چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهپه خوست ولایت کې د کوارتز کان کشف شو

په خوست ولایت کې د کوارتز کان کشف شو

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) طالب چارواکي وايي چې د خوست ولایت د شمل دوه‌منده ولسوالۍ په یوه سیمه کې یې د کوارتز یو لوی کان کشف کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د خوست ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان وکړ چې په شمل دوه منده ولسوالۍ کې د موندل شوي کان زیاتره رګونه په شیلو او رسوبي ډبرو کې خپرې شوې دي.

که څه هم تر اوسه د دغه کان دقیق اقتصادي ارزښت نه دی معلوم شوی، خو طالبانو اټکل کړی چې د دې کان کشف ډېر ارزښتناک دی.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر کانونه لري خو ورڅخه سمه استفاده نه شي کولی.

کوارتز هغه معدني توکی دی چې زیاتره د تېلو په صنعت، د کمپیوټر او تلویزیون په سکرینونو، لاسي ساعتونو، کمرو او د تلسکوپونو د لینزونو، او همداراز د هوایي رادارونو په جوړولو کې کارېږي.

کوارتز یوه کلکه او کریسټالي تیږه ده چې له دوو مادو؛ سیلیس او اکسیجن څخه جوړه ده. د دې تیږې د کلکوالي درجه ۷ ده او له همدې کبله د نړۍ یوه کلکه تیږه ګڼل کېږي. ځینې شفافې او ځینې نیمه شفافې وي.

دا تیږه په برازیل، متحدوایالتونو، مدګاسکر (مدغاسکر) او د اروپا په الپ غرونو کې موندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...