Homeخبرونهد شطرنج نړیوال فدراسیون: د طالبانو له خوا د شطرنج لوبو ځنډول...

د شطرنج نړیوال فدراسیون: د طالبانو له خوا د شطرنج لوبو ځنډول خواشینوونکی عمل دی

تاند【پنجشنبه د ثور غویي ۲۵مه】‏د شطرنج نړیوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د شطرنج لوبو ځنډول خواشینوونکی عمل بولي.

سرچینې ویلي چې، دا بندیز به د شطرنج په شوي پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.

یاد فدراسیون زیاتوي، چې دا پرېکړه به د افغان ځوانانو هغه فرصتونه له منځه یوسي چې کولای شي په نړیوالو سیالیو کې یې ولري.

افغانستان د شطرنج ملي لوبډله هم لري.

دا غبرګون داسې مهال خپرېږي، چې تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت المپیک کمېټې وویل، چې د تخنیکي او شرعي دلایلو له مخې د شطرنج لوبې تر امر ثاني ځنډوي.

په ورته وخت کې د شطرنج نړیوال فدراسیون خبرداری ورکړی، چې د المپیک نړیوالې کمېټې، د آسیا شطرنج فدراسیون او نورو نړیوالو ادارو سره به اړیکه وکړي، څو دا لوبه بېرته را وګرځوي.

د یادونې ده چې د طالبانو له دې وړاندې د آزادې مبارزې پر لوبو هم بشپړ بندیز لګول شوی او پر یو شمېر نورو یې محدودیتونه وضع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...