چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+په پښتو شعر کې د سوریالیزم مکتب ځانګړتیاوې او د ومان نیازي...

په پښتو شعر کې د سوریالیزم مکتب ځانګړتیاوې او د ومان نیازي دا شعر

اسدالله بلهارجلالزی


کله چې د پښتو اوسنی شعر ته د سوریالیزم د مکتب د ځانګړتیاوو له اړخه نظر اچوو نو ویلای شو چې د پښتو ژبې د ځینو شاعرانو په شعرونو کې د سوریالیزم د مکتب ډیرې ځانګړتیاوې شته او له ورایه زموږ سترګو ته دریریږي.


غواړم لومړی د سوریالیزم د مکتب ځانګړتیاوې په لنډه توګه یادې کړم او بیا به د ومان نیازي صاحب په شعر یو څو خبرو وکړو. چې په کې د دغه ادبي مکتب ځانګړتیاوې څنګه په ماهرانه اندازځلیدلې دي.

د دغه ادبي مکتب لومړنۍ ځانګړتیا لاشعوري بیان دی. یعنی د انسان د ذهن د پټو برخو زاويي راته بیانوي.

دوهمه خبره چې خیالي او ناپیژانده جوړښتونه، په طبیعت کې د شیانو، رنګونو او مفاهیمو داسې جوړښت د لوستونکي مخ ته ږدې چې په واقیعت کې نه لیدل کیږي یا نه وي لیدل شوی.

همدا ډول په سوریالیزم کې یو اصل دا هم دی له واقعیت نه ورهاخوا تصویرونه چې د ورځني ژوند د محدویتونو کړۍ په کې ماته وي او یو نوی خیال پارونکی واقعیت په کې را منځ ته شوی وي.

بل دا چې د انسان د ذهن پټې زاویې، خوبونو، او خیالونوبیان هم د سوریالیزم د ادبي مکتب مهم عناصر دي.
اوس به د عبدالرحمن ومان نیازی صاحب په لاندې شعرکې د سوریالیزم په ځانګړتیاوو خپلې خبرې پسي اوږدې کړم. چې تر کومه بریده په کې دا ځانګړتیاوې شته؟

چې په خپل قد کې دنګه راپاڅي

لکه له وړانګو څاڅکي راڅاڅي

سیوري لمبېږي د اوبو غېږ کې

عطر څپې ته پر هوا ناڅي

رنګونه مست دي د رنګ له جوشه

صحرا شوه غرقه لمبه اغوشه

نرګس خبر کړی چې خمار مات کړي

ریدي ولاړ دی پیاله به دوشه

غزالې چېرته پیایې لولکې !

تر ناز دې جار شم تر ناز نازکې

صحرا ده ناسته په سره ډولۍ کې

وړانګې ترې تاو دي وهي ترپکې

اوبو راوړې له غره مماڼه

هوا تازه ده لکه شنه پاڼه

ونې به ګل شي که ورته راشی

په قلقو ته، پر هوا زاڼه

څه نه جوړېږي له دې خبرو

بلا بوټېږي د شر له ښکرو

لمن رانغاړه د غره لمن ته

امېل به جوړ کړو له څو سندرو

د ښاغلی ومان په دغه شعرکې د سوریالیزم له نظره د مکتب ځینې ځانګړتیاوې له ورایه زموږ  سترګو ته دریږي، که څه هم ښايي دا شعر به د سوریالیزم د مکتب د قواعدو سره  بشپړې ورته والی ته ډیرې ژورې څیړنې ته اړتیا ولري. خو په دې لیکنه کې ورته ځغلند نظر اچوو او هغوو ځانګړتیاوو ته به چې په پورتني شعر کې شته اشاره وکړو.

 موږ ته جوته ده. چې سوریالیزم د خیال، لاشعور او د شعور تر منځ شته اړیکې انځوروي. او د منطقي واقعیت څخه ور ها خوا تخیلي نړۍ ته لاره باسي. دا چې د ومان په دغه شعر کې دا توکي په څومره پیمانه شته راځي یوځای به یې سره ولولو.

په دې شعر کې، د طبیعت، رنګونو، او احساساتو یو خیال‌انګیزه انځور وړاندې شوی، داسې انځور چې لوستونکی په لومړي وار لوستلو سره له نویو داسې خیالونو سره مخ کوي چې پخوا نه وو ورسره مخ شوی. له همدې کبله ویلای شو پورتنی شعر د سوریالیزم له اصولو سره نژدې والی لري.


چې په خپل قد کې دنګه را پاڅي
لکه له وړانګو څاڅکي را څاڅکي


په خپل قد کې را پاڅیدل یو داسې خیال دی چې لوستونکی له حیرانتیا سره مخ کوي. یا کله داسې نه دي شوي چې څوک دي په خپل قد کې را پاڅیدلی وي. دا له واقعیت نه د ورهاخوا خبره ده. یا کله هم له وړانګو څاڅکي نه څاڅي. که وړانګو ته پام وکړو د تودوخې یا اور یوه ټولګه به یې وبولم. نو له اوره بڅري یا سپرغۍ هوا ته پورته کیږي. چې دا تصویر هم له واقعیت نه ورهاخوا یو خیال دی.

یادا د بېلګې په توګه، سیوري لمبېږي د اوبو غېږ کې” دا  چې سیوري یا سیوری لمیېږي دا یو غیر منطقي، خو تخیلي تصویر دی ، چې د سوریالیزم له نا پیژانده جوړښتونو سره ډير ورته والی لري.
یا همدا رنګه،صحرا شوه غرقه لمبه اغوشه  د واقعیت څخه ور هاخوا یو خیالیګرانځور زموږ مخي ته ږدي په توګه ویلای شو چې د سوریالیزم له اصولو سره همغږي لري.

یادا:

غزالې چېرته پیایې لولکې! تر ناز دې جار شم تر ناز نازکې” دا بیت هم د سوریالیزم د مفهوم له مخې د خیال، احساس، او نا پیژانده تصویرونو یو ترکیت وړاندې کوي. غزاله چې تر ډیره د ښایست د سمبول په په توګه پیژندله کیږي ، دلته یې د ناز او نازکې سره یو حیرانوکی ترکیب جوړ کړی. چې د شعر تخیلي فضا یې ډیره پراخه کړي تر  ناز نازکې. دا نو یو داسې خیال دی چې کله هم د عادي د لوستونکي په ذهن کې نه دی تیر شو او یې یا کم داسې یو خیال په ذهن کې ټوکیدلی.

صحرا ده ناسته په سره ډولۍ کې، وړانګې ترې تاو دي وهي ترپکې په دغه بیت کې وینو چې یو نوی انځور او خیال سره یو ځای شوي دي صحرا، عموماً د وچوالي او تشوالي سمبول ګڼل کیږي، دلته وینو چې صحرا له یوې سرې ډولۍ سره ناسته ده او د همدې ناستې انځور د حیرانتیا وړ هم دی. یعني صحرا څنګه ناسته ده  چې دا په طبیعت کې یو غیر منطقي، خو خیالي بڼه ورکوي. او په دوهم نیم بیتي بیا لولو چې وړانګې تر تاوو دي وهي ترپکې. که یوه شیبه وړانګې چې تل د رڼا سمبول په توګه پیژندلې شوې خو تر خوا یې د تودوخې سبمول هم ګڼو له لمبو سره او صحرا هم له یوه یوه ذروح موجود سره پرتله کړو. کله چې په کوم دروح باندې لمبې را تاوو شي نو بیا ترپکې وهي. دلته صحرا چې هیڅکله له ځایه نه خوځي خو ترپکې وهي. چې تر ډیره موږه داسې څه د منطق په زاویه کې نه شو موندالای.  نو ویلای شو چې دا ناپیژانده جوړښت د سوریالیزم  یو مهم اصل دی چې د ومان صاحب په شعر کې یې مومو.
د ومان صاحب په شعر کې بیا لولو:

اوبو راوړې له غره مماڼه، هوا تازه ده لکه شنه پاڼه” دلته د اوبو او غر تر منځ یو ښکلی او خیال پارونکی انځور وړاندې شوی ، چیرته چې اوبه له غره راځي او هوا تازه کېږي ، موږ په هغوو شیبو کې وینو چې هالته د طبیعت عناصرو له یو یل سره خیال پارونکی نږدې والی پیدا کړي چې دا هم د سوریالیزم  د فلسفې  له مخې د څیزونو نا پيژندل شوی تړون په ډاګه کوي. یادا بیت:

لمن رانغاړه د غره لمن ته، امېل به جوړ کړو له څو سندرو” د لمن یا لمنې رانغاړل، او له سندرو څخه د امېل جوړول یو خیال‌ پارونکی تصور دی، چې د سوریالیزم د غیر عادي، تخیلي، او د شعر دننه د احساساتو آزاد بهیر نندارې ته وړاندې کوي.

په عمومي توګه، د ښاغلی ومان په شعرونو او په دغه شعرکې د سوریالیزم له ګڼو اصولو څخه الهام اخیستنه لیدله کیږي.
د اوس له پاره همدومره
 

1 COMMENT

  1. په فن کي د سورياليسموس پيروان سالوادور ډالي, آندری برتون او ماکس ارنست ول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...