له ډېره وخته له ژباړې سره سر وکار لرم، څو کلونه مخکې به مې له اردو زیاتې ژباړې کولې، وطن ته په راتلو مې عربي ژباړې هم پيل کړې، خو په دې برخه کې چې مې څونه زیات کار کاوه همدومره متوجې کیدم چې ژباړه حتا په ځینو ځایونو کې تر لیکنې هم سخت کار دی. ما د کرنتین په ورځو کې له عربي د یوه سخت متن سیرت ترجمه کاوه چې کله ناکله به يې د پښتو جملو جوړښت او سلاسیت دومره وخت راڅخه اخیست چې که عادي ژباړه وای نو څو مخونه به شوې وای خو په دې وخت کې به یوازې یو مخ ژباړه په تکلف شوې وه.
د ژباړې ځینې سختۍ داسې دي چې لومړي سر کې ښايي ځینې کسان ورته متوجې نه شي، ورو- ورو چې له دې فن سره روږدېږي په پيچلتیا يې هم پوهېږي او اخر په وازه خوله اعتراف کوي چې ځينې ستونزې يې لاینحل دي او د موري زوی نه شي کولای چې ژباړه دې په ټوله معنا د هغه اصلي متن ګرده مفهوم په داسې ډول را ولېږدوي چې یو څوک يې ژباړه ولولي نو د ژباړې او هغه اصلي متن ترمنځ درځ ونه ویني او لکه یو متن چې يې دوه ځله لوستی وي.
دا کار زما په اند د بشر له وسه وتلی دی، په څو دلایلو دا کار نه شي کیدای:
اول ژباړه لکه د کلتور ترجمه چې کوي، د انسانانو کلتورونه سره یو ډول نه دي، له دې امله که ژباړه کېږي نو کلتوري توپير حتمي دی او کله چې توپير راپيدا کېږي نو حتمي خبره ده چې په ټوله معنا توپير په اتحاد بدلول امکان نه لري.
دوم یوه ژبه له بلې سره فرق کوي، په یوه کې د موادو زیاتوب، د اصطلاحاتو خاصه او پر ځایه کاریدنه، ترکیبي جوړښت، د علمي او تخصصي څانګو لپاره ځانګړي نومونه او اصطلاحات چې په خپل چوکاټ کې له ځینو ځانګړتیاو سره خاصه معنا افاده کړي، په بله ژبه کې دا ټول خصوصیات هيڅ امکان نه لري، له دې امله نو د ځینو ژبو ویونکي مجبورېږي چې د اصلي متن مفهوم د خپلې ژبې په لغاتو کې نه شي ادا کولای هماغه لفظ يې اخیستی وي او که ډېر ناانشنا وي تعریف يې ورسره لیکلی وي چې دا کار د ژباړې په خوند کې لخته ور وهي او خوند يې اوبه وړي او د اصلي متن سره يې فاصله کرار کرار زیاته شي او یو ډول بې زوقي ورته لار پيدا کړي.
درېیم مهم ټکی دادی چې د لیکنې مهال چې لیکوالو په کومو احساساتو او عواطفو لیکنه کړې ده، دغه احساس او عاطفه يې مترجم نه شي درک کولای، دی چې په کوم محیط کې اوسي د هغه په ټوله معنا درک له ژباړن سر نه شي پيدا کیدلای، لیکوال چې په خپله لیکنه کې مطالب څنګه او په کوم ترتیب اوډي ممکن ژباړن يې په ټول هدف پوه نه شي، د هغه ځینې خاص اصطلاحات کیدای شي هغه د خاص وخت او خاص مکان لپاره کارولي وي چې ژباړن يې شونې ده درک نه شي کړای، دا ټول احتمالات چې په یوه ژباړه کې ځای کړې، نو بیا لوی واټن سره پيدا کوي چې په هيڅ ډول يې سره رانژدې کول ممکن نه دي.
څلورم دلیل دادی چې د ژباړونکو ترمنځ جالب فرقونه شته، تکړه مترجمین دي خو د اصطلاحاتو په ژباړه کې د ځمکې او اسمان فرق کوي. ځینې د بلې ژبې اصطلاحات داسې ترجمه کوي چې لوستونکی د هغه صلي متن چاپيریال ته نه بیايي بلکې د ژباړونکي محیط درباندې ګوري؛ نور بیا همدې اصل ته پام کوي چې د لیکوال لیکنه باید داسې ترجمه شي چې د هغه د چاپيریال خیال پکې وساتل شي څو لوستونکی د لوست مهال د هغه چاپيریال له ځان سره انځور کړي او هلته د هغه په سیمه کې په ګښت ورسره وتلی وي.
پنځمه خبره داده چې په یوه متن کې د الفاظو د ځای بدلون معنا ته حتمي تغییر ور کوي چې ښايي کله بیخي لوی توپير وي، دغه ټکی هم د ژباړوونکو ترمنځ باوري نه دی چې دوی به د ځای او مکان په بدلون سره د یوه لفظ کومه ترجمه انتخابوي؟ په دغه کار کې ممکن ځینې ژباړونکي له هغه اصلي مفهوم څخه لیرې ولاړ شي او هغه څه چې لیکوال يې غواړي ووايي دی يې بیخي سرچپه خبره وکړي چې د اصلي مطلب پر ګیډه تر ناستې وروسته به نو لوستونکی د هغه اصلي متن خوند ډېره ځنې وویني.
نتیجتن زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې ژباړه ځکه تر لیکنې سخت کار دی چې په لیکنه کې دې فکر خپل وي که تحقیقي لیکنه وي که طنزیه او که هره یوه، خپل قلم دې په خپل لاس کې دی چې په یوه عبارت دې خبره پر طبعه برابره نه شوه په پل يې ولیکه او لس واره يې ړنګه کړه بیا يې په مختلفو الفاظو ولیکه مګر په ژباړه کې ته یوه لار لرې چې پر همدې نرۍ لار دې تلل حتمي دي دا چې په ځغاسته پر ځې، پياده مزل کوې، په ګونډو پر تیرېږې او که پر څخېږې دا نو د ژباړن تر مسلکيتوب، پر دواړو ژبو مهارت، د متن دقیق فهم او احیتاط ته په کتو له یوه تر بله ډېر زیات توپير کوي.
بناء ژباړه د هر کس و ناکس کار نه دی، که د علمي متونو ترجمه کېږي نو له مسلکي کسانو ماسیوا که يې نور بازاري کسان کوي، تر دې دا ښه ده چې هغه کتاب او متن اصلا ترجمه نه شي. د خلکو خو به په ذهن کې وي چې دغه علمي کتاب نه دی ترجمه شوی یو تکړه ژباړن به پر پېښ شي او تر یوه حده به يې حق ور ادا کړي؛ دا کار هغه څوک کولای شي چې هم مسلکي وي، هم يې متن لوستی وي په جګېدل نه بلکې په ننوزي، پر دواړو ژبو د کمال تر اندازې مهارت ولري او د لیکوال له کلتور سره اشنا وي که اشنا نه وي نو هغه سخت ځایونه چې دی يې د مفهوم په اخیستلو کې شک لري، په دغو ځایونو کې د لیکوال له کلتور سره اشنا شي چې له هغه ځایه دقیقه معنا ورته پيدا کړي او اشتبا ونه کړي.
یوه خبره چې زه له ډېره ورته وخته ورته متوجې شوی یم هغه له ژباړې ژباړه ده؛ زما په اند دغه کار که ونه شي ډېر به ښه وي، ځکه د دويمې یا درېيمې ژباړې فاصله له اصلي متن سره زیاتېږي چې فرقونه يې له اصلي مطالبو سره حتمي دي او یو ډول له لیکوال سره خیانت دی، له دې امله چې هغه اصلي متن نه شته ممکن ژباړن په ځینو ځایونو کې تیروتی وي، د خپل چاپيریال تر دومره اغېز لاندې راغلی وي چې د لیکوال سبک يې نه وي رعایت کړی او هر څه يې د خپل کلتور په قالب کې اچولي وي چې له دې متنه ژباړه بیا له اصلي متن سره فاصلې ته لار جوړوي او هغه اصلي مفاهیم امکان لري چې په سم ډول يې حق ادا نه شي؛ یا د اصلي متن اصطلاحاتو ته په خپله ژبه کې مناسب اصطلاحات نه شي پيدا کولای چې د اصلي مفهوم په رسولو کې خنډونه ایجادوي. ما خو دغه ډول ژباړې لیدلې دي چې زیاتې تیروتنې پکې تر سترګو کېږي.
د قران کریم ژباړې همداسې ناخبره، بې مسلکه، پر ژبو مهارت نه لرونکو او د عربو له کلتوره پردیو کسانو کړې دي چې د خلکو يې د الله له کتابه خوا ور توره کړه. له قران کریمه د اختلاف یو لوی لامل دادی چې د قران له کلتور سره خلک اشنا نه دي، د هغه کارولې ژبه چې عرب څنګه او په کوم ځای کې کاروي دوی نه دې په خبر، پر خپل کلتور او ژبه يې قیاسوي چې ګڼې ستونزې ځنې پيدا شوې او دغه ابهام بیا له جهالت او ځايي عنعناتو او محلي کلتور سره لاس یو کړی دی او انسانانو ته يې دومره مشکلات ایجاد کړي دي چې تر دوو سپوږمو يې راوستلي دي.
یوه ډېره جالبه ژباړه چې اوس رواج شوې ده او بیخي زیاته هم ده هغه د سیاسیونو د کتابونو ژباړه ده چې هم لوستونکی خندوي او هم يې ژړوي. د ژړا ځای دادی چې مال پر مصرفېږي، د خلکو وخت نیسي او خلک فکر کوي چې اصل شی راته رسېدلی دی خو هغه له مصارفو سره ناسم شی له بده مرغه ورته رسیدلی وي. خندا بیا د ژباړونکي پر ژباړه سړي ته ور شي چې وه ملا وروره! روښانه متن دې سره پيچلی دی او یو داسې کروت دې تر جوړ کړی چې نه ولاکه اوس ستا خوښ شي او نه زما، که دې دومره د کتاب په متن سره نه خلاصیدای، له موضوع يې ناخبره وې، له کلتور او محیط سره دې هيڅ بلدتیا نه در لوده نو دې څه کاوه خو یو بل اسانه کتاب به دې انتخاب کړی وای؟ دغه بازاري ژباړې موږ ته په سرخوږي اوښتې دي او که سمې نقد نه شي او دغه لوی نومي ژباړونکي په سم ډول ونه ټکول شي نو بازار به دغه ناسمې ژباړې پر سر واخلي او له خلکو به د سمو و ناسمو ژباړو او کتابونو د انتخاب لار ورکه کړي هسې هم زموږ کهول نوی پر مطالعه راغلی دی او که دغسې بې لارۍ په دې میدان کې روانې وې نو ژر به خلک له کتابه او ژباړې تور زړي شي چې بیا راماتول به يې هم زیات زیار وغواړي او هم زیات وخت. د فن ماهرین باید لا تر زنې نه کښينې، په دې میدان کې د نقد دغه تشه باید ژر ډکه کړي او د بازار د خرابیدلو مخه ونیسي. موږ به خپل کار ته د دین په ساحه کې دوام ور کړو او د ژبې د ژبې ماهرین و پر ژباړه نظروال دې دغه میدان ته ور شي چې ډېره اړتیا يې محسوسېږي.
۲۰۲۰/سپټمبر/۱۴
زبیر افغان صاحب السلام علیکم
ټولی لیکنی دی لولم. ډیری عالی دی او ډیر ښه ښه موضوعات انتخابوی. د ژباړی ستونزی دی په دقت بیان کړی دی. خو د املا او انشا او د تنقیط د اصولو دی هیڅ ندی ویلی : املا لکه:
لختی(؟)، طبعه/ طبع ، زوق/ذوق، څخیږی/ څښیږی، اشتبا/ اشتباه، متوجی/ متوجه، کروت/ کورت- کُرت ….
لیک نښې ډیزې ضرور دی.