چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهپوتین د اوکراین د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي

پوتین د اوکراین د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي

تاند【پنجشنبه د ثورـ غویي ۲۵مه】‏ټاس خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د اوکراین سولې خبرو کې به د روسیې استازولي د کرملین سلاکار ولادیمیر میدینسکي کوي.

ټاکل شوې چې دا خبرې نن د می په ۱۵ مه پیل شي.

تمه کېده چې ولادیمیر پوتین به پکې ګډون وکړي، خو کرملین د هغه حضور نه دی تایید کړی.

سرچینې دا هم ویلي، چې د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا هغه پرېکړه لا هم نافذه ده، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هر ډول خبرې منع کوي.

دا پریکړه زیلنسکي د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۴مه توشیح کړې وه، خو هغه د مې په ۱۳مه وویل چې دا بندیز د ده لپاره نه دی.

د ترکیې ناسته چې د پخوانیو ناستو په تسلسل ترسره کېږي، دا ځل پرته له کوم قید و شرطه د ولسمشر پوتین په نوښت جوړه شوې، څو د ډيپلوماټیکو لارو د اوکراین سولې هڅې وشي.

بل خوا ولسمشر ټرمپ چې منځني ختیځ ته په سفر دی، وویل چې که د ترکیې په ناسته کې د ولسمشر پوتین ګډون یقیني شي، دی به هم ورشي.

ټاکل شوې چې د انقرې په ناسته کې د روسیې او اوکراین د ځانګړو استازو سربېره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ګډون وکړي.

کییف او اروپايي ټولنې وړاندیز کړی، چې مسکو دې بشپړ یو میاشتنی اوربند ترسره کړي، خو مسکو نه یوازې د اوس لپاره دا وړاندیز نه دی منلی، بلکې وېره یې څرګنده کړې، چې اوکراین به خپل ځواکونه قوي او بیا جګړې ته اماده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...