شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نوي افغان حکومت ته په اقتصادي برخه کې کاري لومړیتوبونه 

نوي افغان حکومت ته په اقتصادي برخه کې کاري لومړیتوبونه 

لیکنه: عبدالجبار وحدت 

دویمه برخه 

د نوي نظام په لومړیو کې مږږ د خپلې پوهې او مسلک مطابق ځینې لومړیتوبونه په ګوته کړې وو، هیله ده ، د ولس د هوساینې او په ځان بسیاینې په موخه به ګټه ترې پورته شي، راځم اصل موضوع ته ، چې تقریبا اوومه میاشت دی ، ځینې کلیدي برخې مهمې دي چې باید ستراتیژیک لومړیتوبونه وګڼل شي او لوړ وزني ضریب ورکړ شي:

  1. د قیمتونو کنټرول
  2. د ډبرو سکرو او نورو کانونو فني ، تخنیکي او په اقتصادي ډول استخراج او د راتلونکو نسلونو حقه حقونه په نظر کې نیول، ځکه په طبعي منابعو کې له موږ سره د راتلونکو نسلونو حق او برخه شته ده.
  3. د اوبو مدیریت او یا د مدیریت شویو اوبو په مقابل کې له ګاونډیو هیوادونو څخه معقولې غوښتنې کول، کوم چې له هغه مولدیت لوړ وي ، چې د اوبو په وساطت یې له لاسه ورکوو.
  4. په لومړینو او اړینو غذایي موادو باندې د مالیاتو کمول 
  5. په مالي پالیسیو له سره غور کول( معافیت او تخفیف او په ځینو برخو کې مترقي مالیات تطبیقول)
  6. منظم بودجوي سیاستونه طرحه کول ، تر څو یې پر مټ د بودجې موثر تطبیق رامنځته شي.
  7. د پولي ثبات (Monetary stability  ) په پار د منظمو پولي ستراتیژیو او سیاستونو پلی کول.
  8. د داخلي تولیداتو څخه د ملا تړ په موخه حمایوي سیاستونه پلی کول او  په وارداتو د کواټه سیستم پلي کول
  9. انټي ډامپینګ سیاست پلي کول ، تر څو وتوانیږو د ګاونډیو د dumping  پالیسي مخه په نسبي ډول ډب کړو.
  10. داخل د هیواد کې د خارجي عوضي جنس تولید ته زمینه سازي کول او په عین خارجي جنس باندې لوړه ګمرکي تعرفه وضع کول.
  11. د استخدام پالیسي داسې عیارول ، چې د هیواد هر فرد ته د کار زمینه برابره شي، یا بهرینو هېوادونو کې ځوانې کارګرې قوې ته د کار زمینه سازي کول

له اقتصادي برخې ورهاخوا

  1. که په نظامي ډګر کې د ډلګیو /سرګروپونو سیستم ختم شي، ځکه ګډوډي او خپل سري ته همدې سیستم لویه زمینه سازي کړي ده .
  2. د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د فوق العاده استازو پروسه  او سیستم  نور پای ته رسول ، ځکه دا موازي پوزېشن او اداره ده ، چې په تحصیلي برخه کې یې نهایي زیاته بې نظمي او ګډوډي رامنځته کړې ده.
  3.  د بېځایه بې باوري او بېځایه خوشباوري څخه ځان ساتل

درنښت

زموږ ویل وو، الله تعالی شاهد دی ، چې موږ نهایي احساس یادو نقاطو لیکلو ته هڅولي یو.

1401-1-29

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب