شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په نیټورک مارکیټینګ کې؛ د یوه رهبر پنځه مهم اصول

په نیټورک مارکیټینګ کې؛ د یوه رهبر پنځه مهم اصول

لیکوال ایریک ووري
ژباړن میرویس باور
د نیټورک مارکیټینګ لپاره د رهبرې مسلک ډیر مهم دی. په نیټورک مارکیټینګ کې رهبري له مسلک سره یو ځای شروع کیږي.
ډیری خلک دا فکر کوي چې دوی تر اوسه په ټیم کې څوک نه لري چې رهبري پرې وکړي؛ نو ځکه یې لازمه نه بولي چې له ځانه رهبر جوړ کړي.
دا بلکل غلط باور دی. تاسو باید مخکې له مخکې رهبر واوسئ او یا کم تر کمه د رهبري اصول زده کړئ او عملي یې کړئ. که داسې ونه کړئ، په نیټورک مارکیټینګ به له ډیرو ستونزو سره مخ شئ.
باید داسې فکر ونه کړئ، چې اول سازمان جوړ کړئ بیا یو رهبر له ځانه جوړ کړئ. خلک د رهبرانو پسې درومې؛ نه د عادي خلکو پسې. د دې لپاره چې خلک درپسې ولاړ شي. دا ور وښایاست چې تاسې یو رهبر یاست.
“وه ایریکه!! ستا مطلب دا دی، چې موږ په نیټورک مارکټینګ کې په هغه صورت کامیابیدلای شو، چې مخکې له مخکې باید یو قوي او هڅوونکی رهبر واوسو، بیا نیټورک مارکیټینګ شروع کړو؟”
نه!!! زما مطلب دا نه دی. ما دیرش کاله مخکې نیټورک مارکیټینګ شروع کړ؛ خو زه رهبر نه وم؛ ما د رهبري اصول زده کړل، تمرین مې کړل او بالاخره په نیټورک مارکیټینګ کې یو ښه رهبر شوم.
نو دلته زه پنځه هغه اصول درښیم، چې له تاسو څخه په نیټورک مارکیټینګ کې رهبر جوړوي. تاسو یې زده کړئ، په ځان یې عملي کړئ، او تر ډانلاین یې هم ورورسوئ:

۱- د رهبري فلسفه

 زما د خوښې فلم د برېو هارټ په نوم دی؛ ځکه د دغه فلم کارکټر ویلیم والېس د رهبري ډیرې ښې ځانګړنې لري. یو له دغو ځانګړنو څخه یې د رهبري فلسفه ده. ستاسو د رهبري فلسفه څه ده؟ ستاسې ټولې هڅې یوازې د ځان لپاره دي؟ او یا که له تاسو ورهاخوا بل مهم څه شته؟
په برېوهارټ کې نور رهبران یوازې د خپلو ځانونو په غم کې وي او همدا یې فلسفه وي. دوی یوازې د خپلې شخصي ځمکې او خپل شخصي حیثیت له غمه مړه وي. مګر له ویلیم والېس سره له خپله ځانه ډیر د نورو خلکو فکر وي. د هغه لپاره مهمه دا وي، چې نورو خلکو ته عدالت او انصاف ورسیږي، نور خلک ښه کارونه وکړي او خپل هیوادوال یې خپلواکي تر لاسه کړي.
نو ستاسو فلسفه څه ده؟ ټول فکر مو یوازې د ځان د کامیابۍ، د خپلو جیبونو، رینکونو او شخصي ازادۍ پورې محدوده ده؟ او یا که له خپله ځانه ورهاخوا نور ډیر څه درته مهم دي؟ ایا د نورو خلکو سره د مرستې غم درسره دی؟ ایا د نورو خلکو د ازادۍ په غم کې یاست؟ او یا که یوازې د خپلو ځانونو غمه کوئ؟
دا ستاسو په رهبري کې ډیر لوی تغیر راوستلای شي. ځکه کله چې ستاسو فلسفه له خپلو ځانونو ورهاخوا له نورو سره د مرستې په موخه وي. نو خلک به په ډیرې خوښۍ له تاسو سره یو ځای کیږي.

۲- ویژن/لیدلوری ولرئ

د رهبري لپاره دویم اصل ویژن دی. تاسو د خپل سازمان لپاره څه ډول ویژن لرئ؟ څه شی غواړئ تر لاسه کړئ؟ او د دغو کارونو لپاره له ځان سره کوم دلیلونه لرئ؟
که ستاسو ویژن دا وي، چې پیسې ترلاسه کړئ، یوازې خپل شخصي رینکونه لوړ کړئ او یوازې خپل ژوند پر مخ یوسئ. نو تاسې نه شئ کولای چې ډیر خلک په ټیم کې ولرئ. مګر که ستاسو ویژن دا وي، چې تاسو او ستاسو ټیم یو ځای په ګډه ډیر څه تر لاسه کړي. نو بیا به ډیر لوی سازمان ولرئ.
نو یو څه وخت په دې فکر وکړئ، چې ستاسو ویژن په نیټورک مارکیټینګ کې د خپل نیټورک/ټیم په مقابل کې څه ډول ده. همدا ويژن په ذهن کې وساتئ. او په دې ځان پوه کړئ، چې ویژن مو ښه دی او که بد. بیا په همدې ویژن افتخار وکړئ، او له نورو سره یې هم په فخر شریک کړئ.
کله چې له ځانه ور هاخوا د نورو په اړه لوی اهداف ولرئ، کوچني شیونه لکه چیکونه او رینکونه به اتومات تر لاسه کړئ.

۳- خپل ویژن له نورو سره شریک کړي

که تاسې ډیر ښه ویژن ولرئ او له نورو سره یې شریک نه کړئ، هیڅ ګټه به نه وکړئ.
د رهبر په حیث باید دا وړتیا ولرئ چې خپل ویژن له نورو سره شریک کړئ. دا ډیره ګټه لري. یوه کیسه ولرئ او همیشه یې له خلکو سره شریکه کړئ.
خپله داسې کیسه وکړئ، چې ستاسې له ویژن سره تړاو ولري. او یا د بل چا کیسه راواخلئ؛ خو کیسه باید له خپل ویژن سره تړاو ولري.
کله مو چې کیسه پیدا کړه. همدا کیسه تمرین کړئ، د خپلو ملګرو تر مخ یې ووایاست، د دوی نظریات واخلئ، بیا بیا یې تمرین کړئ. او د خپلې کیسې په ویلو کې ځان سم مسلکي کړئ.
ستاسو کیسې ستاسو ویژن مشخصوي.

۴- ځان لایق/وړ کړئ

دا به ډیره سخته وي، چې یو څوک دې په یو کار کې مسلکي نه وي او رهبري دې وکړای شي. په برېوهارټ فلم کې که چیرته ویلیم والېس جنګي مهارتونه زده وای، نو د ده سر به نه پرې کېده. والېس باید د جګړې مسلکي وای.
والېس مسلکي جنیالی نه و او په دې هم نه پوهیده چې څنګه اوردو جوړه کړي. مګر هغه قوي دلایل درلودل، ویژن یې درلوده او دا وړتیا یې درلوده چې خپل ویژن رابرسیره کړي او له نورو سره یې شریک کړي. او تر ټولو مهمه دا چې هغه په دې پوهیده، چې ډیره زده کړه د یو کار په کولو کې ده.
تاسې باید اقدام وکړئ، کار و فعالیت وکړئ. کله چې فعالیت کوئ تاسو پوهیږئ، چې د رهبري لپاره څه شی ضرور دي.
تاسو باید د رهبري ځای ته ځانونه وروسولای شئ، روزنه ورکړای شئ، او هرې ځانګړنې ته چې اړتیا وي عملا ځان پرې پوه کړای شئ.
ځکه شخصي پرمختګ ډیر مهم دی. کله چې تاسې خپل مهارتونه قوي کړئ او ځان پرې برلاسي کړئ، همدا وړتیا د دې باعث ګرځي چې خلک په تاسې باور وکړي. د ځان مسلکي جوړول او وړ ګرځول خلکو ته دا باور ورکوي، چې تاسو په ارامتیا سره تعقیب کړي.

۵- لومړی یې تاسو ترسره کړئ

تاسې څنګه له یو چا د یو داسې کار توقع کولای شئ، چې تاسې یې خپله نه کوئ. دا هغه ستونزه ده، چې زما په شمول ټول ورسره مخ دي.
خو که چیرته غواړئ یو ښه رهبر واوسئ، تاسې باید لومړی پخپله یو کار ترسره کړئ. تاسو یې باید خپل ټیم ته وروښایاست چې څنګه یې ترسره کړي.
په خپلو خبرو لومړی تاسو عمل وکړئ او بیا نورو ته لاره ور وښایاست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب