چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهط البانو د امام بخاري د کمپلیکس لپاره ۱۶ لارۍ مرمر ازبکستان...

ط البانو د امام بخاري د کمپلیکس لپاره ۱۶ لارۍ مرمر ازبکستان ته ډالۍ کړل

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د سرخان‌دریا د سیمه‌ ییزې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان له هرات ولایت څخه ۱۶ موټره د سپین مرمر ډبرې ازبکستان ته لېږلي، چې په سمرقند ښار کې د امام بخاري د کمپلکس په جوړولو کې ترې کار واخیستل شي.

دا مرمر به د دې دیني او کلتوري ځای د پرمختیایي کارونو برخه وي، چې ستر اسلامي عالم امام بخاري ته وقف شوی دی.

دا مرمرو د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغان او ازبک چارواکو ترمنځ د یوې ناستې په ترڅ کې رسماً سپارل شوي دي.

د ازبکستان دولتي خبري آژانس (UzA) د راپور له مخې، دا لومړۍ جوپه ۳۲۴ بکسه نادر سپین مرمر لري، چې هر پلیټ یا تخته یې له ۳.۵ تر ۴ سانتي‌متره پورې پنډوالی لري.

په وروستیو کلونو کې، ازبکستان او افغانستان خپلو دوه‌اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده. د مارچ په میاشت کې، ازبکستان افغانستان ته شاوخوا ۲۰۰ ټنه بشري مرستې واستولې، چې اوړه، مکروني، غوړي، بوره او نور اړین توکي پکې شامل وو.

د دواړو هېوادونو پلان دا دی چې په خپل منځ کې د سوداګرۍ کالنۍ اندازه درې میلیارد ډالرو ته ورسوي. په ۲۰۲۳ کال کې، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ۸۶۶ میلیون ډالرو ته ورسېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...