شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهسولې ته د پاکستاني طالبانو د هڅولو لپاره قبایلي جرګه کابل ته...

سولې ته د پاکستاني طالبانو د هڅولو لپاره قبایلي جرګه کابل ته راځي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۰ مه) په داسې حال کې چې ویل کېږي د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره په کابل کې د پاکستاني طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی، پاکستاني چارواکو یوه قبایلي جرګه هڅولې چې کابل ته راشي او د پاکستاني طالبانو تحریک پخلاینې ته نور هم وهڅوي.

نیوز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا ۵۰ کسیزه جرګه به نن او یا هم سبا (چهارشنبه) په الوتکه کې کابل ته لاړه شي.

ورځپاڼې ته د جرګې غړیو ویلي چې دوی به د ټي ټي پي له مشرانو سره خبرې وکړي او پخلاینې ته به یې وهڅوي.

د ورځپاڼې له مخې، پخوانی سناتور مولانا صالح شاه د جرګې مشري په غاړه لري. په دې جرګه کې د جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، اورکزو، کورمې، خیبر، مومند او باجوړ د اوو سیمو (پخوا دا ۷ قبایلي ایجنسۍ وې) او همداراز ملاکنډ استازي شامل دي.

نیوز ورځپاڼه وايي چې د جرګې غړیو تراوسه پورې د پاکستان له امنیتي چارواکو سره دوې غونډې کړي دي. دوی پېښور ته بلل شوي وو او پاکستاني چارواکو ته یې له ټي ټي پي سره د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکړي وو.

د جرګې غړیو ویلي چې دوی له پاکستاني طالبانو غواړي چې وسله پر مځکه کښېږدي، خپلو کورونو ته راستانه شي او په پاکستان کې سوله ییز ژوند وکړي.

دوی د پاکستاني طالبانو د شرطونو په اړه څه ونه ویل.

پاکستاني طالبان له قبایلي سیمو د پاکستاني پوځ د وتلو، له خیبرپښتونخوا ایالت څخه د قبایلي سیمو د جلا کولو او شرعي نظام د نافذدو غوښتنه کوي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې په افغانستان کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

 په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب له څو اوونیو راهیسې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي چارواکي له پاکستاني طالبانو سره په خبرو بوخت دي. د دغو خبرو په نتیجه کې لومړی د اختر په شپو ورخو کېژ اوربند وشو او وروسته تر نامعلومې مودې پورې اوږد کړای شو. اوس داسې راپورونه هم شته چې دواړو خواوو د اوربند پر دوام او د راتلونکې جون په نیمايي کې د خبرو د بل پړاو پر پیلولو سلا کړې ده.

د دوی وروستۍ خبرې د روانې اوونۍ په پای کې په کابل کې پای ته ورسېدې.

1 COMMENT

  1. د پآکستان حکومت او طالبان سولی لپاره کینول کچیری د افغانستان په ګټه وی نو ښه کار دی کچیری موږ دا کار دلته د ښه نیت لپاره او د پردی تر شاه د پاکستان دولت نړی دا ښودنه کوی چی طالبانو نوی نظام د نړی له ټولو هیوادونو د جنګی ډلی سره اړیکی لری نو دا داسی معنا لری پآکستان هم خپل دښمن سولی ته حاضری او هم نړی په وړاندی د افغانستان د نوی نظام د ړنګولو لپآره پلان جوړوی او بل طرف د امریکا استازی په انقره او تاجکستان کی د جبهی مقاوت له چارواکو سره ناسته کوی کچیری د سولی لپاره وی نو ښه کار دی کچیری غواړی چی دلته بیا د جنګی ډلو ملاتړ کوی نو دادی معنا لری چی امریکا غواړی د پاکستان په واسطه زموږ او تاجکستان ترمینځ د نوی جګړی باب پرانستل وی او غواړی ددی له لاری د روسیی او امریکا د جنګی مرکز دوباره وګرځول شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب