د سره صلیب نړیوال سازمان وایي، له پاکستان سره د افغانستان پر پوله بشري ناورین روان دی.
له هغه راهیسې چې پاکستان تېره میاشت د افغان کډوالو شړل پیل کړل، نږدې ۱۴۵ زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې ځینې یې په خپله خوښه، خو ډېری یې جبري شړل شوي دي.
د اپرېل په پای کې هغه ضربالاجل پای ته ورسېد چې د افغان مهاجرو لپاره ټاکل شوی و، چې باید له پاکستانه ووځي.
د سره صلیب ویاند، بستیان فان بلوکلاند، وایي چې دا مهال هره ورځ تر ۷۰۰۰ کسانو پورې له ډیورنډ کرښي را اوړي.
کمپونه، ناروغۍ او سخت حالت
زیاتره راستانه شوي خپل کورونه نه لري او د خیمو په کمپونو کې مېشتېږي.
سره صلیب دا وضعیت “ناپایدار” بولي او وایي،د اوبو شدید کمښت دی، د خوړو لپاره کافي امکانات نشته، ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي او ناروغۍ لکه دانګي تبه، چنج، او اسهال ډېر ژر خپرېږي.
۷۴ کلن ابراهیم، چې په یو کمپ کې اوسېږي، وایي: “ما هر څه شا ته پرېښودل — زموږ کور، سپما شوې پیسې، آن هغه ځمکه چې ما د څو کلونو زحمت وروسته اخیستې وه.”
عمرې کمپ او د نویو ماشومانو زیږېدل
د تورخم بندر ترڅنګ په افغان “عمرې کمپ” کې زرګونه خلک په سلګونو خېمو کې اوسېږي.
په یوه خېمه کې درې یا آن څلور کورنۍ شریکوي. مرستندویه کارکوونکي وایي، یوازې په تېره میاشت کې درې ماشومان پکې زیږېدلي.
د نړیوالو پاملرنه کمه شوې
د سره صلیب مسؤلین وایي، نړیواله ټولنه د افغانستان روان بحران ته پاملرنه نه کوي، ډېری موسسې له افغانستانه وتلي او د مرستو تمویل هم کم شوی.
سره صلیب د “سره میاشت” له لارې خپلې مرستې دوامداره ساتلي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا مهال ۳.۵ میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسیږي.
ځینې یې بېرته شړل شوي، نور هم ښايي ډېر ژر شړل شي.