چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونههند په کشمیر کې د «تروریستي» برید د غندولو په اړه د...

هند په کشمیر کې د «تروریستي» برید د غندولو په اړه د طالبانو دریځ وستایه

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر ایس جېشنکر د پنجشنبې په ورځ (د مې ۱۵ مه) د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان او هند ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

په دې خبرو کې د هند د باندنیو چارو وزیر له امیر خان متقي په دې مننه وکړه چې د کشمیر په پهلګام کې یې تروریستي برید وغانده.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو خونړی برید په کلکه غندلی و.

هند پاکستان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ او وروسته یې پر دغه هیواد بریدونه وکړل.

جېشنکر همداراز په وروستیو ورځو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ده په وینا د جعلي او دروغي راپورونو په وسیله د هند او افغانستان ترمنځ د بې اعتمادۍ د رامنځته کولو د هڅو د ردولو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دریځ وستایه.

په وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د نښتې په ترڅ کې پاکستان ادعا وکړه چې د هند توغندي د افغانستان پر خاوره لګېدلي خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړې.

د هند د باندنیو چارو وزیر له امیر خان متقي سره له ټیلفوني خبرو وروسته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «نن ماښام مې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ښې خبرې وکړې. د هغه له لوري مې د پهلکام د تروریستي برید د غندنې ژوره ستاینه وکړه.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپل پوسټ کې همداراز لیکلي:«د بې اساسه او جعلي راپورونو په وسیله د هند او افغانستان ترمنځ مې د بې اعتمادۍ د رامنځته کولو په اړه د وروستیو هڅو د کلکې ردېدا هرکلی وکړ. له افغانانو سره د هند د دودیزو دوستانه اړیکو او د اړتیا په وخت د افغانانو د ملاتړ پر دوام مې ټینګار وکړ. همداراز مې د نورو همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.»

دواړو وزیرانو د دوو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر لا غوړېدا په تیره بیا د چابهار بندر له لارې ټینګار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له ښاغلي متقي سره په خبرو کې افغان سوداګرو ته د وېزې د اسانتیا او په هند کې د افغان بندیانو په اړه هم خبرې وکړې.

په دې ټېلفوني خبرو کې امیرخان متقي هند د سیمې یو مهم او کلیدي هیواد وباله چې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او هیله یې څرګنده کړه چې دا اړیکې لا نورې وغوړیږي.

له امیرخان متقي سره د جېشنکر ټیلفوني خبرې، چې د هند او پاکستان له شخړې وروسته وشوې، هندي رسنیو د افغانستان د طالبانو له رژیم سره د هند د حکومت له لوري په لوړه کچه لومړنی تماس بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...