جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ځنګلونه د نړۍ ښکلا ده، دا ښکلاوې مه وژنئ

ځنګلونه د نړۍ ښکلا ده، دا ښکلاوې مه وژنئ

محمد مبین هڅاند

ځنګل د لاتینې ژبې د (Silva، Forest) الفاظو څخه اخیستل شوی دی، چې د ځمکې په سر د ونو ، بوټو یا واښو یوه ځای یا یوې خاصې سیمې باندې اوسېدلو ته ځنګل وایي .

ځنګلونه د یو هېواد په اب وهوا ، ګرمۍ او یخنۍ، اقتصادي حالت او ښکلا کې ډېر رول لري ځنګلونه کولای شي د ګرمۍ په موسم کې هوا یخه کړي او د ژمي په موسم کې نه پرېږدي چې تېز بادونه ولګېږي او د ځمکې د وړلو مخنیوی کوي د باران د اوبو د ذخیره کېدو توان هم لري.

ځنګلونه د خلکو پر روغتیا . د بشري فعالیتونو او د هوا په ککړتیا مستقیآ رابطه لري، ځنګلونه د ځمکې وړلو ته هم اجازه نه ورکوي د ځنګلونو په شتون کې خلک کولای شي چې د شاتو مچۍ هم وروزي چې په دغه کار سره به ډېرو خلکو ته کاري زمینه هم برابره شي.

ځنګلونو دځمکې په سر د (۱۵۰۰۰۰۰۰) پنځه لس میلونه مربع ځمکه لاندې کړې ده.

د صحت ادارو له قوله په ۲۴ ساعتونو کې پنځه لکه ټنه کاربن مونو اکسايد ( ١٠٠٫٠٠٠)ټنه هايدورجن سلفايد، ٢٦٠٫٠٠٠٠ نايتروجن اوکسايد د اتمي بټيو څخه هوا ته الوزي . چي په هوا کي د یادو غازونو  د حجم په زياتوالي سره په خاص ډول  د کاربن داي اکسايد زياتوالي سره د نړۍ تودوخه مخ په زیاتېدو ده او د دغې تودوخې د مخنیوي له پاره تر ټولو اسانه لار د ځنګلونو څخه ساتنه او د نورو کرل دي.

په ټوله نړۍ کې د زیاتو ځنګلونو د په لرلو سره روسیه لومړۍ زیات ځنګلونه لري چې د دغه هېواد پنځه څلوېښت اعشاریه څلوېښت فیصده ځمکه یې نیولې ده.

دوهم هېواد چې زیات ځنګلونه لري کاناډا ده چې د دغه هېواد  49.24فیصده خاوره یې نیولې ده.

درېم هېواد چې زیات ځنګلونه لري برازیل دی چې د دغه هېواد 56.10 فیصده خاوره یې نیولې ده، په همدې ترتیب امریکا او چین هم زیات ځنګلونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب