جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهراشدخان د هند د غوره لیګ د تېرې شپې د سیالۍ غوره...

راشدخان د هند د غوره لیګ د تېرې شپې د سیالۍ غوره لوبغاړی شو

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۸) د افغانستان د کرکټ نامتو ستوري راشد خان تېره شپه د حیدراباد سن رایزر لوبډله له ماتې وژغورله او لومړی بری یې ورپه برخه کړ.

راشدخان په دې سیالۍ کې د ډیلي کپیټلز درې مهم او لومړني لوبغالي په داسې حال کې وسوځول چې یوازې یې ۱۴ یعني ۳ اعشاریه ۵۰ منډې ورکړې. دا په دې مسابقې کې تر ټولو ډېر ویکټونه او تر ټولو لږ منډې وې.

راشد خان د ډیلي کیپیټلز ایس . دهوان، ایس ایس لیر او ار ار پانت سر په سر وسوځول.

راشد خان د دې سیالۍ، چې د حیدراباد سن رایزر لومړنی بری و، د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

سن رایزر د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۶۲ منډې کړې وې خو ډیلي کپیټلز په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ټولټال ۱۴۷ منډې وکړای شوې.

مبصران وايي چې دا مسابقه په صل کې راشد خان وګټله ځکه چې اصلي لوبغاړي یا بېټسمنان یې وسوځول.

راشدخان د مسابقې په پای کې وویل چې خپله مورکۍ یې یادېږي. د ده مور سږ کال وفات شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...