تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د افغانستان د برښنا شرکت ريیس عبدالباری عمر، د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان دوشنبې ته تللی دی. هغه د تاجکستان د انرژۍ له وزیر، دلیر جمعه، سره د لیدلي دي.
عبدالباري عمر د دې لیدنې خبر او تصویرونه پر خپله ایکسپاڼه خپاره کړي او لیکلي چې دواړو خواوو د «مهمو موضوعاتو» په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي دي.
د دې خبرو جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي. خو دا سفر په داسې حال کې شوی چې د یورآسیانت په نوم تحلیلي ویبپاڼې د تاجکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ارزونه کړې او ویلي یې دي چې دواړه خواوې په احتیاط د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅې کوي.
د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې عبدالباری عمر او ورسره پلاوی د چهارشنبې په ورځ، د ثور ۲۴مه، د کاسا–۱۰۰۰ پروژې په اړه په یوې ناستې کې د ګډون لپاره دوشنبې ته سفر کړی دی.
د برښنا په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان استازي ګډون لري.
د دې ناستې هدف د کاسا–۱۰۰۰ پروژې روان وضعیت ارزول او د هغې لپاره د راتلونکي پلان جوړول اعلان شوی دی.
د کاسا–۱۰۰۰ پروژه چې له منځنۍ آسیا څخه جنوبي آسیا ته د برېښنا د لېږد یوه له لویو سیمهییزو پروژو څخه ګڼل کېږي، د افغانستان له خاورې تېرېږي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي: «دا پروژه نه یوازې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ظرفیت لوړوي، بلکې د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او سیمهییز دوامدار پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام دی.»
د افغانستان برښنا شرکت، چې دا مهال د طالبانو تر کنترول لاندې دی، اعلان کړی چې ژمن دی دا پروژه ژر تر ژره بشپړه او افتتاح کړي.
تاجکستان ته د افغانستان د برښنا شرکت د ريیس سفر له دې کبله هم د پام وړ دی چې دا هیواد د طالبانو له حکومت سره چندان اړیکې نه لري او د هغو مخالفانو ته یې پناه ورکړې ده.