جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهلغمان: پر یوه کور د هوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې...

لغمان: پر یوه کور د هوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (چهارشنبه، د میزان ۹) د لغمان ولایت چارواکي وایي، چې د دې ولایت، الینګار ولسوالۍ قلعټک سیمه کې تېر ماخستن شاوخوا اته بجې په یوه کور د هوان مرمۍ لګیدلې ده.

د والي ویاند اسدالله دولت زی زیاتوي، چې په دې پېښه کې یوه مېرمن او دوه کوچنیان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي.

دولت زی زیاتوي، چې وژل شوي او
ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي او په خبره یې چې ټپیانو یې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدولي دي.

لامعلومه نه ده چې د هاوان دا مرمۍ له کومې لورې توغول شوې خو له دې وړاندې افغان چارواکو د دا ډول پېښو پړه پر وسله والو طالبانو ور اچولې.

بل لورته قومي مخور هم له همدې امله اندېښمن دي او وایي، ډېری وخت د افعان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړو کې عام ولس ته زیان رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب