پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د رحمان بابا په شعرونو کې فتوت

د رحمان بابا په شعرونو کې فتوت

څېړونکې: مرسل اميري

یوولسمه هجري پېړۍ د پښتو ادبیاتو د پرختیا اوپرمختګ لپاره یوه مناسبه پېړۍ وه. د پښتو ډېر لوی لیکوالان او شاعران په دې پېړۍ کې وزېږېدل او لوی شول، په پښتو یې اثار ولیکل شعرونه يې وویل. دپښتو ادبیاتو بڼ یې رنګين کړ. په دغه پېړۍ کې پښتانه شعرا د نورو ژبو لکه دري، عربي او هندي شاعرانو سره پاخه اړیکې درلودې او د هغوی د اثارو اغېزې  د دوی پر اثارو هم موجود وو.دلته و چې پښتنو شاعرانوهم دا هڅه کوله چې داسې اثار رامنځته کړي چې د سیمې له ادبي اثارو سره برابر وي. په دغو شعرانو کې یو هم عبدالرحمان مومند دی، چې پښتو ژبه او ادبیات یې له هم مهاله ژبو سره سیال کول غوښتل، ده ستر شخصیت داسې شاعري وکړه چې تر نن ورځې پورې شاعري يې ځان ته رقیب او سیال نه لري. رحمان بابا په خپل شعرونو کې د ژوند په هرې برخې بحث وکړ چې الهي میني څخه نیولی ، مجازي مینه او بیا انسان ، انسانیت، اخلاقیات او نور. چې زه هم غواړم د رحمان بابا په شعرونو کې د فتوت موضوع وڅېړم . په دغې څېړنيزې مقالې کې لومړی مې د رحمان بابا په ژوند خبرې کړي او د هغه شاعرانو شعرونه او  نظریات مې راوړي چې د رحمان بابا په اړه دي او ده ستر شخصیت ته یې بېلا بېل القاب ورکړي دي. بیامې  فتوت کلمه څېړلې او د دغې کلمې نور واړه عنوانونه چې مروت، عدالت، غفلت، ریا، غرور، سخاوت… دي وڅېړل او ورته مې د رحمان بابا له کلام څخه مې بېلګې راوړي دي، هیله ده چې دغه مقاله ستاسو د منلو وړ وګرځي او ستونزې يې راپه ګوته کړئ.

د رحمان بابا ژوند

د یولسمې پېړۍ په راپورته شوي شاعرانو کې یو هم عبدالرحمان مومند تېر شوی دی، چې پښتنو ورته له ډرې مینې څخه د بابا لقب ورکړی دی. رحمان بابا د یو ځانګړي سبک خاوند دی، د ده سبک د خپل زیاتو ځانګړتیاووله پلوه په ولس اوفرهنګي حلقوکې عالمګیرشهرت او محبوبیت وګټه، د دوولسمې، دیارلسمې او څلوارلسمې پېړۍ ډېرو شاعرانو په ده پسې اقتدا وکړه. پښتنو شاغرانو ده ته د لسان الغیب، سلطان الشعرا او واف( بلبل) لقبونه ورکړل.

عبدالرحمان د عبدالستار زوی په ( ۱۰۴۲ّهـ.ق) کال د پېښور په بهادر کلي کې زېږېدلی دی. رحمان بابا په قوم مومند په مومندو کې ابراهیم خیل او په ابراهیم خیلو کې وزیرو. نوموړی د خپل کلي څخه هزارخانې ته تللی و او بیا هلته دېره شو، لومړنۍ زده کړې یې له ملا یوسف یوسفزي څخه کړي وې، د نورو زده کړو لپاره یې هند ته سفرونه هم کړې وې چې ده د وخت مروج علوم زده کړل اوپرې ښه برلاسی و، چې پښتو ادبیاتو لمنه یې له رنګا رنګ ګلونو څخه ډکه کړه. دغه ستر شخصیت په عربي او فارسي ژبو ښه پوهېده او له هغه څخه یې هم د پښتو ادبیاتو په رنګا رنګۍ کې کار اخیسته. بلاخره دپښتو ژبې دغه لوی عالم په ( ۱۱۲۸هـ ق) کال هزارخانې کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او اخوند درویزه په هدیرې ( هزارخانه) کې خورو ته وسپارل شو. 

د رحمان بابا څخه د شعرونو یو ښکلی دیوان پاتې دی چې دغه دیوان په دوو دفترونو کې تنظیم شوی دی، چې په دغه دیوان کې غزلې، قصیده ډوله اوږدې غزلې، مخمس او مسبع ترسترګو کېږی. د رحمان بابا دیوان څو څو ځله د بېلا بېلو کسانو په اهتمام چاپ شوی دی. د استاد رشاد په وینا هغه دیوان چې په ( ۱۳۵۶هـ ق) کال کې چاپ شوی دی، په هغه کې د راغلو بیتونو شمېر( ۴۲۲۰) ته رسېږي، چې په هغه کې ( ۱۳) قصیدې، ( ۳۵۲) غزلې او (۲) مخمسه راغلي دي. او د بابا په خطي او چاپي دیوانونو کې تر ټولو زیات بیتونه لري. 

مخکې له دې چې د رحمان بابا په شعرونو کې  د فتوت( مېړانې، ځوانمردۍ) پرکلمې او نور خصوصیاتو بحث وکړم، د هغو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو نظریات راوړم چې د رحمان بابا په اړه یې ویلي دي او رحمان بابا یې په بېلابېلو لقبونو یاد کړی دی.

اشرف خان هجري وايي:

                                    خوږ زبان یې په زمان شکرې لونې

                                     هغه واف چې مستقر یې پېښور دی

یونس خیبری وايي:

                                  له رحمانه فیض یاب عبدالرحمان شو

                                 چې له دې سرایه په بل سرای مهمان شو

معزالله مومند وايي:

                                     د تمامې پښتونخوا له شاعرانو

                                      معزالله عبدالرحمان دی منتخب

ګل پاچا الفت وايي:

                                  خضر خپل عمربخښلی ستا اشعاروته رحمانه

                                  لکه سد د سکندر دی دی ستا د هر بیت وداني

پیر محمد کاکړ وايي:

                                 جوړ په شعرکې رحمان لسان الغیب دی

                                  په دا څېر نشته هرګز دانسان شعر

بېدل اشنغری د خپل یو بیت په ترڅ کې رحمان بابا ته د سلطان شعرا لقب ورکوي او وايي چې دلیل یې د رحمان بابا خپل شعرونه دي.

د سوات باباجي اخوند زاده بیا د رحمان بابا شعرونو ته دومره اخلاص درلود چې ویل یې که چېرې لمونځ پرته له عربي ژبې په بله ژبه کېده نو ما به د رحمان بابا په شعرونو کاوه.

سید رسول رسا وايي: لکه څنګه چې ایرنیان د حافظ په شعرونو باندې خپل فالونه ګوري، نوپښتانه يې د رحمان بابا په شعرونو کې ګوري او دیوان یې د هر پښتون په کور کې  لیدل کېږي، که څه هم لږ يې لولي؛ خو په یو اوچت ځای کې ایښی وي او ډېر ارزښت ورته ورکوي او بیتونه یې لا ډېر پښتانه د متلونو په څېر په خپلو خبرو کې کاروي، لکه دا بیتونه:

                                     چې الله درسره مل نه وي رحمانه

                                    که لښکرې درسره وي یک تنها یې

                                                    ***           

                                   کوهي مه کینه د بل سړي په لار کې

                                   چېرې ستا به د کوهي په غاړه لارشي

                                                    ***                                   

                                       لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

                                      که بهار راباندې راشي که خزان

 داسې نور ډېردرحمان بابا  شعرونه دي چې پښتانه یې په خپل ورځني چارو کې کاروي او خپل د خبرو د سقه والي، دروند والي او خوند لپاره ترې ګټه اخلي، چې د لته د موضوع د اوږد والي له امله له راوړلو څخه یې ډډه کوم.

د رحمان بابا د شاعرۍ ادبي ځانګړنې

کله چې رحمان بابا دیوان په دقیقه توګه وکتل شي، نو په هغه کې د الله سره مینه له ورایه ښکاري او هم د هغه له مخلوق سره دغه مینه رحمان بابا ساتلې ده. موږ ټولو ته د پند، عبرت، ننګ، غیرت، لوړهمت، قناعت، سخاوت، زیار، زحمت او ریاضت خبرې کوي؛ د یو مفکر انسان په څېر له تعصب، ځان غوښنتې، تنګ نظرۍ، کرکې او حسد  څخه د ځان ژغورنې درس راکوي. د اخلاقي او روحاني رنځونوعلاج راښيي، د دنیوي او اخروي نیکمرغۍ لارې چارې را په ګوته کوي. په وینا کې یې دومره کشش شته چې لوستونکي یې لوستلو ته اونا لوستونکي یې اورېدلو ته لېوال وي. صوفیان اوعارفان د رحمان بابا په شعرونو کې معنوي مینې وړانګې ګوري، عاشقا ن په کې د دنیوي مینې راز او نیاز ګوري، درد من په کې د نا قرار زړه قرار ګوري؛ ځکه نو هر څوک چې د رحمان بابا شعرونه لولي خپل د درد دوا یې بولي او داسې فکر کوي، چې دا شعرونه ځانګړي د ده لپاره ویل شوي دي او خپل د  ژوند انځور په کې ګوري .

په زیاتو ادبي څېړنو کې رحمان بابا یو صوفي، ملنګ او تارک دنیا له خلکواو ټولنیز ژوند ګوښه شوی انسان بلل شوی، خو کله چې د رحمان بابا د دیوان پاڼې را واړو د دغه ډول ادعا ګانو لپاره په کې داسې شواهد وینو چې موږ ته د بابا  ژورې ټولنیز اړیکې له خپل، خپلوانو، ټولنې، دوستانو، بې وزلو، دردمنو، خوا خوږواو داسې نورو سره راښيي؛ د ده راشه درشه له خلکو سره راښکاره کوي او داسې نور ډېر ټولنیز موضوعات تر سترګو کېږي چې دغه ډول ادعاګانې په کلکه ردوي.

د رحمان بابا سبک

ادبپوهانوغوره شعر لپاره څلور عامې ځانګړنې ښوولي دي:

۱ـ لوړ تخییل

۲ـ د خبرو زړه راښکون

۳ـ ساده ګي او رواني

۴ـ فصاحت او بلاغت

دغه ټول ځانګړنې د رحمان بابا په شعرونو کې تر سترګو کېږي. تر کومه چې د رحمان بابا په شعرونو کې خبرې د تخییل کېږي، نو د بابا کلام د دغه ادبي ارزښت څخه ډک دي، لکه:

                                        نورد شمعې په فانوس کله پټېږي

                                         تاچې واغوستې دخیال جامې نرۍ

رحمان بابا یوه خبره په داسې غوره او زړه پورې انداز کې کوي چې د هرلوستونکي او اورېدونکي  د زړه تل ته ننوځي، لکه:  

                                          د دنیا کارونه واړه غولول دي

                                      دا ګومان په هېچا مه کړه چې مې خپل دي

                                          نصیحت په ناصحانو اثر نه که

                                         د سړې اوسپنې  خوشې ټکول دي

د رحمان بابا په شعرونو کې ساده ګي او رواني د بل هر پښتون شاعراو ادیب په پرتله ډېره ځلېدلې ده او شعر ته یې ورته عام مقبولیت ورپه برخه کړی دی، لکه: 

                                           الهي د خپل حبیب له برکته

                                          دا ساده انشا رنګینه د رحمان کړه

د رحمان بابا شاعري د فصاحت او بلاغت  له ډېرو غورو ادبي بېلګو څخه برخمنه ده او همدې ځواک دا جرت ورکړی چې په زغرده اعلان وکړي.

                                             چې منکریې اعتراض کولی نه شي

                                             دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز

د یو شاعر یا لیکوال په اثر کې هر تکرار شوی اوډېر ځله راغلی مورد په ادبي لحاظ سبکي ارزښت نه لري. په سبکي لحاظ ادبي ارزښت د هغو مواردو وي، چې د هنري ښکلا په رامنځته کولوکې برخه اخلي او پرلوستونکي باندې اغېزه پرېباسي اودا هم د رحمان بابا د شعري سبک یو ځانګړنه ده.

رحمان بابا په خپل شعرونو کې هغه لغتونه راوړي چې په عامه پښتو کې کارول کېږي، لکه: یاد، فریاد، باد، فساد، ازاد، بنیاد… .

رحمان بابا په خپل دیوان کې له متلونو، محاورو او اصطلاحاتو څخه ډېر کاراخیستی.

د رحمان بابا د شعرونو جوړښت ډېر د پښتو د طبیعي جملو دجوړښت په څېر دی، لکه: 

                                    نبوت پرمحمد باندې تمام شه

                                     نشته پس له محمده انبیا

دلته په دویم بیت کې فعل د جملې سر ته راغلی چې دا کار ډېر ځله په پښتو کې د تاکید لپاره کېږي.

 رحمان بابا په خپل شعرونوکې ( هغه، دغه او دا) اشاري ضمایر ډېر کارولي دي، لکه: 

                                      دا ویل واړه د سود او د بهبود دي

                                      که باور په دا ویلو د رحمان کړې

                                   واړه په غوغا دي چې راغلي په وینا دي

                                   نه یې هغه وږي په قرار دي نه ماړه

                                    دا حجاب چې عام عالم یې حجاب بولي

                                    دا زما د یار تر میانه حجاب نه دی

رحمان بابا د ولس په ژبه شاعري کړې، په اسانه ژبه يې ځکه شاعري کړې چې ځان ولس ته نژدې کړي اوهغه پیغام رسول چې غواړي، د ولس په ژبه رسوي يې، په دې کار کې تر بل هر شاعر بریالی ښکاري، لکه:

                                                ښه ده ښه ده  دا دنیا

                                                چې توښه ده د عقبا

                                               مذمت د دنیا مه کړه

                                               واوره پند کړه دا وینا

                                                که دانا یې و پوهېږه

                                                 په روا په نا روا

 رحمان بابا د موسقۍ د پياوړتیا لپاره په خپل شعر کې د کلمو تکرار راوړي، او دغه د کلام تکرار بابا ډېر کړی، لکه:  

                                      تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروځي

                                       نه جاروځي تېر ساعت په بېرته بیا

                                       تېرساعت په مثال مړی د لحد دی

                                       مړ چا نه دی ژوندی کړی په ژړا

رحمان بابا په خپل شعرونو کې سجعې ته هم پاملرنه کړې ده، لکه: 

                                    که ظاهر دی که باطن دی که مابین دی

                                      له همه وو خبر دار دی 

  د رحمان بابا عرفاني او تصوفي افکار

د رحمان بابا د شاعرۍ ډېره برخه عرفان او تصوف په ارزښتناکو مرغلرورنګینه شوې ده او د یو ځانګړې عرفاني او تصوفي لارې خاوند دی. نوموړي د عرفان او تصوف پېچلي مسلې په ډېره اسانه، ساده او روانه؛ خو خوږه او رنګینه ژبه بیان کړي دي. هغه هېڅکله یوعارف او صوفي ته د بې عمله او تارک دنیا په سترګه نه دي کتلي، بلکې د یو با عمله صوفي  په نظر یې دنیا ته د انساني ژوند ننداره وړاندې کړې، د هغې ښېګڼې او بد ګڼې یې څرګند کړي دي. درحمان بابا په شعرونو کې عرفان او تصوف تر څنګ نورو مسایلو ته هم په ژوره توګه کتل شوي دي. د رحمان بابا عرفاني افکارو په اړه د پښتو ژبې ډېرو پوهانو خپل نظریات وړاندې کړي دي، چې دلته یو څو یې د بېلګې په توګه راخلو:

۱ـ اروښاد دوست محمد کامل مومند په خپل اثر ( رحمان بابا ) کې د رحمان بابا تصوف په اړه لیکلي دي: 

رحمان بابا لکه د ګردوصوفیانو د دې خبرې منونکی او تبلیغونکی و چې حقیقت ته د رسېدو لپاره په ځان قدم اېښودل، د نفسي خواهشاتو پرېښوول او د رسول الله ( ص) مکمله پيروي کول ضروري او لازمي دي. ټول صوفیان عبادت، ریاضت، مجاهده او نیکي کول او له بدو ځان ساتل د نفساني خواهشاتو پرېښوول او خپله خوښه د محبوب په خوښه کې ورکول ګڼي او تر څو چې دا ونه شي علم او عرفان حاصلېدل نا ممکن دي.

۲ـ حمزه شینواری د رحمان بابا د تصوفي کاملې عقیدې په اړه لیکلي دي: رحمان بابا خپلې کاملې عقیدې یو داسې آزاد او خوشال ژوند ته رسولی و چې دانسان مادي ذهنیتونه یې هډو تصورهم نشي کولای، لکه: 

                                      لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

                                      که بهار راباندې راشي که خزان

او د دې آزادۍ څخه چې کومه خوشالي او اطمینان پيدا کېږي، په اړه یې رحمان بابا وايي:

                                          د کاملې عقیدې له برکته

                                      د دوهۍ پرغاړه ناست شاه جهان یم

دا هم د رحمان بابا د تصوفي شعرونو څو نورې بېلګې:

                                        و اسمان ته لاس دعقل نه رسېږي

                                 دا خوعشق دی چې په عرش کرسي قدم ږدي

                                                        ***       

                                         چې د خدای له معرفته خبر نه دی

                                        هغه واړه که بیدار دي هم اوده دي

                          ***

                                      دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی

                                          د جملو مخلوقاتو پلار دی دا

                     ***

                                   معرفت دخدای څرګند دی په هرڅه کې

                                  سترګې وخوره چې دا هومره نظیر نه کا

عشق اومینه د رحمان بابا په شعرونو کې

 د رحمان بابا شاعرۍ بنسټ عشق او مینه ده، دی یو عاشق شاعر تېر شوی چې عشق د ټول جهان پلار ګڼي، لکه: 

                                    دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی

                                         د جملو مخلوقاتو پلار دی دا

نو ښايي همدا حقیقي مینې لامل به وي چې رحمان بابا خپل ځان هم له عشقه پرته بل هېڅ قوم او نژاد ته نه منسوبوي، لکه: 

                                       زه عاشق یم سروکار مې دی له عشقه

                                           نه خلیل، نه داودزی یم نه مهمند

رحمان بابا د عشق او مینې په باب له حسن او ښکلا له مقامه تېر شوی، دی عشق مرتبه لوړه ګڼي او وايي: 

                                      مرتبه که ستا د عشق شي ورڅرګنده

                                       ملایک په واړه وايي چې بشر وای

د رحمان بابا په شاعرۍ کې سر تر پايه مینه جلوه او ځلا کوي؛ خو د ده مینه د مادیاتو په دام کې نه  ده کښېوتې، بلکې هغه مینه ده چې انتها نه لري او هره خوا یې  وصل او فراق دواړه په زړه پورې وي اوښه لګي، یا په بله وینا د دې مینې په چاپېریال کې مادي تمایلات او شیطاني هوسونه لار نه لري. 

   د رحمان باباپه شعرونو کې فتوت( جوانمردی)

فتوت فرهنګ عمید داسې راپېژني: جوانی، جوانمردی، رحم، کرم، سخی، بزرګواری. 

فتوت یا جوانمردي دتصوفي مسلک یوه برخه ده، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې رواج و. دغه مسلک خلکو او ټولنې ته د خدمت کولو یوه بڼه ده، چې ځان ته ځانګړي اداب، اصطلاحات او بڼې لري چې ډېرد اسلام مقدس دين په اخلاقي نظام ټينګارکوي، یانې د بېوزلو لاس نیول او د ظالم له ظلم څخه مخنیوی فتوت دی.

فتوت عربي کلمه ده چې د ځوانۍ ، جوانمردي، سخي په ماناوو کارول کېږي. فتوت د عربي له( فتی) څخه مشتق شوې کلمه ده، چې د ځوان( جوان) په مانا ده او اصطلاح کې هغه چا ته ویل کېږي چې د روحي، جسمي او اخلاقي خواوو څخه لوی شوی وي. فتي په عربي کې هغه چاته ویل کېږي چې سخي او شجاع وي، که په سخاوت کې قرضدار او شجاعت کې مړ هم شي.  دغه د فتی کلمه په قران کې هم د ځوان په مانا ذکرشوې ده، چې د یوسف په سوره کې د حضرت یوسف (ع) لپاره چې ناوړو او بدو کارونو ته یې سر ټیټ نه کړ. د کهف په سوره کې اصحاب کهف ته ویل شوې چې بتانو ته یې سرونه یېټیټ نه کړل.

فتوت یانې مېړانه چې موخه ترې انساني شخصیت، انسانیت چې ښه خویونه جذب او بد یې حذب شوي وي.  په بل ځای کې فتوت داسې راپېژندل شوی: فتوت جوانمردی ( مېړانه)، سخاوت، لویوالی، شجاعت، مېلمه پالنه، ملګرتیا، زغم، د خلکوپالنه، دنورعیبونوپټول، اخلاص، زړه سوی، عدل، انصاف، بخښنه، همت، عفو، صبر، فداکاري، مهرباني، له پېوزلوڅخه ملاتړ، د ظالم په وړاندې مقامت او فتیانو سره مینه او علاقه درلودل، مروت، له بدۍ او ګناه څخه لرېوالی دی او صطلاح کې یو ټولنیز لړۍ دی چې موخه یې ښتوب او خلکو ته خدمت کول وي. 

خو داسلام په دین کې فتوت یو دیني مسلک په توګه وروسته له تصوف څخه په هر اسلامي هېواد کې ډېرپلویان لري، چې د اسلام دین اخلاقي خواوې ښکاره کوي؛ د اسلامي تصوف ترڅنګ درېږي او هغه پیاوړی کوي. څه چې الله (ج) د اخلاقو په اړه ویلي دي فتیان هغه خپل د مسلک سرلاری( سرمشق) ګڼي. دوی وايي ټول پيغمبران فتي ول خو ابراهیم ( ع) ابوالفتیان او حضرت محمد(ص) سیدالفتیان و. ابراهیم (ع) ته ځکه ابوالفتیان وايي چې هغه د زوی اسماعیل(ع) قرباني کول ومنل، خپل( ابراهیم ) د کفارو لخوا په اور کې اچولو په وخت کې له چا څخه مرسته ونه غوښته، د هغه مېلمه پالنه چې له یو کافرڅخه یې کاوه او هغه یې حق دین ته رابله اشاره کوي. د پيغمبرانو په ډله کې حضرت یوسف (ع) ته هم اشاره کوي چې د مصر دمېرمنو په دام کې کښېنوت او د هغوی ناوړې غوښتنې یې ونه مانه او سیدالفتیان حضرت محمد ( ص) ته ځکه وايي چې د هغه اخلاقي فضایل له حد او شمېر څخه وتلي، چې د تاریخ، تفسیر، سیرت او حدیث په کتابونو کې ذکرشوي دي. نو همدا لامل دی چې دېر اسلامي ډلو خپل مکتبونه د اسلامي شعریت، اساساتو او اخلاقیاتو په اساس بنا کړي دي. فتیانو هم خپل مسلک په همدې اساساتو پیل کړی دی.

فتوت هم د تصوف ترڅنګ ښه پرمختګ وکړاو پاملرنې وړشو، نو ویلی شو چې فتوت د تصوف اخلاقي او تربیوي څنګې ته لا ښه ځلا ورکړه چې د فتوت پرمختګ او ځلا ښه وخت ( ۵ـ۹) هجري پېړۍ وې چې بیا د کمرنګۍ وخت یې د تصوف کمرنګۍ سره هم مهاله ده.

څنګه چې تصوف په کلی بڼه له منځه نه دی تللی همداسې د فتوت مسلک هم لا تر اوسه جریان لري، اوس هم د فتوت اغېزې اوخیر غوښتنې مفکورې خلکو کې شته چې دغه مفکورې د ځينو وګړو، ډلو او یاهم د ټولنو لخوا ترسره کېږي. 

پخوا د فتوت مسلک ځایونه یو څه معلوم وو،لکه: خرسان، ماورالنهر،اناتولی( اوسنۍ ترکیه) ، دمشق، قاهره اوبغداد؛ خو اوس د نړۍ په هر ګوټ کې وګړي هڅه کوي چې دغه د خیرغوښتنې مفکورې پلي کړي. د تصوف مشرانو تل تصوف د خاص( ځانګړو وګړو ته) او فتوت یې عوامو ته ګڼل. ابن عربي متقعد و چې لومړي ځل لپاره ملامتیه فرقه فتوت ته داخل شوو.( ملامتیه هغه ډله وه چې تل به یې ایثار، بخښنه او سخاوت کوه، د نفس سره به یې مجادله کوله او په دې لارکې د چا له ملامتولو څخه نه ډارېدل).  پروفیسورهارتن وايي: فتیان وروسته له صوفیانو څخه نرم او ملایم مزاجه خلک وو.

فتیان په خپل مسلک( فتوت) کې د فتي لپاره دغه پنځه ځانګړنې حتمي ګڼي.

۱ـ په رښتینې بڼه توبه کول.

۲ـ دنیوي علاقې پرېښودل.

۳ـ د زړه او ژبې یوالی.

۴ـ په رښتیني بڼه دفتوت له مشرانو لاس نیوی کول.

۵ـ د نفساني خواهشاتو پرېښودل.

له دغو اصلي ځانګړنو سره نور فرعي ځانګړنې هم شته دي، لکه چې وايي فتي باید عاقل، بالغ او مسلمان وي؛  مروت، مېړانه، حیا او شجاعت باید ولري. 

فتوت د اسلام یوه برخه ده نو هغه څه چې اسلام باطلوي هغه فتوت هم باطلوي. فتیانو به هغه خلک چې: کاهن( د مصریانو، بابلیانواو یهودانو روحاني مشر)، فال لیدونکی، دغیبو ویونکی، په شراب روکدی، ډم، دلال، قصاب، جراج، ښکاري، دولتي مامور او داسې نور کسان به یې په خپل ډلې کې نه نیول او د دوی داخلېدل به یې ډلې ته عیب ګڼه.

هغه کسانو به چې د فتیانو په ډلې کې: شراب خوړل، زنا، لواطت، سخن چیني، دوه مخي، تکبر، ډارن، حسادت، کینه، دروغ، مخالف، خیانت، نامحروموته شهوتي نظر، عیب لټول، غیبت، تهمت، غلا، حرام خوړل او همداسې نور کول د فتیاتو له ډلې به یې ایستل. هرچا به چې دغه اصلي ا فرعي ځانګړنې درلودې او له موانعو څخه یې ډډه کاوه، نو د فتوتو مسلک ته به یې د داخلېدو حق پیدا کړ، دغه کس یا د فتوت مسلک دواطلب ته یې طالب یا صغیر ویل.  

هرچا په چې غوښتل دغه مسلک ته ورداخل شي لومړی به یې یو لیک استاد( مطلوب) ته یې لیکه او طالب به څلوښیت ورځې د استاد او درې نورو کسانو چې د ( فتوتوپير)، د عهد( موافقې) پلارچې موفقنامه یې لوسته او بل شد استاد چې د شد استاد دنده کمربند تړل طالب ته دی، چې طالب به  د دوی په خدمت کې و. وروسته له څلویښت ورځو څخه که د دغو کسانو رضایت یې حاصل کړ نوهله به یې دغه طالب ته فتوت دمسلک داخلېدو اجازه ورکړه او ورته به یې زوی( ابن) ویل خو دغه اجازه به د ځينو مراسموپه لړکې ورکول کېده چې دغه مراسم به په بېلابېلو عنوانو کې شرح کړو.

درې غوټې اچول( سه بند زدن) مراسم

وروسته له دې چې طالب قبلېده نو ځانګړي مراسم ورته نیول کېده او د فتوت مسلک ته د داخلېدو اجازه ورکول کېده په دغه مراسم کې شد استاد او مطلوب به مخ په قبلې کښېناسته او طالب هم بلې خوا به ارام او چپ له عهد پلار سره ناست به وو. له دود سره سم به مطلوب اوبه او مالګه به یې مجلس ته راوړ او یو څراغ به یې هم روښانه کړ، د مجلس خلکو ته به یې شیریني او حلوا ورکاه، بیا به د عهد پلار د قران یو آيت چې د عهد او ایمان په اړه به و، ویل او شد استاد به د طالب ملا ته یو کمربند تړه او درې غوټې به یې ورواچوه چې دغه کار ته به یې درې غوټې اچول یا سه بند زدن مراسم ویل. دوی خپل دغه کار ابراهیم (ع) ته منسوبوي او وايي کله چې ابراهیم (ع) کعبه جوړوه نو جبرایل(ع) هم د هغه ملا تړلې وه. نو موږ هم ځکه د طالب ملا تړو چې وروسته له دې څخه د خلکو خدمت ته ملا وتړي. دوی ځان ته ځانګړي جامې هم درلودې، یو په کې خوله یا عمامه وه چې د فتیانو مقام لپاره ځانګړی و. پرتوګ هم د فتیانو په منځ کې د پاکۍ نښه وه او ویل به یې چې پيغمبر(ص) حضرت علي ته شلوار( پرتوګ ) اغوستی دی.

کاس الفتوهّ

فتیانو د جامو اغوستلو او کمربند تړلوپه وخت اوبه او مالګه به یې یوه کاسه کې اچول او هغه به یې په طالب وخوروه، ورته به یې کاس الفتوهّ ویل چې موږ ورته مالګوبی وایو. دوی دا ځکه په طالب خوړل چې وروسته له دې څخه طالب د مالګې حق وپېژني او هغه ادا کړي، دوی خپل دغه کار هم حضرت رسول (ص) ته منسوبوه او دلیل یې دا راوړه چې د جاهلیت په وخت کې ابوجهل د یوې ډلې مشر و چې ځان ته یې جوانمرد( مېړني ) ویل او څوک چې به د دوی ډلې ته داخلېدل نو د شراب څښلو اجازه یې هم درلود. په هغه وخت کې پيغمبر(ص) ځوان و نو څلوېښت ځوانان ده ته راغلل او د کاس الفتوهّ څښلو غوښتنه یې ترې وکړه ، هغه وویل زموږ تر منځ دې شراب نه وي او مالګوبی یې وڅښه، دلته و چې د شرابو نه څښل ابو جهل ته غوسه راوسته او له څلوېښت تنو سره راغی چې پيغمبر(ص) ووهي خو دغه څلوېښت تنو له هغه څلوېښت تنو څخه وهل وخوړل او بېرته لاړل.         

دلته موچې په فتوت یا مېړانې دومره بحث وکړ موخه دا وه چې باید لومړی د دغې کلمې په مانا او مفهوم ښه پوه شواو وروسته بیا د رحمان بابا په کلام کې فتوت په عنوان خبرې وکړو، څنګه چې وپوهېدو فتوت د ژوند ښېرازۍ ته وايي خلکوته خدمت، مرسته، ښتوب ته وایي او ادبیات هم د ژوند هنداره ده نو هر هغه څه چې انساني ژوند او چپریال پورې اړه ولري نو هغه په ادبیاتو هم اغېزه کوي ، هغه که په نظم وي یا نثر کې، فتوت په عربي، ترکي، پښتو او درې ادبیاتو ډېره اغېزه کړې ده او لوی لوی درسونه په کې پراته دي، اوس به د فتوتو په هغه درسونو پیل وکړو چې د رحمان بابا په کلام کې پراته دي.

۱ـ مروت  

مروت له ( مرد) څخه اخیستل شوې ده مرد د ( سړي) په مانا ده. مردی، مردانه ګی يانې سړی سړیتوب چې موخه ترې انسان اوانسانیت دی. مروت انساني ادابو له جملې څخه یو ادب دی چې انسان ښه عادات او اخلاقو ته هڅوي، روحي او رواني حالت دی چې نیکۍ ته ډېر لېوال او له بدۍ څخه بېزاردی. مروت انسان له خطا او ګناه څخه ژغوري په همدې دلایلو مروت په اسلام کې هم له ځانګړي ځای څخه برخمن دی، حتی تردې کچه چې هېڅ انسان د داسې کار کولو حق نه لري چې د بل انسان مروت( مېړانه)  تر پخو لاندې شي، نو که څوک داسې یو کار کوي هغه د خدای (ج) نه بلکې د شیطان پیروي کوي. مروت هغه باارزښته اخلاقي صفت دی، چې د ټولنې هر وګړی یې باید ولري. اصلي ريښه یې له ګناه ، بدۍ او خطاوو څخه لرېوالی، د ژوند په ټولو اړخونو کې تعادل، د مصیبتونو په وخت کې له صبراو زغم څخه کار اخیستل دی.رحمان بابا د مردي یا مروت په اړه وايي: 

                                 ښه توښه مې نه شي په تش ډاډ دکوروکلي

                                مرد  بویه چې واخلي د غم پېټی له غمګینه

۲ـ سخاوت 

سخاوت د سخي، بخښنه او ورکړې په ماناوو راغلی چې په وړاندې یې بخل صفت راځي. بخښونکي کس ته سخي وايي. د دین له نظره سخي هغه څوک دی چې د محتاج  احتیاج پرته د هغه له غوښتنې څخه پوره کړي. سخاوت هرهغه څه چې یو انسان یې لري مادي وي که معنوي، مال وي که ځواک د نور د ضرورت په وخت هغوی ته ورکول یې سخاوت دی. په قران کریم کې سخاوت په اړه ډېر ایتونه راغلي دي او پرې ټينګارشوی. په یو ځای کې الله تعال فرمایلي دي،[ مثل الذین ینفقون اموالهم فی سبیل الله کمثل حبهّ انبتت سبع سنابل في کل سنبلهّ مایهّ حبهّ والله یضاعف لمن یشاء الله واسع علیم ] ( بقره: ۲۶۱). « هغه کسان چې خپل شتمني د الله (ج) په لار کې مصروفوي هغه دانې ته ورته دي چې ترې اوو ښاخ راوځي، او په هر ښاخ کې سل نورې دانې وي او خدای(ج) هرچا ته چې وغواړي دا څو برابره کوي، خدای(ج) په هرڅه قادر او نعمت یې پراخه ده او له هرڅه څخه خبر دی.»

همداسې پیغمبر(ص)، اصحابو او د دین لویانو سخاوت په فضایلو ډېرسپارښتنې کړي دي. سخاوت یوازې په مال کې نه دی هر معنوي او مادي څيز، هغه که  یوه مسکا هم وي کېدای شي. سخاوت په علم او هنر، قدرت او ځواک، خیرغوښتنې، مال او همداسې نورو شانو کې. همدا دی چې سخاوت د ټولنې په سمون کې ستره ونډه لري، د خلکو تر منځ دوستي، وحدت، یوالی او صمیمیت او په مال کې برکت رامنځته کوي. داسې په زرګونه نورې ګټې لري. رحمان بابا د سخاوت په اړه داسې وایي: 

                                            د حاتم په څېر د ستايي

                                            خطاب به درکا د سخا

                                       سخي هر یو د خدای دوست دی

                                                 ولو کان فاسقا

په بل ځای کې وايي:

                                  که یوه دانه د اوږي په لاس ورکړې

                                    هم دغه به دې توښه شي د عقبا

                                 که یوه څاڅکي اوبه تږي لره ورکړې

                                   د دوزخ اوستا میان به شي دریا

          ***

                                     خزانه په سخاوت سره زیاتېږي

                                   د کوهي اوبه چې اوباسې بسیارشي

همدارنګه بخل چې د سخا په وړاندې واقع دی، رحمان بابا یې په اړه وايي: 

                                           هر بخیل د خدای ښمن دی

                                                  ولو کان زاهدا

۳ـ عدالت

 عدالت په لغت کې نظم، ترتیب او ادب مراعاتول او ساتلو ته ویل کېږي،  انصاف درلول، هرڅه په خپل ځای کې ایښودل، د افراط او تفریط ترمنځ متوسط حد، په مسویانه بڼه وېش په ماناوو هم کارول کېږي. عدالت یا دعدل اصطلاح د قانون په مانا ده، یانې قانون پلي کولو ته عدالت وايي؛ د هر سړي یا هرې ټولنې حقوق پرځای کول او هغوی ته خپل مشروع حق ورکول او په حقوقو یې تېری نه کولو ته عدالت وايی. د عدالت په اړه رحمان بابا داسې وايي: 

                                             که بلنده مرتبه د چا په کاروي

                                             لوی مقام دی عدالت په دا دنیا

او یا هم دابیت:

                                       که څوک تله د انصاف په لاس کښې درکا

                                            خپل ټټو د بل اس به برابر کړې

                                           تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه

                                          چې له حقه و باطل و ته ګزر کړې

                                                             ***

                                       منصفانو لره بویه چې انصاف کړي

                                       نه چې نغوته کړي د حرص او دهوا

                                        چې نیکي بدي په تله کښې تلل شي

                                         خود په خپله تله واخله عدالت کړه

۴ـ عزت

عزت په لغت  سرلوړی اوسېدل، ګرامي کېدل، درناوی، ګرانښت، احترام او شرف ته وايي. د عزت په اړه رحمان بابا داسې وايي:

                                         چې عزت حرمت یې نه وي په جهان کې

                                             هغه هسې ژوندون وسوځه په اور

                                          بې عزت سړی به خوښ د هېچا نه وي

                                            مګر هسې بې عزت وي ځيني نور

بل ځای کې وايي:

                                              چې له ابه له حرمته سره نه وي

                                           خدای ورمه کړه وچا هسې سیم و زر

     *** 

                                         مړ بهتر دی ترهغه چې څوک بې پت شي

                                        په یارۍ کې دې څوک نه کا خدای بې پته

    ۵ـ ریا

ریا د تظاهر، دوه مخي، ځان په په نیکو ښودل د حقیقت په خلاف، منافقت او داسې نور په ماناوو کارول کېږي. ریا خلکو ته د ځان ښودلو په موخه ښه کار ترسره کړي، چې د خلکو ترمنځ اعتبار، مقام، منزلت او پوخوالی ومومي، که چېرې یو ښه کار کوي یا عبادت کوي د دې لپاره  چې خلک هغه وستایي او هغه ته د نیک انسان په سترګه وګوري. ریا اخلاقي فضایل له منځه وړي او د انسان په ځان، زړه او روح کې د بدیو بوټي کري او انسان له رښتینوالي څخه لرې کوي. ریا د شیطان له مهمومو توکو څخه د انسان په بې لارۍ کې دی. ریا کار درې نښې لري: 

۱ـ کله چې عبادت کوي او خلک یې وګوري نو د خوښۍ او پياوړتیا احساس کوي.

۲ـ کله چې عبادت کوي خلک یې ونه ګوري نو خپه وي اود ستړيا احساس کوي.

۳ ـ د ریا کار سړي خوښېږي چي په کارونو کې د نور خلکو لخوا وستایل شي.

یوه مهمه خبره دا هم ده، چې په ځيني ځایونو کې چې تولنیز کارونه وي او اړتیا دا وي چې د ډېرو وګړو لخوا ترسره شي نو دلته دا کار ریا نه دی او برعکس اجر هم لري. د ریا په وړاندې د اخلاص صفت واقع شوی .د ریا په اړه رحمان بابا وايي: 

                                                  عبادت دې په ریا شه

                                                 په مذهب کې بې مذهبه

                                                  ***

                                                   دنیا بده د هغو ده

                                                چې کسب وي د ریا

                ***

                                            حق باطل کا، باطل حق کا

                                                په سبب د رو ریا

او یا هم دابیت

                                      د ریا خرقه یې خدای مهه کړه په غاړه

                                          رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی

۶ـ غفلت

غفلت د هېرېدل، هېرول، بې خبره پاتې کېدل، ناپوهي، نا داني، بې پروايي  په ماناوو دی یا دا چې د انسان په زړه او سترګو پرده وي او له یو حقیقت څخه بې خبره پاتې شي. غفلت یانې له خدای(ج)، د خدای(ج) له اینوتو، له اخرت، له هرهغه څه څخه چې انسان د کمال مرتبې ته رسوي لرې وي. همدا چې انسان خپل اصالت هېر کړي، خدای(ج) یاد نه کړي، د هغه د نعمتونو شکر پرځای نه کړي غفلت دی. په قران کریم کې الله تعال د غفلت له عواملو څخه یو هم دا ښودلی چې انسانان مادي او فني نړۍ حقیقي ګڼي چې په زغرده اشاره یې اولاد او مال ته کړې ده. یانې هرکله انسان په خپل مال او اولاد کې مصروف شي نو له حقیقي نړۍ څخه غافل کېږي. بل لامل یې  پرانسان د شیطان غالبېدل ښودلی شوی دی.رحمان بابا د غفلت په اړه داسې وايي:

                                                   د غفلت له خوبه پاڅه

                                                  څو به اوسې خواب الود

                                                   مقید او مشغول اوسه

                                                     په دعا او په درود

اویا هم دا بیتونه:

                                         په شتاب شتاب دې تله دي که پوهېږې

                                          غافل مه شه د دې عمر له شتابه

                                          دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

                                          پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه

                                                            *** 

                                        که دې ډېر عمرپه کاردی غفلت مه کړه

                                          په ویده باندې سل کاله یو زمان شي

                                          د غفلت بنیاد د اوښکو په موج خېژي

                                            یوڅڅویکې خواب الود لره طوفان شي

۷ـ خیراوشر 

د خیر و شر په اړه رحمان بابا وايي:

                                         ناکرده سودونه ډېر دي په جهان کې

                                        سود هغه وي چې د خیر وي نه د شر

۸ـ قناعت

د قناعت په اړه رحمان بابا وايي: 

                                           هغو بیا موند سعادت په دا دنیا

                                          چې یې وکړ قناعت په دا دنیا

اویا هم دابیت

                                      چې کیمیا د قناعت یې په لاس کښېوځي

                                         د شړيه په خرقه کې پادشاهان شي

                                                         ***

                                          لوږه تنده نشته د قانع په قناعت کې

                                          دا کیمیا چې زده په خرقه کې امراوي

۹ـ د دنیا بې وفايي

د دنیا بې وفايي په اړه رحمان بابا وايي: 

                                                    دا دنیا ده بې وفا

                                                     بې وفا ده بې بقا

                                                          ***

                                             په دنیا کې خوب هغه کا چې نادان وي

                                          هغه ژوي چې هوښیار وي څه به خوب کا

                                         کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کې

                                          هغه څوک چې طلبګار وي څه به خوب کا

                                                             *** 

                                               چې امید په امارت د دې جهان کا

                                                 لکه کرښه د اوبو هسې نشان کا

                                                د اوبو په مخ د کرښې بقا نشته

                                             په نابود باندې ناحق د بود ګومان کا

                                                             ***

                                              په یوه ګړۍ بهار وي بیا خزان شي

                                                  بقا نه لري بهار د دې دنیا

۱۰ـ د وخت ارزښت

 د وخت ارزښت په اړه رحمان بابا داسې وايي: 

                                                تر ورخ تېراوبه بېرته نه جاروځي

                                               نه جارو وځي تېر ساعت په بېرته بیا

اویا هم دا بیت

                                          که مقصود لرې تلوار کړه وخت کوتاه دی

                                                 غره مه شه د دې عمر په بقا

۱۱ـ غرور

د غرور او خود بینۍ په اړه رحمان بابا وايي: 

                                           که خودبین وي ته به یې څه کوې رحمانه

                                               د خودبینو سزا  خپله خودي بس کا

                                                                 ***

                                           هره نخښه چې صحیح ګڼي په زړه کې

                                              په غرور په دغه نخښه کړې خطا

یا هم دا بیتونه

                                             سرهوا سرهوا مه ځه و اسمان ته

                                              ته په اصل کې له ځمکې یې پيدا

                                                             ***

                                                له لويۍ له سرکشۍ زما توبه ده

                                           خدای څوک مه کړه د اسمان په څيرنسکور

                                                                  ***

                                                په لویۍ کې نور څه نشته له زواله

                                              هلکان د هلک توب په سبب لوی شي

۱۲ـ اخلاص

د اخلاص په اړه رحمان بابا وايي:

                                              څه عجب بلند مقام دی د اخلاص

                                             چې جهان واړه غلام دی د اخلاص

یا هم دابیتونه

                                          که له ځمکې و اسمان ته خاته ګران دی

                                                 دا سفر په یوه ګام دی د اخلاص

                                                                  ***

                                              بې اخلاصه د اسلام حلاوت نشته

                                             که اسلام دی خو اسلام دی د اخلاص

                                                               ***

                                             پس له مرګه به دا مهر و اخلاص نه وي

                                            که اخلاص کړې نن هنګام دی د اخلاص

۱۳ـ ظلم او ستم

رحمان بابا د ظلم او ستم په اړه وايي: 

                                                که دې وېره شي له ظلمه له ستمه

                                                ته هم مه کړه په هېچا باندې ستم

 اویا هم وايي:

                                                په آزار دچا راضي مه شه رحمانه!

                                               که خلاصي په قیامت غواړې له عذابه

                                                                  ***

                                                ادم زاد په معنی واړه یو صورت دی

                                               هر چې بل ازاروي هغه ازار شي

۱۴ـ مهربان

د رحم او مهربانۍ په اړه رحمان بابا وايي: 

                                                    که امید لرې له رحمه له کرمه

                                                   ستا هم بویه په هر چا باندې کرم

۱۵ـ اسراف

د اسراف په اړه رحمان بابا وايي:

                                                  ټوک روټۍ یوه شړۍ درلره بس ده

                                                  نور همه واړه اسراف دی مسلم

۱۶ـ د سولې او نفاق

ر حمان بابا د سولې او نفاق په اړه داسې وايي: 

                                                 خدای امان راکړه له هسې زنده ګې

                                                    چې ته بد وايې له بله بل له تا

                                              زهر ښه وي چې په صلح او صلاح وي

                                                    نه شکرې په فتنه او په غوغا

   رحمان بابا خپل د شعر او شاعرۍ له مخې خپل د وخت یوداسې شاعر دی چې  هر اړخیز شخصت لري. د ده شعرونه د پيغام له مخې یوازې یو قوم لپاره نه بلکې ټولو خلکو او ټولو انسانو لپاره دي. دی خپل د شعرونو په مرسته انسانو ته د ژوند د مینې خوند ښودلی، ځکه نو د ده دشاعرۍ مینوال یوازې پښتانه نه، بلکې د نړۍ ډېر خلک دي. رحمان بابا یوازې د تصوف او الهي مینې شاعري نه ده کړې ، ده د ژوند په هرې برخې شاعري کړې او پرې ښه برلاسی هم دی. رحمان بابا ته متصوف شاعر هم وايي او دی په تصوف کې پوخ لاس لري په الهي مینې کې یې ډېرشعرونه ویلي. د ده د شاعرۍ یوه ښه ځانګړه دا ده چې متصوفین ترې د الهي مینې خوند اخلي او عوام ترې خپل ورځني چارو مجازي مینې خوند اخلي، لکه چې وايي: 

                                              لاس د عقل و اسمان ته نه رسېږي

                                       دا خو عشق دی چې په عرش کرسي قدم ږدي

یا وايي 

                                             که چا لار د عاشقۍ وي ورکه کړې

                                               زه رحمان د ګمراهانو رهنما یم

رحمان بابا  د تصوف، عشق او عاشقۍ ترڅنګ د ژوند  د کتاب هېڅ یوه پاڼه  ترې نه ده پاتې شوې، په هر اړخ يې سترګې غړولي او خواږه ترخه یې په ګوته کړي. بدۍ یې غندلي او په خوبۍ یې ټينګار کړی. د ده کلام له حرص، کینې او بغض څخه خلاص، له اخلاص څخه ډک دی، لکه چې وايي: 

                                           د رحمان کلام په دا سبب شیرین دی

                                            چې یې هر کلام کلام دی د اخلاص

رحمان بابا په شعرونو کې ټولنیزاو اخلاقي پېښو ته هم په زغرده اشاره شوې چې دهغه د ژوند د تجربو، د اسلامي پوهې، مینې او خلکو سره د خواخوږۍ ښکارندوي کوي.تل یې په خپل شعرونو کې خلک د انسان دوستۍ لپاره هڅولي او دا کوښښ يې کړی چې انسان یو بل ته مهربانه وي او له خپل هم نوع سره مرسته وکړي لکه چې وايي: 

                                              که بل بد کاندي ته ښه ورسره وکړه

                                            هریو نخل چې مېوه لري سنګسارشي

یا هم دا بیتونه:

                                            کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي

                                         اغزي مه کره په پښو کښې به دې ښارشي

                                            ته چې بل په غشو اولې هسې پوه شه

                                           چې هم دا غشي به ستا په لور ګزارشي

لکه څنګه چې مخکې مو اشاره وکړه رحمان د ژوند  په هر اړخ شعرونه ويلي نو دا د دې ښکارندوي کوي چې بابا په ټولنې کې اوسېده د خلکو په ستونزو ښه خبر، هڅه یې کوه چې دغه ستونزو ته د حل لاره وړاندې کړي. دلته هغه نظرردېږي  چې ځيني خلکو ویل رحمان بابا صوفي او تارک دنیا شاعرو، ځکه که هغه تارک دنیا و نو دومره د ټولنې له منځه خبر څنګه و او دومره ټولنیز شاعري به یې نه کوله. زه هم د رحمان بابا په هغه بیت خپلې موضوع ته د پای ټکی اږدم چې په کلي ډول د بابا په ټولنې کې داوسېدو او د دې نظریې د ردېدو ښکارندويي کوي بابا وايي:

                                           هغه زړه به له طوفانه په امان وي

                                         چې کشتۍ غوندې د خلقو بار برداروي

ماخذونه

۱ـ خلیل، حنیف.( ۱۳۸۴ل). د رحمان بابا کلیات، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۲ـ عمید، حسن.( ۱۳۸۷). فرهنګ عمید، تهران: چاپخانه سپهر.

۳ـ مشواڼی، عبدالقیوم زاهد.( ۱۳۹۱هـ ش). زاهد پښتو ـ پښتوسیند، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ـ هوتک، محمد.( ۱۳۳۹هـ ش). پټه خزانه، د دارالتالیف ریاست: د پوهنې وزارت.

۵ـ هېواد مل، زلمی.( ۱۳۷۹). د پښتو ادبیاتوتاریخ( لومړی توک)، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ـ  (؟).( ۱۹۹۹ع). رحمن پوهنه( دویم ټوک)، پېښور رحمن ادبي جرګه.

۷ـ ساپۍ، عادله، ( ؟). رحمان بابا او د سبک پيران، کابل: درسۍ لکچرنوټ.

۸ـ انټرنټي سایټونه. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب