(پینځمه برخه)
د انساني پرمختیا شاخص Human Development Index(HDI)
د انساني پرمختیا کې یو مهم ټکی د نفوسو کیفیت دی. د یوې ټولنې وده د نفوسو د تزاید د سلنې او د اقتصادی ودې سلنې سره پرتله کیږي، چې شرط یې دا دی:
Population growth rate > GDP growth
د بیلګې په توکه : تېرکال دافغانستان اقتصاد وده نه لرله، دا ځکه چې د نفوسو وده په اوسط ډول د کال تقریباً درې فیصده، مگر اقتصادی وده ۵.۲ (دوه نیم)فیصده وه. له بلې خوا باکیفیته بشري نیرو د اقتصادي ودې او دټولنې د کیفی پرمختیا ضمانت کوي.
د بېلابېلوهېوادونو د بشري منابعو د کيفيت او کچې د ارزولو په خاطر په مقايسوي توګه د يو شمېر ټولنيزو معيارونو اوشاخصونو يو ترکيبې شاخص تعریف شوی دی، چې د یوشمېر معلوماتو له مخې دغه شاخص په نښه کېداى شي. دغه شاخص لومړى ځل په ١٩٩٠ م. کال کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) په يوه راپور کې په کار يوړل شو. د انساني پرمختيا په هکله د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په دغه کلني راپور کې د خپور شوي شاخص (Human Development Index)له مخې د هر هېواد لپاره لاندني معيارونه په پام کې نيولي وو:
- د زېږېدو پرمهال د ژوند توقع؛
- له شپاړس کلن څخه دپورته اتباعو د باسوادي نسبت او په ښوونځيو کې د نوم ليکلو اندازه؛
- دپيريدلو توان او دامريکايي ډالرو په حساب د سړي سر کلني ناخالص توليد اندازه.
له بده مرغه لا هم پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونه د HDIپه دغه درېيواړو معيارونو کې له منځني حد شاخص څخه پورته نه دي. افغانستان کې اوسط عمر ۴۷(؟!) کاله، خو د بیلګې په توګه اروپا کې ۷۴ کاله محاسبه شوی دی، او دلته د ماشوم دمړینو انډول ډېر لوړ دی.
ښوونځیو کې دشمولیت شمېر چې د زیاتېدو په حال کې و، مګر دقیق ارقام یې نه و، له درې کلونو رادېخوا ترپخوا کم شوی دی.
د خلکو د پېرېدلو توان ډېر ټیټ او آن دا چې د م.م. ځینی ادرات د ټول هېواد درېیمه برخه نفوس د بیوزلی له کرښې ټیټ برید کې حسابوي او د غذایی مصئونیت ( food security) اطمینان نه ورکوي.
زموږ اقتصاد به ترهغو ښه نه شې، ترڅو د انسانی پرمختیا د شاخص(HDI)معیارونه پوره نه کړو. په دې کې ښه جسمی وده او فزیکی روغتیا او په ملی تولید کې د کار دنیرو رغنده ونډه مهمه ده. په ټول نفوس کې د(باردوش نفوس) تقلیل ورکول یوبل هدف دی.
دسواد په اړه باید وویل شي چې، نن ورځ باسواد یواځې هغه څوک نه دی چې یو متن ولوستلای یا ولیکلی شي او مفهوم ورڅخه واخیستلای شي، بلکې باسواد هغه څوک دی چې له لیکلو او لوستلو برعلاوه؛ خپل مسلک او د کار ساحه او تخصص کی په کمپیوتر( IT) واک ولري، دچاپېریال وګړو سره عاطفی روابط ټینګ کړای شي، دخپلې کورنۍ اقتصاد ښه اداره او ماشومان مسئولانه وروزلای شي، ښه تغذیه او روغتیا ساتنه یې زده وي، زغم ولري، هیڅ ډول ژبنی، سمتی، جنسیتی، قومی… تعصب ونه لري، میډیا سره علاقه ولري، له ورځنیوجریاناتو ځان خبر او بیلابیل نظریات تحلیل کړای شي، دچاپېریال ساتنې احساس او هنري ذوق ولري، له خپل هڅووب او تاریخ څخه باخبره وي، د انرژي منبع بې ضرره او اقتصادي مصرف کړي او علمی پوهه ولري. البته دلته علمي پوهه یواځې د پوهنتون سند لرل نه دي، بلکې منطقی فکر لرل، ژور درک او دې ته ورته متعالي اوصاف لرل دي.
له کوچنیتوب څخه تر وړکتون او د ښونځې دوره چې معمولاً شل کلنۍ پورې وي او دا دوره د شخصیت د تکوین حساسه مرحله ده، د نفوسو د کیفیت ټاکونکې ده. پخوا اقتصاد کې کار، زمکه، پانګه او مدیریت اقتصادي عوامل وو، نن شغلونه جوړول او د کار د ځواک وړتیا لا زیات اهمیت موندلی دی. دا هغه وخت کیدای شي چې دHDI معیارونو ته پام وکړو.
پورتني ټکي هغه څه دي چې زموږ هېر دي.
دوام لری.