(۲ برخه)
د طوفان تور سيوری
د کور مالک له وختونو څخه په زرمينې پسي بده سترګه وړل، د هغې مېړه د اردو افسر وو او ډېر وخت به په وظيفه کي وو او کور ته به لږ راتلی، د دوی کور د ښار په يوه ارزانه ځای کي کرايه کړی وو.
زرمينې خپلي زده کړي په کابل پوهنتون کي کړي وې، نصيب يې د خپل خاله له زوی سره سوی وو، د هغه په نوم وه دې ته چنداني مهمه موضوع هم نه وه، ځکه چي خوښ يې هم وو، مګر نوموړې په دې وياړېدله چي مېړه يې سرتېری دئ، وطن ساتي، افتخار يې په کاوه او ډېر به يې تشويقوی.
مګر له هغې ورځي راهيسي، چي له ملګري سره يې تللې وه، چي د شهيد سوي مېړه اکراميه يې واخلي، نور مځکي ځای نه ورکوی او سخته تشويشي وه، نرګس د دې ملګرې وه او مېړه يې د پوليسو صاحب منسب وو، څو ورځي مخ ته د يوې حملې په جريان کي، په مخامخ جګړه کي شهيد سوی وو، کله چي دا له نرګس سره د هغې د مېړه د اکراميې د اختسلو له پاره ولاړه، د هغې شعبې مامور اول دواړي ښه له سر څخه تر نوکه وکتلې، بيا يې وخندل ويې ويل: ولي نه، ولي نه! ستاسي غم خو زه خامخا خورم، څه شي درته راوغواړم، ښه يخي انرجياني که چای؟
نرګس په سلګو کي ورته ويلي وه چي ته فقط زموږ کار راخلاص کړه! چي د کور د درو مياشتو کرايه او د کوڅې د دکان پور ورکړو.
مامور ورته ويلي وه: زوروري! ته يې غم مه خوره، زه خو لا ژوندی يم، که هغه نه سته زه به دي هر څه درسم کړم؛ خو مشکل دا دئ چي دا زما کمپيوټر نن سم نه دئ، تاسي سبا راسئ، حتمًا مو زه کار در خلاصوم.
له دفتر څخه چي وتل نرګس زرمينې ته ويلي وه: څنګه ښه سړی وو.
خو زرمينه له اوله د هغه په کتو پوه سوې وه، چي دا ښه سړيتوب يې بې څه نه دئ.
دوی سبا بيا ورغلې، سبا بيا هغه په دې وځنډولې چي ستاسي په مکتوب کي يو اشتباه سته، سبا به بل مکتوب راسي، دوی ته به هر څه سم کړي، بيا يې څو کښته پورته خبري وکړې او په کنايي يې وويل: تاسي چي زما په درد ونه خورئ او زه ستاسي په درد، نو بيا دا دنيا کله چلېږي.
دوی چي سبا بيا ورغلې رئيس وخته ورته منتظر وو، ځان يې غوړ پړ کړی وو، د عطرو بوی يې ټول دفتر نيولی وو، له راتګ سره سم يې خپل کاريګر ته ويلي وه چي دوی د شا دفتر ته بوځه.
کله چي دوی د شا دفتر ته ولاړل، هلته داسي يو حالت وو تا به فکر کاوه چي يو چا ته ډوډۍ سوې ده، د شيدو چای، کباب او درې نفرو ته هر څه تيار وه، څو دقيقې وروسته رئيس هم راغلی ويې ويل: نان ناخورده، جنګ نه ميشه، بيا خيله خيله کېدی، دوی ته يې ويل: درواخلئ!
دوی ورته ويل: زموږ کار څنګه سو، موږ ډوډۍ ته نه يو راغلي. رئيس بېله شرمه او مقدمې ويلي وه: تاسي ما خوشحاله کړئ، زه به تاسي خوشحاله کړم.
نرګس ويل: مطلب؟
رئيس ويل: مطلب څه مانا؟ زه هم ځوان يم ته هم ځوانه يې، سر خلاص کړه!
د نرګس نوره حوصله ونه سوه، مخ ته پروت ګيلاس يې پورته کړی رئيس يې په وويشتی، ويې ويل: د سپي زو! زما مېړه سر پر وطن ورکړئ، ته يې ناموس ته لاس اچوې، دا ستا شرافت سو.
رئيس د مېز د سر زنګ ووهی، پوليس راغلل او دوی يې په ټېله له دفتره وايستل او داغه نارې يې وهلې: سر رئيس حمله کرده.
له دغي ورځي څخه د زرمينې له نظام، حکومت، وطن او هر څه څخه کرکه کېده او خپل مېړه ته سخته تشويشي وه.
دا تشويش يې هغه وخت ډېر سو کله چي د مېړه تنخوا يې وځنډېدله، د کوڅې دکاندار هم نور قرض نه ورکوی، ورته ويل يې چي د تيري مياشتي پيسې راوړه.
لومړی ځل وو چي زرميني نن خپل نازولي زوی ته د همسايه ګانو د کوچنيانو زاړه پرېولل سوي کالي ور اغوستلي وه، نن يې له سهار څخه خواښې هيڅ ښه نه وه، ډوبه ډوبه تله، دې څو واره مېړه ته زنګ وهلی وو، مېړه يې ورته ويل: وضيعت لږ خراب دئ، د درو مياشتو ځنډېدلی معاش په نن او سبا کي راکوي.
خو نن له سهاره د سرای مالک درې ځله راغلی وو او د دوو مياشتو کرايه يې غوښته، بيا به يې په منځ کي يوه خارجنه خبره وکړه چي که کرايه نه سې راکولای، نور سر خلاص کړه، خير دئ ګذاره به وکړو.
د دې له سهاره پر اروا بدي خبري اورېدلې، ذهن ته يې بد بد فکرونه راتلل، نه پوهېدل چي څه پيښيږي. څومه ورځ وه چي د مېړه احوال يې نه وو، تليفون يې هم کار نه کوی. د غرمې خوا به وه چي په کوڅه کي د امبولانس ږغ سو، د دې وار خطا سو، امبولانس رانږدې کېدی رانږدې کېدی او د دوی د کور مخ ته ودرېدی، وروسته يو چا دروازه وټکوله او ږغ وسو: لار پرېږدئ! چي جنازه دننه دروړو. زرمينه نور په ځان پوه نه سوه.
په تلوېزون کي خبر خپرېدئ چي د مزار په يوه قول اردو کي، تر يو سلو پنځوسو زيات افسران، د لمانځه د ادا پر وخت په شهادت ورسېدل.
د سقوط بلا همداسي روانه وه او خپله ناولې ساه يې کښله.