یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

په يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) ‏‏‏‏د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې نن او سبا په هرات، غور، دایکنډي، بادغیس، فاریاب، سرپل، میدان وردګ، پروان، کاپیسا، پنجشیر، نورستان، کونړ، کندز، کابل، لوګـر، لغمان، ننګرهار، بلخ، بدخشـان، تخار، سمنګان، بغلان او بامیانو ولایتونو کې د اورښت، تالندې، برېښنا او سېلاونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې دا وړاندوینه رسنیزه کړې او د زيانمنو سيمو له مېشتو خلکو یې غوښتي څو لازم تدابير ولري.

د کال دا ورځې هر ځل په افغانستان کې د ډېرو ورښتونو شاهد وي.

څه موده مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د افغانستان په ډېرو سيمو کې سېلابونو، ورښتونو، واورو ښوییدو او نورو طبيعي پېښو ډېر خلک زیانمن کړل.

د طالبانو کابینې د رياست الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی، خو عملا يې د پېښو زیانمنو سره مرستې نه دي لیدل شوي.

د طبيعي پېښو متضررین له دې کبله نیوکې او شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب