سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد کډوالو نړیواله ورځ؛ اروپایي ټولنه وایي د افغان کډوالو ملاتړ ته...

د کډوالو نړیواله ورځ؛ اروپایي ټولنه وایي د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوو

تاند「جمعه د غبرګولي ـ جوزا ۳۰مه」‏افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت وایي، افغانستان او د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د افغان بې ځایه شویو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره د ۴۷ میلیونه یورو همکارۍ له لارې افغان کډوالو په ځانګړې توګه له ښځو او زیانمنونکو سره د روغتیا، زده کړو او د ژوند د نورو لومړنیو اړتیاو د برابرولو په برخه کې مرستې کوي.

دغې ټولنې دغه راز زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره په ګډه د خلکو د زغم، ثبات او هیلو پیاوړتیا په موخه د ښځو په مشرۍ د معیشتي چارو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ته چې نن تورخم کې د کډوالو د لېږد امر، بخت جمال ګوهر وایي، پاکستاني لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶۹ افغانان چې د دغه هېواد په بېلابېلو بندخونو کې له دوو تر درېیو میاشتو بندیان وو، خوشې کړي او پرو (پنجشنبه) یې تورخم کې افغان لوري ته سپارلي دي.

د هغه په خبره، ډېری دغو کسانو پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل.

اروپایي ټولنه داسې مهال د افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار کوي، چې پرون پنجشنبه د طالبانو د کډوالو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي وو، چې جاپان په روان زېږیز کال کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارو په همکارۍ ۷.۵ ملیونه ډالر لګوي.

هغه په نړیواله کچه د مرستو کمښت ته په اشارې ویلي، چې افغانانو سره به د جاپان مرستې د پخوا په څېر دوام ولري.

د جون ۲۰مه د کډوالو حقونو ته د درناوي په موخه هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملګرو ملتونو له لوري نمانځل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...