دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزتاریخیووالی د بریالیتوب کیلي ده| جنرال دولت وزیري

یووالی د بریالیتوب کیلي ده| جنرال دولت وزیري

کله چې یو ملت په یووالي کې ژوند کوي ټولې برياوې او پرمختګونه د دوی په برخه وي. سقراط به ټینګار کاوه او ویل به يې:

«کوم ملتونه چې پر ځان مهربانه وي، تل په یووالي کې ژوند کوي او هغه ملتونه چې د بې اتفاقۍ له امله دویم ځل ټکرې خوري، هغوی ته جاهل ملتونه وايي.»

احمد شاه ابدالي افغانان سره یو کړل، آحمدشاه دراني او په پای کې احمدشاه بابا شو. اولادونو يې د خپل پلار لاره ونه نیوله په خپلو منځو کې د بې اتفاقیو له امله يې پایله د دوی او د ملت په تباهۍ پای ته ورسېده.

د امیر دوست محدخان د وروڼو او زامنو تر منځ بې اتفاقیو او جګړو هیواد عملا له خپلواکۍ او پرمختګ څخه محروم کړ.

دا بېلګې په نورو ملتونو کې هم شته، چې دوی ورڅخه د عبرت درس اخیستی او هڅه کوي هغه تېروتنې بیا تکرار نه کړي.

د ملت د یووالي په پایله کې وه چې امیر عبدالرحمن خان غښتلی مرکزي حکومت جوړ او په پای کې د اعلیحضرت امان الله خان په هڅو او د ټول ملت په سرښندنو هیواد د خپلواکۍ ستر ویاړ تر لاسه او د وخت ستر زبرځواک يې دې ته اړ کړ چې د هیواد خپلواکي په رسمیت وپیژني.

کله چې د هیواد یوه برخه عملا د ایران د صفوي واکمن له خوا اداره کیدله. صفوي واکمن د افغانستان د دې سیمې د کنترول او اداره کولو له پاره تر ټولو ظالم ځناور د ګرګین په نامه په کندهار کې د واکدار په توګه ونوماوه. ګرګین په خټه د جورجیا (ګرجستان) او عیسوی مذهبه و.

د جورجیا او د ایرانیانو تر منځ د يوې جګړې پر مهال ګرګین د ایرانیانو په لاس اسیر شو او د زندۍ کولو پرېکړه پرې وشوه. نوموړی د دې له پاره چې له زندۍ کولو ازاد شي د اسلام دین يې قبول او د ایران په شاهي پوځ کې شامل شو.

له مسلمانېدو وروسته نوم يې ورته شهنواز کېښود او د صفوي واکمنۍ له خوا په کندهار کې حاکم وټاکل شو.

دی له فطرته ډیر ظالم او له مسلمانانو يې ډیر بد راتلل. ده په کندهار کې ډیر ظلم پيل کړ. په خپل امر به يې مشران زندان ته اچول او وژل به يې. لوړې ماليې به يې ټولولې او د خلکو بې عزتي به يې کوله، ځکه په خپله ډیر بې عزته او کوچنی انسان و.

ګرګین په دې لړ کې میرویس خان هوتک چې د خپل ټبر ډیر منلی کس و او د ګرګین د ظالمانه چلند پر ضد يې مبارزه کوله، ایران ته لاس تړلی زنداني ولیږه. میرویس خان هوتکي چې ډیر هوښیار او د بشپړ تدبیر خاوند و، په ډیر احتیاط او د خپلې پوهې او تدبیر په زور په ایران کې د صفوي واکمنانو پاملرنه ځان ته را واړوله او د هغوی باور يې خپل کړ.

صفوي واکمن میرویس خان ته، حج ته د تللو اجازه ورکړه. میرویس خان حج ته لاړ او هلته په مکه شریفه کې يې په ډیر احتیاط او تدبیر د ګرګین پر ضد د اسلامي عالمانو فتوا واخیسته او بیرته کندهار ته راستون شو. په کندهار کې يې په ښکاره له ګرګین سره روغه وکړه، خو تر څنګ يې د ګرګین پر ضد د اسلامي عالمانو فتوا خپلو ملګرو او مشرانو ته وښودله او په دې ترتیب يې د ګرګین پر ضد د مشرانو موافقه تر لاسه کړه.

له دې سره د ګرګین له خوا د خلکو زورول، زنداني کول او وژلو د تير په څیر دوام درلود. د ده د ظلمونو له امله د میرویس خان د صبر کاسه نوره ډکه شوه، همغه و چې په یوه جوړه شوي ميلمستيا کې يې ګرګین او د هغه پلویان له تیغه تیر کړل او د هغوی په لباس کې يې پر نورو برید وکړ، ځینې يې ووژل او ځینې يې زندان ته واچول. په دې ترتیب يې هیواد د ګرګین له ظلمونو او د صفوي واکمنۍ څخه وژغوره. په پایله کې میرویس خان په ۱۷۰۹ میلادي کال د يوې افغاني لويې جرګې له خوا په کندهار کې پاچا اعلان او نوموړي په دې ترتیب د هوتکي دولت بنسټ کيښود.

په حقیقت کې دا ټولې بریاوي د میرویس خان د پوهې، بشپړ تدبیر او په ټوله کې د ملت د یووالي په پایله کې لاس ته راغلي. په دې توګه ملت د یوه ظالم ځناور له ظلمونو وژغورل شو او له دې سره میرویس خان میرویس نیکه شو.

څه ښه وايي:

که یو ځای وو، غښتلې به وو.

که یو ځای وو، ماتې نه خوړونکي به وو.

که یو ځای وو، هر څه به تر لاسه کولای شو.

که یو ځای وو، له یوه او بله به زده کړه کوو.

که یو ځای وو، نیکمرغه او بریالي به وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب