سریزه:
د افغانستان د یوه پخواني سیاسي ګوند، افغان ملت، مشر ستانه ګل شیرزاد وایي چې د هېواد د ثبات یوازینۍ حقوقي او اخلاقي لاره د دوحې د تړون بشپړه عملي کول دي. نوموړي، چې اوس مهال خپل فعالیتونه د یو ملي مسؤل افغان په توګه تعقیبوي، په دې مرکه کې له تاند سره د افغانستان پر سیاسي وضعیت، ګوندي دریځونو، او ملي اپوزیسیون د نظر څرګندونه کړې ده.
⸻
تاند: د افغانستان د بقا لپاره، تاسو د سولې او ثبات کوم ماډل عملي ګڼئ؟ داخلي حل، سیمهییز تفاهم که نړیوال فشار؟
شیرزاد: زه د دوحې د تړون د بشپړ عملي کولو طرفدار یم. دا یوازینۍ حقوقي او اخلاقي لاره ده چې امریکا او طالبانو دواړو د خپل توافق پر اساس امضا کړې ده. دواړه لوري پرې مسؤلیت لري.
زموږ د نن ستونزه د بینالافغاني خبرو او یوه ټولشموله حکومت نشتوالی دی، چې دواړه د دوحې تړون برخه دي.
⸻
تاند: که چیرې سبا د نوي سیاسي جوړښت فرصت برابر شي، تاسو کوم ډول نظام (پارلماني، فدرالي، واحد…) د افغانستان لپاره غوره ګڼئ؟ او ولې؟
شیرزاد: زه د ریاستي جمهوریت ملاتړ کوم، ځکه چې پارلماني سیستم په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو له امله ډېر زیانپذیر دی. همداراز، د مرکزي حکومت پلوي یم، البته د ولایاتو لپاره باید واک زیات شي. دا مسایل باید د ملت د پرېکړې پر بنسټ حل شي.
⸻
تاند: تاسې د افغان ملت ګوند په وروستۍ کانګره کې د ګوند مشر وټاکل شوئ. آیا تر اوسه هم دا مسؤلیت پر غاړه لرئ؟
شیرزاد: هو. زما د مشرتابه موده د کنګرس پر بنسټ وه، خو کله چې دا دوره پای ته ورسېده، د جمهوري ریاست انتخابات نیږدې وو. ګوند نشوای کولای دواړه بهیرونه یوځای پر مخ یوسي.
د ګوند د مشرتابه شورا په ګډه پرېکړه وکړه چې زه به خپل مسؤلیت تر هغه وخته دوام ورکړم چې نوي انتخابات وشي. له بده مرغه، د جمهوریت تر سقوط وروسته دا امکان له منځه ولاړ.
⸻
تاند: دا مهال چې کوم فعالیتونه لرئ، دا د ګوند په استازیتوب دي که شخصي؟
شیرزاد: دا ټول فعالیتونه شخصي دي. زه د یوه افغان په توګه، د هېواد د ملي مسؤلیت له مخې دا کارونه کوم، نه د ګوند د نمایندګۍ له مخې.
⸻
تاند: ولې د ګوند تر نوم لاندې فعالیت نه کوئ؟
شیرزاد: دا ځکه چې اوس په افغانستان کې ګوندي فعالیتونه منع دي. موږ نه دفترونه لرو، نه خپرونې، او نه هم تنظیمي کار.
که څه هم زموږ غړي د افغانانو په توګه له هېواد سره مینه لري، خو دا رسمي استازولي نه ده.
⸻
تاند: آیا تاسې له کوم بل ګوند یا ایتلاف سره یو ځای شوي یاست؟
شیرزاد: نه. دا صلاحیت د ګوند د عالي شورا دی، چې دا مهال فعاله نه ده.
زه یوازې په شخصي توګه له هغو شخصیتونو ملاتړ کوم چې د افغانستان د ستونزو د سولهییز حل طرفدار وي او پاکه سابقه ولري.
⸻
تاند: د افغان ملت ګوند تاریخي ارزښتونه د نن ورځو له شرایطو سره څنګه برابریږي؟ آیا دا مفکوره لا هم د حل لاره ګڼل کېږي؟
شیرزاد: بلې. د افغان ملت ارزښتونه اوس تر هر وخت اړین دي. دا ارزښتونه پر اسلام، افغانیت، ملي وحدت، او د ملت پر ارادې ولاړ حکومت باور لري. دا همدا اوس د هر افغان اړتیا ده.
⸻
تاند: ستاسو له نظره د افغان سیاسي اپوزیسیون تر ټولو ستره ستونزه څه ده – دننه او بهر؟
شیرزاد: دننه ستونزه د ازاد بحث نشتوالی دی.
خلک نشي کولای د نظام پر ضد یا د بدیل لارو خبرې وکړي. بهر کې بیا ستونزه دا ده چې تر اوسه د یووالي، رهبري او ګډ پلان نشتوالی دی.
⸻
تاند: که اوس یو ټولشموله ملي کنفرانس جوړ شي، تاسې به پکې کوم رول ولرئ؟
شیرزاد: زه به هڅه وکړم افغانان وحدت ته راوبولم، تر څو له یوه ګډ مرکز، مشر او پلان سره د بینالافغاني خبرو لاره هواره شي.
⸻
تاند: ستاسو پیغام د افغانستان د ځوان نسل، تعلیمیافته قشر، او ښځو لپاره څه دی؟ آیا دوی باید تمه ولري چې سیاسي فضا به بدله شي؟
شیرزاد: دنیا د امید پر بنسټ روانه ده. هره شپه سبا لري. نو زه وایم، نه ښځې، نه ځوانان باید مایوسه شي. بدلون خامخا راځي.