یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد بې پولې خبریالانو ټولنې د ۲ بې درکه شویو خبریالانو د...

د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۲ بې درکه شویو خبریالانو د خلاصون غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۰ مه) د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، د خبریالانو د کورنۍ دوه غړي په افغانستان کې نیول شوي او بې درکه کړای شوي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، ویلي؛ ادعا کېږي چې د صبح کابل نشریې خبریال علي اکبر خیرخواه او د ګردېزغږ راډیو ريیس جمال الدین دلدار د مې په ۲۴ مه په کابل کې بې درکه شوي دي.

د خیرخواه کورنۍ ویلي چې نوموړی د کابل میرویس مېنې (کوټه سنګي) ته تللی و چې راپور جوړ کړي او همداراز په پوهنتون کې درس ته لاړ شي خو بیا یې څرک ونه لګېد.

د خیرخواه مور او ورور شک لري چې نوموړی به طالبانو نیولی وي خو طالبان وايي چې دوی نه دی نیولی.

د پکتیا د ګردېزغږ راډیو د ريیس ښاغلي دلدار کورنۍ وايي چې نوموړی د مې په ۲۴ مه نېټه د اسلامي امارت د وسله والو کسانو له لوري ونیول شو، خو د توقیف په دلیل یې نه پوهیږي. د ګردېزغږ راډیو یو بل غړی اسلام الدین سنجر هم وايي چې دلدار د طالبانو په توقیف کې دی.

دې راډیو په یوه بیان کې، چې پرون (د مې ۳۰ مه) یې پر فیسبوک خپور کړی دی، ویلي چې «جمال الدین دلدار له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د رسنیو د غږ چوپول د نورو قوانینو خلاف دی. دی باید ژر تر ژره خوشي کړای شي.»

یو بل لیکوال عمادالدین دوران هم بې درکه دی.

د دروان د نیونې په اړه هم طالبانو څه نه د ي ویلي خو طالبان عموماً هغه کسان هم نیسي چې په ټولنیزو رسنیو کې د دوی پر افراطي کارونو نیوکه وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، چې د امنیت او نظم مسوولیت په غاړه لري، ویلي چې د بې درکه شویو خبریالانو او لیکوالو د قضیو په اړه به څېړنې وکړي.

 د دغه وزارت ویندوی عبدالنافع ټکور وویل:«د بې درکه شویو ژورنالیستانو قضیه همدااوس تر پلټنې لاندې ده، کله چې تحقیقات بشپړ شول، موږ به یې له تاسو سره شریک کړو.»

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د ژورنالیستانو د نیونو، وهلو- ټکولو او بې درکه کولو راپورونه ورکول کېږي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې پر اساس، د تېر کال د اګست له ۱۵، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، تراوسه ۱۰۰۰ افغان خبریالان له افغانستانه نورو هیوادونو ته تښتېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب