یوه لیدلوري چې ډېری وختونه تاریخي او میراثي سرچینه لري، له منځه وړل بې له شکه چې یو ستونزمن کار دی او ډېر وخت ته اړتیا لري. هغه ټولنې چې نن یې په علم سنباله او پرمختللې بولو، هغو هم خپل منفي او زیانمن لیدلوري په یوه ورځ له منځه نه دي وړي، بلکې دا کار یې د یوې اوږدې پروسې په ترڅ کې کړی، خو کړی یې دی. د دې ټولنو ښه والی دا وي چې ځای په ځای ولاړې او جامدې نه وي، بلکې تل د بدلون په لور درومي او علم يې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې وي. د دې حالت یوه حتمي پایله دا وي چې کله د علم رڼا یو منفي او ناوړه لیدلوری له تیارو څخه را وباسي او د ټولنې لپاره د هغه زیان او ورانی څرګند کړي، نو سمدلاسه د هغه لیدلوري د ریښې په ویستلو لاس په کار شي. خو د دې برعکس، هغه ټولنې چې بدلون ته چمتو نه وي او علم په یو ځای ولاړ پاتې وي، په داسې ټولنو کې د زیانمنو او منفي لیدلورو ژوند د نورو ټولنو په پرتله اوږد وي.
په دې ځای کې زموږ په ټولنه کې دود پر ځینو منفي او ټولنې ته زیانمن لیدلورو لنډ بحث شوی:
۱- مسلمان د نړۍ غوره انسان:
الله تعالی د انسان د لارښوونې او نېکمرغۍ لپاره په هغو مسایلو کې چې د انساني عقل وس پرې نه رسېږي، وخت په وخت نبیان او رسولان رالېږلي او دې پیغبرانو ته يې د خلکو ترمنځ د اختلافاتو د هوارولو لپاره کتابونه ورکړي. دا لړۍ په آدم (ع) پیل او په محمد (ص) بن عبدالله پای ته ورسېدله. کوم پیغام او لارښوونې چې د دې پیغمبرانو او کتابونو له لارې تر انسانانو رسېدلي، هغو ته اسلام ویل کېږي. نو له دې ښکاري چې د اسلام پیل په آدم (ع) شوی او په محمد رسول الله (ص) يې پای موندلی. د دې پیغام منونکی او لاروی – هغه که په هر دور کې وو، له آدمه تر دې دمه – مسلمان بلل کېږي.
پورته د کتابونو یادونه وشوه. الهامي کتابونه څلور دي او په څلور واړو کې الله تعالی د مسلمان لپاره هماغه یو پیغام لري. خو په دې ځای کې استدلال له دې امله په قرآن کریم کوو چې دا کتاب د اسلام وروستی کتاب دی او د پخوانیو کتابونو د تصدیق او تحریف حق هم له همدې کتاب سره دی.
الله تعالی په قرآن کریم کې د انسان په اړه موضوع له دې ځایه پیل کړې چې اې خلکو زه ستاسو پیدا کوونکی یم. تاسو مې له یو تن نه پیدا کړئ او بیا مې له هماغه یوه جوړه وګرځوله او نننۍ انساني نوعه له همدې جوړې څخه خپره شوې ده. د دې مخلوق د زیاتېدو په پایله کې د دوی ترمنځ د ټولنیز ژوندانه د رامنځته کولو لپاره الله تعالی یوه ډېره معتدله لاره وپنځوله؛ په دې اړه الله تعالی فرمايي چې اې انسانانو موږ د دې لپاره قومونه او قبیلې ګرځولي یاستئ چې له یو بل سره وپېژنئ. که نه حقیقت خو دا دی چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې مسلمان وي. په قرآن کریم کې د ((مسلمان)) په ځای د ((تقوا)) کلمه راغلې. او دلته د ((مسلمان)) کلمې له راوړلو – په ښکاره – داسې برېښي چې ګواکې د خپلې مدعا خلاف ګام مې پورته کړی اوسي. خو داسې نه ده، دلته د مسلمان کلمه په دوو دلایلو راوړل شوې: یو، تر څو له تقوا نه تر مسلمان پورې یو اوږد او منطقي بحث ته اړتیا پاتې نه شي. دوه، دلته د تقوا په پرتله د مسلمان کلمه د بحث په روښانتیا کې ښه مرسته کولی شي.
د قرآن کریم یو ستر کمال دا هم دی چې خبره له ډېر سم ځایه پیلوي او په ډېر اعلی ځای يې پای ته رسوي. الله تعالی – هغه چې د ازلي او ابدي علم څښتن دی – په دې پوهېده چې یوه ورځ به د قومونو ترمنځ د لوړ والي او ټيټوالي په اړه شخړې او لانجې رامنځته کېږي نو ځکه يې دا ستونزه له خپلو جرړو سره وایستله. الله تعالی خپله خبره داسې پیلوي چې اې انسانانو موږ تاسې له یو نارینه او ښځينه څخه پیدا کړي یاستئ. دلته یو ډېر اړین ټکي ته پام پکار دی چې الله تعالی د انسانانو په ځای د مسلمانانو کلمه نه ده کارولې، بلکې د انسان کلمه یې راوړې. که دلته د مؤمن یا مسلمان کلمه وی نو بیا ستونزه د انسانانو او مسلمانانو ترمنځ نه وه، بیا به دا موضوع یوازې په مسلمانانو پورې اړوند وه. او نور قومونه به له مسلمانانو سره هېڅ د پرتلې وړ هم نه ګڼل کېدل. خو نه؛ الله تعالی ټول انسانان له یوې جوړې څخه پیدا کړي، او ټول يې برابر پیدا کړي، نو ځکه يې وویل چې: اې انسانانو!
ورپسې الله تعالی د انساني نفس په هغه اړخ تنقید کوي چې اې انسانانو ستاسې ترمنځ به یوه ورځ د قومونو د غوره والي او ټیټوالي لانجه هرومرو راپورته کېږي، نو پوه شئ چې تاسو مې په قبیلو او قومونو یوازې او یوازې له دې امله وېشلي یاستئ تر څو له یو بل سره وپېژنئ، ستاسې ترمنځ بېلتون او نفاق نه وي، ستاسې ترمنځ راکړې ورکړې ته لاره هواره وي، ټولنیز نظم او همغږي رامنځته شي؛ پام کوئ چې دا کار د یوه قوم د غوره ګڼلو او د بل د کم ګڼلو لامل ونه ګرځوئ، یو بل سره پرې تعصب ونه کړئ، د ښه والي او بدۍ معیار د قومونو نومونه ونه ګرځوئ؛ ځکه چې په انسانانو کې له ((مذهبي او دیني)) اړخه غوره کسان هغه دي چې مسلمانان وي. او له نورو لکه اجتماعي، اقتصادي، علمي، اخلاقي، سیاسي، او … اړخونو غوره والی مې تاسو ته پرې ایښی. او د دې مسؤلیت مې انسانانو ته ورکړی چې که یو قوم غواړي چې له دې اړخونو په نورو ټولو قومونو، د مسلمانانو په ګډون، غوره اوسي، نو هغه ((یوازې او یوازې)) په دوی (یعنې انسانانو) پورې اړه لري. په پای کې الله تعالی فرمايي چې له یوه مسلمان سره بیا هم نه ښايي چې ځان تر نورو غوره وګڼي او نورو قومونو ته په سپکه سترګه وګوري، ځکه په دې کې هېڅ شک نشته چې د ازلي او ابدي علم ذات یوازې زه یم. دا چې څوک غوره دی او څوک نه دی، یوازې زه ښه خبر یم.
له دې نه په ډاګه شوه چې د مسلمانانو د غوره والي علت یوازې په دیني او مذهبي اساس دی او دا یو شخصي او د انسان په شخصیت پورې تړلی غوره والی دی، په دې کې بله خبره دا ده چې دا غوره والی د الله په نزد دی؛ په دې معنا چې هېڅ انسان دا حق نه لري چې یوازې د یوه مذهبي فضیلت له مخې ځان تر نورو قومونو په هره برخه کې غوره او افضل وګڼي. او دا کار داسې مثال لري لکه د یوه انجینر په لاس جوړې شوې دوه ودانۍ یوازې د رنګ په اساس یوه يې تر دا بلې غوره وګڼل شي. نو په هېڅ ډول له یوه مسلمان سره نه ښايي چې په نورو علمي، اجتماعي، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي اړخونو کې پرمختللي او لوړ قومونه تر ځان ټیټ او سپک وګڼي. د نورو انسانانو – هغه که هر دین، عقیده او فکر ولري – د درناوي له لارې په اصل کې انسان ځان ته د ارزښت او درناوي په سترګه ګوري، ځکه چې ټول انسانان یو او د یوه مور او پلار اولاده دي، او د انسانیت د اړیکې په اساس د یو بل وروڼه دي.
د نورو قومونو او نورو ادیانو او مذاهبو پیروانو ته په سپکه سترګه کتل د نورې نړۍ د مسلمانانو په پرتله زموږ په ټولنه کې خورا زیات دود دی. د یو چا په قوم، ژبه، ذات او نسل ټوکې او مسخرې کول، د نورو خلکو په دین او مذهب پسې سپکې سپورې ویل او یا د هغوی ځینو دیني مراسمو او دودونو ته په کمه سترګه کتل، په هغوی پسې بد رد ویل، او داسې نور، ټول هغه څه دي چې د انسان فضیلت تر پوښتنې لاندې راولي. مسلمانان باید په دې پوه شي چې که دوی خپل دین او مذهب په حقه بولي او د خپل دین هېڅ ډول سپکاوی نه مني، نو نور اقوام هم دا حق لري چې خپل دین د نړۍ تر ټولو رښتینی دین وګڼي او د نورو له خوا د خپل دین سپکاوي ته د یوې غیر انساني کړنې په سترګه وګوري.
پر دې پوهېدل پکار دي چې موږ ټول انسانان یو، ریښه مو یوه ده او د انسانیت له مخې، ټول د یو بل د وروڼو په څېر یو. د انسانیت په اساس هېڅ انسان له بل څخه غوره نه دی او هېڅ انسان تر بل ټیټ نه دی. په دې نړۍ کې د غوره والي معیار یوازې او یوازې ((انسانیت)) دی. او په راتلونکې نړۍ کې د غوره والي معیار ((اسلام و تقوا)) ده. بویه چې د دې نړۍ معیار په دې نړۍ کې را خپل کړو او د راتلونکې نړۍ معیار په ځان کې پیدا کړو او د خپل شخصیت تر حدودو یې وساتو.
۲- غيرت:
الفاظ، د انساني شخصیت باطني حواس د ظاهري حواسو له لارې د حس کېدو وړ ګرځوي. په لومړیو کې یو لفظ له مجردې معنا سره منځته راځي او د اطلاق ساحه يې ډېره تنګه وي. خو د وخت په تېرېدو د دې لفظ د معناوو شمېر او د تعبیراتو لمنه پراخېږي، تر دې پورې چې یوه ورځ له هماغه مجرد لفظ نه یوه اصطلاح جوړه شي. له هغه وروسته چې کله هغه لفظ کارول کېږي، نو له ځان سره یوازې خپله لومړنۍ معنا نه لېږدوي، بلکې د دې لفظ تر شا یوه لویه فلسفه هم پرته وي. د دې کار مخنیوی نه شي کېدای ځکه دا کار د یوه غیر عادي جریان له مخې کېږي. او هغه وخت انسان پرې پوهېږي، چې کله هغه لفظ له خپلې اصلي معنا پورته شوی او په یوه اصطلاح بدل شوی وي. دلته یوه لویه ستونزه دا ده چې په دې جریان کې ډېری وختونه د مثبت فکر، تعریف، تعبیر او تصور په ځای په هغه لفظ پورې منفي فکر او تعبیر یو ځای شي. او څنګه چې هغه اصطلاح له ډېر وخت راهیسې په ټولنه کې دود وي، د هغې ټولنې د افرادو په ذهن کې يې هم ژورې ریښې کړې وي. نو په دې ځای کې پکار وي چې پر هغه اصطلاح باندې له تنقید وروسته د هغه منفي او ناسم اړخونه را برسېره شي.
زموږ په ټولنه کې هم ډېری داسې الفاظ شته چې نن ورځ په یوه اصطلاح ګرځېدلي او کله چې هغه لفظ د یو چا له خولې اورو نو یوازې هغه لومړنۍ معنا یې زموږ ذهن ته نه راځي، بلکې د هغه تر شا پراته افکار او تصورات هم ورسره مل وي. دلته له هغو څخه په ځینو ډېرو زیانمنو او پر ناسم تصور بنا اصطلاحاتو ته یوه کتنه کوو. په دې کې لومړنۍ اصطلاح غیرت ده. په دې کې هېڅ شک نشته چې غیرت د انسان ښکلا ده او له ایمان سره نېغ په نېغه اړیکه لري. د همدې غیرت له مخې زموږ د ټولنې نظم، ناموس، عزت، آبرو، درناوی او ارزښتونه خوندي دي. له غیرت پرته انساني ټولنه له ورانۍ او ګډوډۍ سره مخ کېږي. خو لکه مخکې چې وویل شوو ډېری وختونه یو لفظ له خپلې اصلي معنا انحراف کوي. زموږ په ټولنه کې هم نن ورځ د غیرت اصلي تصور له منځه تللی، بلکې پر ځای يې له علم او عقل لرې یو بې ځایه او بې معنا تصور رامنځته شوی. زموږ خلک په هغو چارو کې هم د غیرت کلمه د ځان پر وړاندې دېوال کړي چې په هغو کارونو کې غیرت کول یوه غیرعاقلانه او په ناپوهۍ ولاړه کړنه وي. په ښځو زده کړې نه کول، کار ته يې نه پرېښودل، په له ځانه جوړ کړي حجاب ټینګار کول، د واده په مسئله کې د لور یا خور خوښه نه پوښتل، د کونډې په نکاح نه ورکول، په ټیټ ولور د لور واده نه کول، په ځینو دودونو او رواجونو کې د یو بل په ضد ډېر لګښتونه او مصارف کول، او دې ته ورته ډېری نور، هغه کارونه دي چې د غیرت – ښه به وي که ووایم د افغاني غیرت – په نوم ترسره کېږي.
دغه راز، زموږ خلک دا د ځان لپاره یو ډول شرم ګڼي چې یو څوک يې په ناپوهۍ پوه شي؛ زوی له پلار څخه، پلار له زوی څخه، زده کوونکی له ښوونکي، او ښوونکی له زده کوونکي څخه په یوه پوښتنه کولو کې غیرت ګوري. موږ له نورو سره مشوره کول، له هغوی څخه د یوې ستونزې حل لاره پوښتل، تر دې چې یوه ډاکټر یا ارواپوه ته خپله ستونزه بیانول، د بېغیرتۍ او شرم چاره ګڼو. زموږ په ټولنه کې تر ټولو لوی بېغیرته هغه ګڼل کېږي چې یو څوک ورته ښکنځل وکړي او دی ورته په خوږه ژبه ځواب ورکړي؛ یو څوک یې ووهي او دی له غچ اخیستو پرته په لوی زړه هغه ظالم وبښي؛ زموږ د کورنیو تربیه له همدې ځایه پیلېږي، کله چې یو ماشوم خپل پلار ته راشي او ورته ووايي چې پلانکي ووهلم او ما ورته هېڅ هم ونه ویل. نو پلار يې د دې پر ځای چې د ښه چلند او غوره اخلاقو ستاینه یې وکړي، د غیرت په نوم منفي افکار او تصورات په ذهن کې ور ځای په ځای کړي.
زموږ د ټولنې خلک باید پوه شي چې د غیرت په اړه د دوی لیدلوری ډېر ناسم او له علم او عقل څخه ډېر لرې پاتې دی. د غیرت د سمې پېژندنې لپاره دلته د پیغمبر (ع) د هغه حدیث له راوړلو وروسته نورو خبرو ته هېڅ ځای نه پاتې کېږي او رښتینی غیرت هم همدا دی:
((د دین بنسټ غیرت دی، او څوک چې غیرت نه لري، هغه بې دینه دی؛ ځکه غیرت د زړه ساتنه کوي، او د بدن غړي ځواکمنوي، او یو انسان له بدو کارونو او فحشاوو څخه خوندي کوي. او د غیرت نشتون زړه وژني، تر څو د بدن غړي له منځه یوسي، او د انسان او د بدو کارونو ترمنځ پرده له منځه لاړه شي.))
که د یو چا غیرت دی له دې کارونو څخه چې په حدیث کې يې یادونه شوې هاخوا نورو کارونو ته هڅوي او یا يې له دې کارونو څخه پرته له نورو کارونو راګرځوي، نو بې له شکه چې دا هڅوونکی یا راګرځوونکی یې غیرت نه دی، بلکې د غیرت تر نوم لاندې د انسانیت ستر دښمن او د پرمختګ لوی خنډ، ناپوهي او بې علمي یې ده. دا ډول غیرت ډېری وختونه د افغانیت او پښتونولۍ په جامه کې هم لیدل کېږي.
۳- شخصيت پرستي او په تاريخ وياړ:
تاریخ او ستر شخصیتونه د یوې ټولنې ستره پانګه ده. لومړی د ټولنې په اوسني حالت باندې په پوهېدو کې راسره مرسته کوي او وروستی یې د ټولنې د پرمختګ او رغونې لارې چارې را په ګوته کوي. هره ټولنه یو تاریخ لري او دغه راز هره ټولنه ستر شخصیتونه زېږوي. د سترو شخصیتونو په پیدا کېدو کې بې له شکه چې لوی لاس د دوی د خپلو زحمتونو او هڅو وي، خو د د دوی په روزنه او ستروالي کې د ټولنې رول هم له پامه نه شو غورځولی. ستر اشخاص په خپلو هڅو ټولنې ته راوځي او ټولنه د پرمختګ او بریا په لور سوق کوي. د یوې ټولنې پرمختګ او د سترو شخصیتونو منځته راتګ د یوې سکې دوه مخونه دي. په دې معنا چې ستر اشخاص ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ په لور بیايي او ټولنه بیا له یوه عادي شخص څخه ستر تاریخي شخصیت جوړوي. په دې ځای کې د تاریخ دنده د دې ټولې پروسې تر راتلونکو نسلونو پورې رسول ده. تاریخ دروغ او رښتیا دواړه لرلی شي، خو له دې نه انکار نه شي کېدی چې تاریخ د هغې ټولنې تېر وخت په ډېر پرتمین ډول او دبدبې روانو نسلونو ته بیانوي. د دې طبیعي پایله دا وي چې په انسان کې له خپل تاریخ او خپلو اتلانو سره مینه پیدا کېږي. او په خپل تاریخ ویاړ کول پیلوي.
دا پایله په ټولو ټولنو کې یو ډول ده. خو هغه ټولنې چې پرمختللي او په علم سنباله وي، په هغو کې هره ورځ داسې اشخاص را پیدا کېږي چې تاریخ جوړوونکي شخصیتونه وي. او ټولنه له داسې اشخاصو څخه هر مهال ډکه وي، له همدې امله له خپلو اتلانو سره مینه يې د لمانځنې او پرستش تر کچې نه رسېږي او په تاریخ ویاړ د دوی د غفلت او وروسته والي لامل نه ګرځي. د دې برعکس، وروسته پاتې ټولنې د نوو او سترو شخصیتونو له پیدا کولو څخه عاجزه وي او په یوه وروسته پاتې ټولنه کې د سترو شخصیتونو د غوړېدنې او ځلېدنې لپاره ځای نه وي. په دې اساس، په وروسته پاتې ټولنو کې له اشخاصو سره مینه له یوه عقلي او منطقي برید څخه وځي او د لمانځنې او لېونتوب تر کچې رسېږي. دغه راز، تاریخ د دوی لپاره د عبرت او ګټور لارښود پر ځای د غفلت، تنبلۍ او بېکارۍ وسیله وګرځي. د ټولنې وګړي د تاریخ په مجازي انځور کې غرق او ورک پاتې وي او د خپلې ټولنې د رغونې او پرمختګ لپاره يې لاس او پښې شل وي.
له تاریخ او سترو شخصیتونو سره همدا چلند زموږ په ټولنه کې هم دود دی. د دې چلند ریښې زموږ په ټولنه کې دومره ژورې او زموږ د خلکو په اذهانو يې دومره ژور اغېز ناست دی، چې د دې چلند له منځه وړل یا اصلاح کول تر ډېره بریده یو ناشونی کار ښکاري.
دا چلند ګڼ لاملونه لري. له هغو نه دوه – د نوو اشخاصو نه رامنځته کېدل او د ټولنې وروسته والی – يې مخکې یاد شوو. دریم لامل يې دا دی چې زموږ د ټولنې خلک تر اوسه پورې د ((مړ)) کلمې په معنا نه دي پوه شوي او په دې نه دي پوه چې تاریخ له نن نه د څو سوه یا زره کاله پخوا بیان ده؛ نه هغه اشخاص له قبرونو څخه راپاڅېږي چې زموږ لپاره یو ځل بیا کار وکړي او نه هغه تاریخ د غفلت په خوبونو بېرته راګرځول کېدلای شي.
مړی چا دی ژوندی کړی په ژړا (عبدالرحمن مومند)
په همدې ډول، زموږ خلک باید پر دې پوه شي چې خوشحال خان خټک لاندې شعر یوازې د ځینو مؤقتي احساساتو او شاعرانه جذباتو له مخې ویلی او هېڅ کله دا کار شونی نه دی؛
زه خوشحال توره لاس کفن په غاړه به راپاڅم
که خبر شـوم چې پښتون د چا غلام دی
که له یو بله اړخه دې شعر ته وګورو، نو دا شعر یو ډېر مثبت او هڅوونکی پیغام را کوي. خوشحال خان خټک په دې پوهېده چې لکه څنګه چې نن ما خپل قوم ته خپلواکي وګټله، په همدې ډول په هر عصر او دور کې به یو خوشحال پیدا کېږي او خپل قوم به د نړۍ پرمخ عروج ته رسوي. خو له علم څخه د لرې ټولنو یوه لویه ستونزه دا وي چې له هر شي یوازې منفي اغېز او پیغام اخلي، پر مثبت او ګټور اړخ يې سترګې پټې وي.
یو بل لامل یې دا دی چې زموږ تاریخ د علم په ډول تر اوسه پورې نه دی لیکل شوی، بلکې ډېری تاریخونه د افسانو، ناولونو او نکلونو په ډول لیکل شوي او د تاریخ لیکنې په برخه کې ډېری هغو کسانو قلم پورته کړی چې د تاریخ په اړه یې لومړني معلومات هم ډېر ناقص او نیمګړي وي. ملي جذبات، دیني اعتقادات، قومي او ژبني تعصبات، له اتلانو سره له اندازې زیاته مینه، د پېښې د یوې کیسې یا نکل په ډول بیانول، په یوه تاریخي تشه کې خپل شخصي احساسات ور ځایول، دا او دې ته ورته ډېر نور هغه عناصر دي چې زموږ تاریخونه ترې مالا مال دي.
د دې لپاره چې دا چلند اصلاح او یا په بشپړ ډول له منځه یو وړل شي، پکار ده چې لومړی په لیکل شوو تاریخونو پراخ علمي او اکاډمیک تنقید وشي او له هغه وروسته تاریخ د یوه علم په توګه ولیکل شي. پېښې چې څنګه وې، په هماغه ډول په علمي بڼه ولیکل شي؛ د تاریخي تشو له ځانه د ډکولو هڅه باید هېڅ ونه شي، بلکې راتلونکو څېړونکو او مؤرخینو ته دې پرېښودل شي. وخت او د علم پرمختګ به پخپله دا تشې ډکې کړي.
د مؤرخ دنده ده چې په تاریخ کې تېر وخت په علمي ډول بیان کړي، نه دا چې له تاریخ څخه د ویاړ یوه مسئله او یا په اتلانو باندې د میینېدو یوه وسیله ترې جوړه کړي. د تېر وخت له مجازي انځور څخه د اوسنۍ نړۍ حقیقت ته راوستل او د روانو حالاتو په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول د یوه مؤرخ له اساسي دندو څخه ده. زموږ مورخ ته بویه چې دا دنده په بشپړ اخلاص او علمي دیانت سرته ورسوي. او دا ټولنه له دوو سترو ښامارانو – شخصیت پرستي او پر تاریخ ویاړنې – څخه وژغوري.
۴- جنسي پوهاوی:
انسان یوازې یو خوراک-څښاک کوونکی او عاقل موجود نه دی، بلکې ځینې نور خواهشات، احساسات او غوښتنې هم د انساني شخصیت لویه برخه جوړوي. په دې کې تر ټولو پیاوړې او سرکښۍ ته مایله غوښتنه جنسي خواهشات دي. په عقل باندې تر ټولو زیاته غالبه کېدونکې قوه همدا جنسي تنده دی. او که په سمو او روا لارو دا قوه خړوبه شي، نو د انساني ټولنې د هوساینې او ډاډ یو ستر لامل هم دی. هر عادي انسان په طبیعي ډول جنسي اړیکو ته ژوره لېوالتیا لري او د کورنۍ او ټولنې دا مسؤلیت دی چې د ده دا لېوالتیا په سمه لار ور پوره کړي. که نه د دې قوې ځپل او په زوره کنترول یو ډېر سخت او تر ډېره حده ناشونی کار دی. اړینه نه ده که د یوه انسان دا غوښتنه له روا لارې پوره نه شي، نو هغه به هرومرو بد کارۍ ته مخه کوي؛ بلکې د دې قوې په زور ځپل او کنترول، د نورو رواني او بدني ناروغیو لامل ګرځي. انسان له نورمال حالت څخه وباسي. او د ژوند په اړه یو تیاره او بې معنا لیدلوری ور پيدا کېږي.
په دې ټولنه کې په دې برخه کې دوه لویې ستونزې لیدل کېږي. یوه دا چې، کومه روا لار چې الله تعالی ښودلې، تر هغې پورې ور رسېدل زموږ ټولنې یو ناشونی کار ګرځولی. او دوهم دا چې، د جنسي خواهشاتو او اړیکو په اړه د خلکو د پوهې کچه ډېره ټیټه او یا له نشت سره برابره ده. په دې ځای کې پر همدې دوهمې ستونزې خبرې کوو.
په جنسي خواهشاتو باندې د خبرو اترو نه کول، د سیمینارونو نه دایرول، په ټلویزوني او راډیويي شبکو کې برنامې نه خپرول، په ټولګیو کې د ښوونکو له خوا زده کوونکو ته په دې اړه پوهاوی نه ورکول، د پلار له خوا زوی ته او یا د مور له خوا لور ته په دې اړه لارښوونه نه کول، په جوماتونو کې پر دې موضوع د ملایانو چوپتیا، په دې اړه پوښتنه ګروېږنه نه کول او… یوازې او یوازې یو لامل لري او هغه دا چې پر دې موضوع خبرې کول زموږ په ټولنه کې شرم باله شي او کوم څوک چې پر دې موضوع غږ یا قلم پورته کوي، هغه د ټولنې تر ټولو بې شرمه، بې حیا، رټل شوی او بې دینۍ و بې لارۍ ته لاره جوړوونکی ګڼل کېږي. زموږ خلک په دې کې د شرم احساس کوي چې له خپل زوی یا لور سره په هغه مسئله چې د هغوی په ژوند کې تر ټولو ستر او حیاتي رول لري، خبرې اترې وکړي او یا د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
د دې کار یو لامل دا دی چې زموږ خلک تر اوسه پورې په دې نه دي پوه شوي چې د جنسي اړیکو په اړه پوهاوی يې د ژوند لپاره څومره اړین دی، او په دې برخه کې ناپوهي یې لومړی کورنۍ او بیا ټولنې ته څومره ستر ګواښ پېښولی شي. د ارواپوهنې څېړنې څرګندوي چې د ښځې او مېړه ترمنځ په جنسي اړیکه کې ستونزه د دوی د ګډ ژوند په ترخولو کې تر بل هر شي ډېر لاس لري. او د دې ستونزې یوازینی لامل په دې اړه د ښځې او مېړه ناپوهې ده.
نن ورځ په جنس پورې اړوند موضوعات د علم یوه مستقله او خپلواکه څانګه ګرځېدلي او دا موضوعات د سېکسالوجي (Sexology) تر نوم لاندې د علم په توګه لوستل کېږي. څنګه چې په اوسنۍ نړۍ کې د پرمختګ لپاره د نورو علومو ترلاسی مهم او اړین دی، په همدې ډول د دې علم ترلاسی او د دې علم خپرول هم اړین او مهم دي. نو په دې اړه د شرم هېڅ ځای نه پاتې کېږي، ځکه د علم په ترلاسه کولو کې شرم کول ځان د تباهۍ کندې ته ور ټېل وهل دي. باید په دې پوه شو چې د کورني ژوند خوشالي او هوساینه نېغ په نېغه په دې علم پورې اړونده ده، او د کورنۍ د مشرانو – د مور او پلار دواړو – دا مسؤلیت دی چې خپل بې ځایه او غیرعاقلانه شرم یوې خواته کړي، او په خلاص فکر په دې موضوع له خپلو اولادونو سره بحث وکړي. دغه راز ښوونکو او ملایانو ته هم بویه چې دا مسئله د خپل بحث او خبرو اترو موضوع وګرځوي، او له علمي اړخه دا موضوع وشني. زموږ خلک باید په دې پوه شي چې په ۲۱ پېړۍ کې دا کار ناشونی دی چې خپل زوی یا لور په یوه کوټه کې بند کړو او په دې هیله اوسو چې دوی به له بې لاریو را وګرځي؛ اوسنۍ نړۍ یو نړیوال کور ګرځېدلی، زموږ زوی یا لور به نن یا سبا هرومرو له دې مسایلو سره مخ کېږي، په دې اړه به تجسس او پوښتنې ورته پیدا کېږي، او د هغو پوښتنو د ځوابونو په لټون پسې به وځي، نو آیا ښه به نه وي چې له دې توپان سره له لاهو کېدو مخکې لا هغوی ته په دې اړه هر اړخیز – علمي او اسلامي – پوهاوی ورکړو او خپل ځان د پښېمانتیا او وجدان له عذاب څخه وژغورو؟
۵- د هېواد قوانين:
قوانین په یوه ټولنه کې د نظم او ګډوډۍ د مخنیوي لپاره رامنځته کېږي. الله تعالی په سرک باندې د تګ قوانین نه دي ټاکلي، خو انسانانو د دوه لوریزه سرکونو زیان تجربه کړی چې د مالي و بدني تاوان او ګډوډۍ لامل ګرځي، ځکه یې سرکونه په منځ کې بېل کړي، او د ((ښي او کیڼ لاس)) قانون يې رامنځته کړی. په دې معنا چې هر لاروی به خپل ښي یا کیڼ لاس ته تګ کوي. د هېواد بل هر قانون په همدې ډول در واخلئ. د هر قانون موخه به د یوې ګډوډۍ د مخنیوي او د نظم راوستلو لپاره وي.
د قوانینو په اړه زموږ په ټولنه کې دوه لیدلوري وجود لري. یو لیدلوری دا دی چې د دې قوانینو سرغړونه یو جرم ده او که څوک دا جرم تر سره کړي، نو سزا به ورکول کېږي. یو ډله خلک په همدې لیدلوري دي او د قوانینو پابندي یوازې له سزا څخه د ځان ساتلو لپاره کوي. دوهم لیدلوری دا دی چې دا قوانین د الله له لوري نه دي ټاکل شوي، بلکې ځینې خلک په خپله خوښه را پورته شوي او دا قوانین یې جوړ کړي، نو که د دې قوانینو پابندي ونه کړو، نو آیا کومه ګناه به مو کړې وي؟ دا لیدلوری یو ډېر منفي او په ډېر ناسم دلیل ولاړ دی. په دې ځای کې همدې دوهمې ډلې ته په څو ټکو کې د ځواب ورکولو هڅه شوې:
یو، دا رښتیا ده چې د ټولنې قوانین انسانان جوړوي، ځکه الله تعالی یوازې د انسان د اخلاقي سمون لپاره لارښوونې را لېږلې؛ او د انساني ژوند په نورو اړخونو کې لاسوهنه نه کوي. الله تعالی د دنیوي ژوند لپاره عقل او فکر ورکړی او انسان يې خپلواکی پیدا کړی، چې د خپل ژوند د سمون لپاره هر څه چې ورته ښه او غوره ښکاري، هماغه وکړي. که الله تعالی په هر څه کې لاسوهنه کولی او یا یې کړې وای، نو یو کتاب یې باید په دې اړه هم رالېږلی وای چې موږ پخلی څنګه وکړو، کوم ډول خواړه پاخه کړو او په څه ډول يې وخورو؛ دغه راز یو کتاب يې باید په دې اړه هم رالېږلی وای چې ځان ته جامې څنګه وګنډو، څنګه يې واغوندو، په اونۍ کې جامې درې ځله بدلې کړو او که دوه ځله! الله تعالی په داسې چارو کې اصلا لاسوهنه نه کوي، بلکې دا یې انساني عقل او فکر ته پرې ایښي. نو له دې دا په ډاګه کېږي چې قوانین که جوړېږي، نو انسان به يې جوړوي، خدای له دې کار څخه لاس اخیستی دی.
دوه، هغه انسانان چې قانون جوړوونکي دي (مقننه قوه) هغه له اسمان څخه نه دي نازل شوي او نه د هغو د ګمارلو په اړه له اسمان څخه حکم نازل شوی، بلکې هغوی زموږ او ستاسې له خوا ګمارل شوي استازي دي. موږ د خپلو رایو په اساس هغوی ته دا واک او حق ورکړی، چې زموږ لپاره قوانین جوړ کړي او یوې بلې قوې (اجرائیه) ته مو دا واک ورکړی، چې هغه يې پر موږ پلي او نافذ کړي؛ او که موږ کومه سرغړونه وکړه نو درېیمه قوه (قضائیه) دا حق او ځواک لري، چې زموږ په حق کې پرېکړه وکړي او د هغې سرغړونې په بدل کې یوه وړ سزا راته وټاکي. که دې ټولې پروسې ته وګورو، نو دلته هماغه انسان تر سترګو کېږي چې دا نیوکه يې را پورته کړې چې زه ولې د ځینو انسانانو له خوا د جوړ شویو قوانینو پابندي وکړم. نو دی باید په دې پوه شي چې دا قوانین او له دې قوانینو څخه د سرغړونې په بدل کې ورکول کېدونکې سزا پخپله ده ټاکلې او اوس پخپله په خپل لاس کړي کار نیوکه کوي!
درې، آیا له دې قوانینو څخه په سرغړونه به الله تعالی سزا ورکوي؟ هو، الله تعالی به پر دې سرغړونه هرومرو سزا ورکوي. د دې دلیل دا دی چې قانون د حکومت او عام وګړي تر منځ یو تړون او معاهده ده، او د معاهدې ماتول او یا له تړون څخه سرغړونه کول حرام کار دی. په دې هکله د الله تعالی حکم دا دی: وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً. نو هېڅ انسان سره نه ښايي چې په هېواد کې له حاکم قانون څخه سرغړونه وکړي، یا يې په خلاف بغاوت وکړي. هو، دا حق په هر وخت کې لري که دی په دې پوهېږي چې دا قانون د هېواد او انسانیت په تاوان دی، نو د علمي او عقلي استدلال له مخې خپل اختلاف څرګند کړي او تنقید پرې وکړي، خو هېڅ کله به هم له هغه قانون څخه سرغړونه نه کوي. د اختلاف حق هر وخت لري، خو د بغاوت او سرکښۍ حق نه انساني عقل ورکوي او نه هم دین د فتنې او بغاوت اجازه ورکوي.
۶- کسبونه:
یوه ټولنه هغه وخت د بریا لارې ته برابرېږي چې هر وګړی تر خپله وسه د ټولنې په پرمختګ او وده کې برخه واخلي. پوهان او علما د علم او پوهې په رڼا د ټولنې تیارې له منځه یوسي او کسبګران د خپل کسب او هنر له لارې د ټولنې اساسي ستنې په پښو ودروي.
په یوه ټولنه کې ډول، ډول کسبونه وجود لري او د هر کسب ګټه او ونډه په ټولنه کې یو تر بله توپیر لري. امکان لري چې یو کسب ټولنې ته ډېره ګټه ورسوي، کسبګر لپاره یې عاید ډېر وي، ونډه یې زیاته وي؛ او یو بل کسب بیا ټولنې ته هغومره ګټه ونه رسوي، عاید يې ډېر نه وي، او ونډه یې کمه وي؛ خو دا په دې معنا نه ده چې دا وروستی کسب یو بد او ناوړه کسب دی، او په ټولنه کې دې ورته په ټیټه سترګه وکتل شي. او د هغه کسب په اړه منفي لیدلوری دې دې آن ته ورسېږي، چې یو کسبګر خپل کسب او ژوند عذاب وګڼي.
زموږ په ټولنه کې هم د ځینو کسبونو په اړه دومره منفي لیدلوری شتون لري چې حتی د هغه کسب څښتن له نورو انسانانو څخه کم ګڼل کېږي او هغه کسبګر د خپل اصلي نوم په ځای د هغه د کسب په نوم یادېږي. که یو څوک څپلۍ او بوټان رنګوي، نو د هغه خپل نوم د تل لپاره ورک وي او په موچي مشهور وي؛ د وېښتانو کموونکي ته ((سلمان یا ډم)) ویل کېږي، حد خو یې هغه وخت وي چې کله یو ډم یا سلمان د خلیفه په نوم یادېږي؛ دا نومونه د ((ډاکټر)) یا ((انجینر)) په شان له عزت او درناوي څخه نه، بلکې هدف يې د هغه کسب تحقیر، بد او سپک ګڼل وي. د دې تر شا ګڼل لاملونه کېدی شي، خو تر ټولو لوی لامل یې د کسب او کار په حقیقت او ارزښت ناپوهي او د دې ترڅنګ د الله تعالی د هغې طرحې په اړه ناخبرتیا ده چې الله تعالی ولې انسانان په ډول ډول مرتبو خلق کړي. یو یې موچي کړی، بل ته یې د شاعرۍ وړتیا ورکړې، بل د یو چا د درملنې ښه استعداد لري او د بل شخص ذهن د ودانیو په جوړښت او رغښت کې ښه کار کوي. د دې لامل الله تعالی په دې ډول بیان کړی. ((او د ځينو مرتبه مو پر ځينو اوچته كړې تر څو يو د بل لاس لاندې (كاركونكي) وګرځوي – سورة الزخرف)). الله تعالی د دې آیت په پای کې فرمايي چې دا زما یو رحمت او لورېینه ده چې په تاسو مې په دې ډول خلق کړي یاستئ. که دا کار انسانانو ته پاتې وای، نو هرومرو به یو لوی فساد رامنځته شوی وو.
دا الله تعالی دی چې انسانان له ډول ډول وړتیاوو سره پنځوي او ټول انسانان يې سره ورته نه دي پیدا کړي. له همدې امله که یو څوک د یو چا پر کسب او یا مالي حالت ټوکې او رشخند وهي، دا په حقیقت کې د الله تعالی پر هغه ازلي طرحې او حکمت یو ډول رشخند او ملنډې دي(العیاذ بالله) او دا کار یوه لویه ګناه ده.
د دې پر ځای چې په دې کسبونو یا د هغوی په څښتنانو مسخرې وکړو، بویه چې د هغوی احسان ومنو او مننه یې وکړو، چې همدا زموږ د ټولنې په بډایه کولو او پرمختګ کې لګیا دي. تر هغو پورې یو کسب ناروا او بد نه دی، تر څو پورې چې د شریعت خلاف کومه کړنه پکې ونه لیدل شي او د ټولنې په زیان او تاوان نه وي. د دې ټولنې خلک باید پوه شي چې د مرتبو او مقامونو دا وېش الله کړی او زموږ د نېکمرغۍ او ښېګڼې لپاره يې کړی.
۷- په ټاکنو کې نه ګډون:
د انسان په نفس کې د خیر او شر دواړه مادې وجود لري. که د خیر اړخ په یوه انسان غالب شي، نو د هغه مقام په دې او راتلونکي دواړو جهانو کې د بریا او نېکمرغۍ هسکو ته ورسېږي. او که یې د شر لوری سر راپورته کړي، نو داسې ځای ته ورسېږي چې شیطان هم ترې پناه غواړي. د شر قوې د خنثی کولو او د خیر قوې ته د ودې ورکولو لپاره الله تعالی انسان په ډول، ډول ځواکونو او وسایلو نازولی دی. په دنیوي چارو کې د خیر او شر د تمییز او توپیر کولو لپاره الله تعالی عقل او شعور ورکړی؛ دغه راز کوم څه چې د یوه انسان لپاره په اخرت کې خیر او یا شر دی، د هغو لپاره يې وخت په وخت پیغمبران او کتابونه استولي. د اخرت لپاره چې انسان کوم څه ته اړتیا لرله، هغه له نن څخه څه باندې څوارلس سوه کاله مخکې بشپړ شوو. خیر او شر په نهايي ډول څرګند او روښانه دي. خو له دنیوي اړخه لا هم انسان خپل عقل ته محتاجه دی او د خپل عقل له لارې پکار ده چې د ښه او بد ترمنځ توپیر وکړي.
دلته یوه خبره د غور وړ ده چې ټولو انسانانو ته یو ډول فکر نه دی ورکول شوی، د دې حتمي پایله دا ده چې د دوو انسانانو ترمنځ به د ښه او بد په اړه لیدلوری او فکر هم بېل او جلا وي. د همدې لپاره د دې ستونزې د هوارتیا لپاره د یوې ټولنې انسانان پخپلو منځونو کې هوکړه کوي، چې له نن څخه وروسته به په دنیوي چارو کې د ښه او بد پرېکړه هغه ډله خلک کوي چې موږ يې په خپله خوښه او رایه ټاکو. د دې پروسې په پایله کې منځته راتلونکي حکومت ته جمهوریت ویل کېږي.
د جمهوریت یو لوی اصل ټاکنې دي. په جمهوري ټولنو کې ولسمشر او نور چارواکي د همدې ټاکنو له لارې غوره کېږي او د هېواد د چارو واګې په لاس کې اخلي. د یوه غوره او یا بېکاره حکومت رامنځته کول، نېغ په نېغه د هغې ټولنې د وګړو په اکثریت رایو پورې اړه لري. د یوه غوره حکومت شتون د یوې ټولنې د وګړو سیاسي شعور، د علم او پوهې کچه، له خپل هېواد سره مینه او د خپل هېواد سوکالۍ او پرمختګ ته هیله څرګندوي؛ حال دا چې د یوه ناوړه، نااهله، ظالم، په کار ناپوه مشر شتون بې له ځنډه دا په ګوته کوي چې د دې ټولنې وګړي د غفلت په خوب ویده او د خپل هېواد د پرمختګ او ودې نه غوښتونکي دي. د ټاکنو یوه تر ټولو لویه ښېګڼه دا وي چې د ټولنې هر وګړي ته دا واک ورکوي چې هر ځل د یوه لا ښه، غوره، ګټور او پخپلو ژمنو ولاړ حکومت رامنځته کړي؛ دا همداسې مثال لري لکه یو مخترع چې وخت په وخت د علم او پوهې په زیاتېدو پخپله اختراع کې ښه والی او پرمختګ راولي. او یوه ورځ یې تر ټولو پرمختللي او غوره حالت ته ورسوي. ټاکنې هم همداسې در واخلئ.
زموږ په ټولنه کې د ټاکنو په اړه ګڼ لیدلوري شتون لري. یو لیدلوری دا دی چې جمهوریت یو کفري نظام دی! او په ټاکنو کې برخه اخیستل یوه لویه ګناه او سرغړونه ده. بل لیدلوری دا دی چې د یوه تن رایه هېڅ بدلون نه شي رامنځته کولی. دریم لیدلوری د هغو خلکو دی چې په ټاکنو کې برخه اخلي، خو په دې فکر کې نه وي چې رایه يې په پوره فکر او غور کارولې که نه او ټاکنو ته د یوې لوبې او ساتېري په سترګه ګوري. او وروستی لیدلوری د هغو خلکو دی چې په پوره فکر او هوښ دا خبره مني چې د یوې ټولنې پرمختګ نېغ په نېغه د هغې ټولنې په سیاسي نظام پورې تړلی او یو غوره سیاسي نظام ((یوازې او یوازې)) د همدې ټاکنو له لارې رامنځته کېدی شي. همدا مثبت او عقلاني لیدلوری دی.
هغه کسان چې خپله یوه رایه، بې ارزښته ګڼي، نو هغوی ته بویه چې د څو شېبو لپاره داسې فرض کړي چې که د هېواد ټول وګړي په همدې فکر په ټاکنو کې برخه وا نه خلي، نو پایله به يې څه وي؟ دا داسې مثال لري لکه یوه کور چې اور اخیستی وي، او د کور ټول غړي په دې فکر ارام ناست وي، چې زما یو ستل اوبه به نو څومره په درد خوري. د دې ښکاره پایله دا ده چې له کور سره سره به هغه ټول کسان هم د اور په لمبو کې وسوځېږي. د دریم لیدلوري کسان بیا داسې مثال لري لکه د همدې کور کسان را پورته شي او د دې په ځای چې په خپل یو ستل اوبو اور ووژني، اوبه بې ځایه توی کړي او ضایع يې کړي. دا یو ډېر ناسم کار دی او د یوې ټولنې ورانۍ او تباهۍ ته لاره هوارول دي. په دې کې هغه ډله چې دا کار له اسلام سره مخالف ګڼي، هغوی باید پوه شي چې دې نړۍ کې د واکمن ټاکلو واک یوازې له دوو سرچینو سره دی: یو د دې نړۍ خالق، الله تعالی؛ او بل پخپله خلک. دریم هر لوری چې دا واک او صلاحیت ځان ته اختصاصوي، هغه باید خپل دلیل وړاندې کړي او هغه سرچینه را په ګوته کړي چې هغوی ته دا واک ورکوي چې په نورو انسانانو واکمني وکړي او یا کوم څوک پرې واکمن کړي. د پیغمبرانو د لړۍ له پای ته رسېدو وروسته، الله تعالی دا واک انسان ته سپارلی دی او په قرآن کریم کې يې یو عمومي اصول بیان کړی چې د مسلمانانو چارې به د هغوی په خپلمنځي مشوره ترسره کېږي. جمهوریت د همدې اصول علمي او عقلي اطلاق او منظم او عقل ته نږدې نظام او بڼه ده. دا نظام نه یوازې دا چې یو کفري او پردی نظام نه دی، بلکې په حقیقت کې د اسلام له اصولو سره برابر او د مسلمانانو خپل نظام دی چې د ځینو لاملونو له کبله ترې پردی شوی او له لاسه یې ورکړی دی.
نن ورځ د شورا د پلي کولو تر ټولو وړ لاره ټاکنې دي. په دې اساس، د ټاکنو ارزښت له پامه غورځولو نه دی، پکار ده چې هر وګړی د خپلې رایې په ارزښت پوه شي او د یوې سوکالې او ابادې ټولنې د رامنځته کولو لپاره يې په بشپړ غور او فکر وکاروي.