د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ،یو ځل بیا د غزې تړانګې په اړه خپل متنازع دریځ تکرار کړ.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (۱۴ می) په قطر کې د سوداګرو او چارواکو یوې غونډې ته وویل چې امریکا باید غزه د “ازادۍ زون” یا ازادې سیمې په توګه تر ولکې لاندې راولي.
ټرمپ وویل: «ما د غزې هوايي انځورونه ولیدل، هلته نور څه پاتې نه دي چې وژغورل شي، ودانۍ نسکورې دي، خلک تر کنډوالو لاندې ژوند کوي، دا د منلو وړ نه ده.»
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسرائیلو له خوا د غزې پر تړانګه له تېر اکتوبر راهیسې خونړی برید روان دی، چې تر دې دمه نږدې ۵۳ زره فلسطینیان پکې وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه وګړي بېځایه شوي دي.
ټرمپ د فبرورۍ په میاشت کې هم وړاندیز کړی و چې امریکا باید غزه بېرته جوړه کړي او فلسطینیان دې له سیمې بهر کړي.
قطر، چې د حماس د سیاسي دفتر کوربهتوب کوي، تر اوسه د ټرمپ پر دغو څرګندونو رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د فلسطیني چارواکو او نړیوالو بشري بنسټونو لهخوا یې د سخت غندلو تمه کېږي.