Homeخبرونههندي رسنۍ وايي، د طالبانو یوه چارواکي هند ته پټ سفر کړی

هندي رسنۍ وايي، د طالبانو یوه چارواکي هند ته پټ سفر کړی

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په اوج کې یوې سرچینې هندي رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د حکومت یو جګپوړی چارواکی په پټه هند ته سفر کړی دی.

د «سنډې ګارډین» ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال «محمد ابراهیم صدر» د مې میاشتې په لومړیو کې په «پټه» توګه هند ته تللی دی.

د دې رسنۍ پر اساس، دا سفر نه د هند دولت او نه هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه تأیید یا رد کړی دی.

ابراهیم صدر د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده سره نژدې کس بلل کېږي او ویل کېږي چې د پاکستان د پالیسیو سخت مخالف دی. نوموړی د طالبانو د امنیتي جوړښت مهمې برخې تر خپل کنترول لاندې لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د دغه چارواکي سفر یوازې څو ورځې وروسته له هغه شوی چې د هندي کشمیر په «پهلګام» کې پر سیلانیانو خونړۍ حمله وشوه، او هممهاله د اسلام‌آباد او نوي ډیلي ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. دا هممهالوالی د سیمې شنونکي دې ته اړ کړي چې د هند له خوا د طالبانو په اړه د دریځ د بدلون احتمال مطرح کړي.

ځینې باخبره سرچینې احتمال ورکوي چې دا سفر ممکن د امنیتي خبرو او استخباراتي همکاریو د ارزونې لپاره شوی وي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو په پام – په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې پاکستان سلګونه زره افغان کډوال وایستل او پر اسلام‌آباد د افراطي ډلو د ملاتړ تورونه ولګېدل—هند ښايي هڅه وکړي چې له کابل سره د تعامل غیر رسمي لارې پرانیزي.

سره له دې، تر اوسه د دې لیدنې هېڅ تصویر، اعلامیه یا سند نه دی خپور شوی، او دواړه خواوې په دې اړه غلي دي. شنونکي ټینګار کوي چې هند په سیمه‌ییزو حساسو مسایلو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان په اړه، تل یو محتاط سیاست غوره کړی دی.

خو له دې ټولو سره څه چې بیخي روښانه دي، دا دي چې طالبانو د تېرې دورې خلاف، چې له هند سره یې د مخالفت پالیسي غوره کړې وه، دا ځل یې له هند سره خپلې اړیکې د پاکستان د ګټو قرباني کړي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...