جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستان له بمباري ځپلو کورنيو سره ۲۰-۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې

د پاکستان له بمباري ځپلو کورنيو سره ۲۰-۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) ‏‏‏‏‏د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان د خوست افغان دوبۍ سیمې ته تللی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ مالي خان په یاده سیمه کې د پاکستان د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره کتلي او د هر قرباني کورنۍ ته یې ۲۰-۲۰ زره افغانۍ هم ورکړې دي.

طالب سرچینو ویلي چې د لوی درستیز مرستیال په دغه سفر کې له سرحدي ځواکونو سره هم کتلي او په دفاعي برخه کې یې د بېړنۍ همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د طالبانو د ویاند په دې خبره چې ګواکي د وزیرستاني کډوالو کمپ بمباري شوی، ځینو خلکو غبرګونونه وښودل.

طالبانو تر اوسه په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان د بمبارۍ او په پکتيا کې د دوی پر ځواکونو د ځمکنیو بریدونو د تلفاتو جزییات نه دي خپاره کړي. خو ځايي سرچینې وايي چې په خوست کې تر ۴۰ ډېر او په کونړ کې ۶ تنه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...