چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد قزاقستان د باندنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر...

د قزاقستان د باندنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو د خبرو لپاره کابل ته راځي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر، مراد نورتلیو، د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې ډېر ژر به کابل ته رسمي سفر وکړي.

په دې خبرو کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې باید د کابل او استانې ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې شي او د سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو پراخوالي ته دوام ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس، ضیا احمد تکل، ویلي: «د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د وزیرانو په کچه د لا زیات تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ډېر ژر به کابل ته رسمي سفر وکړي.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د تورغونډۍ ـ هرات د رېللارې په جوړولو کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

تر دې وړاندې د سږ کال د ثور په لومړیو کې، د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د اقتصاد وزیر په مشرۍ یوه جکپوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې د پانګونې، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیتي همکاریو او د رېلګاډي د پروژو په اړه خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...