چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د افغان سولې په تړاو قطر ته سفر کړی

خلیلزاد: د افغان سولې په تړاو قطر ته سفر کړی

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغان سولې په اړه به دوحې او سیمې ته سفر کوي او د بین الافغاني خبرو په اړه به له شریکانو او متحدو هېوادونو سره غږېږي.

نوموړي دغه راز ویلي هڅه کوي د بین الافغاني خبرو ملاتړ ډېر کړي او تر څنګ یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اقتصادي او پرمختیايي مسایلو هم خبرې وکړي.

نوموړي ویلي دوحې ته ځي او هڅه کوي بین الافغاني خبرې ژر پایلې ته ورسېږي.

د خلیلزاد په وینا نړیواله ټولنه او افغانان بین الافغاني مذاکرات له نږدې څاري او ټول دا تمه لري چې په هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه شي، تاوتریخوالی کم شي او دایمي اوربند وشي.

خلیلزاد داسې مهال دوحې ته ځي چې د بین الافغاني خبرو له پیله تر دې دمه دواړه لوري د مذاکراتو پر تګلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب