Homeخبرونهایران وایي، ۵۰ سلنه ناقانونه افغان کډوال په تهران کې اوسېږي

ایران وایي، ۵۰ سلنه ناقانونه افغان کډوال په تهران کې اوسېږي

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۲۵مه】ایراني رسنۍ وایي، چې نږدې۵۰ سلنه ناقانونه افغان کډوال په تهران کې مېشت دي.

د تهران والي علي رضا فخاري ویلي، چې دا کسان باید د قانون له مخې په نښه او په درناوي خپل هېواد ته واستول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په پلازمېنه کې د ناقانونه افغان کډوالو حضور ته باید په منظمه او قانوني بڼه رسېدنه وشي.

فخاري زیاته کړې، چې په ملي او سیمه ییزه کچه د تهران په څېر لویو ښارونو کې د ناقانونه کډوالو په اړه د پاملرنې ډیریدو غوښتنه کړې ده.

ایراني رسنۍ وایي، دغه هېواد په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو سترو کوربه هېوادونو څخه شمېرل کیږي او تر ټولو ډیر افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې ‏بل لورته د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، دا شمېرې د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر ۱۲مې پورې ثبت شوي، چې زیات شمېر کډوال په زور ایستل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دغه سازمان له شاوخوا ۶۸ زرو راستانه شویو افغانانو سره د سرپناه، خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو اساسي اړتیاوو په برخه کې مرستې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...