Homeخبرونهپاکستان تر دې دمه ۱.۳ ملیونه افغان کډوال ایستلي

پاکستان تر دې دمه ۱.۳ ملیونه افغان کډوال ایستلي

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۲۵مه】‏د پاکستان د پارلمان منشي مختار احمد ملک ویلي، دغه هېواد تر دې دمه ۱.۳ ملیونه افغان کډوال ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو زیاته کړې، چې شاوخوا ۳ ملیونه افغانان پاکستان کې مېشت وو چې ۸۱۳ زره یې “ای سي سي” او ۱.۳ ملیونه یې ” پي او ار ” کارتونه لرل.

هغه د “یوه سند رژیم” په ټینګار سره زیاته کړې که افغان وګړي پاکستان ته د درملنې، زده کړو او یا د سوداګرۍ لپاره ورځي باید قانوني ویزه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوځل بیا پاکستان کې افغان کډوالو په ځانګړي ډول په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو او ستنولو بهیر چټک شوی دی.

دغو ښارونو کې مېشت افغانان د خپل وضعیت په تړاو اندېښمن دي او لګد طالبانو په ګډون او د کډوالو له ملاتړو سازمانونو غواړي چې دغه برخه کې پاملرنه ورته وکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيي، چې د اپرېل له لومړۍ د روانې مې تر دولسمې څه باندې ۱۲۸ زره افغانان له پاکستانه راستانه کړای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...