چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+بې مانایي هم د ژوند یوه مانا ده| حفيظ الله بشارت‎

بې مانایي هم د ژوند یوه مانا ده| حفيظ الله بشارت‎

ریاض تسنیم چې زموږ د ټولنې د بل هر شاعر غوندې په استبداد او دیکتاتوري کې رالوی شوی دی، په ډېری بيتونو کې یې د ژوند بې مانایي او پوچي تر سترګو کېږي.
دا چې د ژوند بې مانایي خپله دې مانا یو منفي اړخ دی، نو ځکه موږ دلته د تسنیم صاحب هغه بیتونه شاربو چې د ژوند پوچي پکې څرکونه وهي.
ژوند خو هسې هم د شکایتونو او ګیلو یو تسلسل دی. شاعر دا تسلسل کله ناکله د وجودي تجربې او خارجي نړۍ ترمنځ په جګړه کې لټوي، ځکه نو داسې وخت د ژوند مانا د شخړې او نارضایتۍ بڼه خپله کړي:
“ژوند خو ګیلې وې د خپل ذات او شش‌جهات د منظر
ما زمانې ته وکړې، ما ته زمانې کولې”
کوم وخت چې زموږ په ټولنه کې استبداد د اوج تر پوړيو رسېدلی و، ریاض تسنیم ژوند او د ژوند مانا یوازې د خپلو مړو شمار بلله:
“د زندګۍ معنا د خپلو مړو شمار پاتې ده
اوس په تلاش د کوم خواهش، د کوم ارمان دي خلق؟”
ډېری شاعرانو ژوند له سيند او دریاب سره تشبېه کړی دی، خو د ارواښاد تسنیم په دا لاندې بيت کې یې له سېلاب سره تشبېه ځکه نوې او جالبه ده چې سېلاب توند او تېز وي او انسان مجبوره دی چې فقط ځان ترې وژغوري. مطلب دا چې ژوند د یوې دوامداره بقا لپاره مبارزه ده:
“پریزاده! بس په پونده تاوېدل دي
زندګي ده او ساتو یې له سېلابه”
ناهیلی انسان هم کله ناکله ضمني شیانو ته نظر کړي او ځان ته پکې د ژوند مانا لټوي او دا روښانه کوي چې ژوند یو سفري تمثیل دی. د طبیعت، تجربو او دعاوو له برکته باید ترې خوند واخیستل شي. د تسنیم صاحب دا لاندې بیتونه که څه هم د مانا له اړخه مثبته خوا رانیسي، خو بیا هم د ژوند مانا پکې موقتي ایشي، نه دایمي:
“له مرغانو اثر اخلئ، کله کله
خوند مزه د سفر اخلئ، کله کله
معجزې لري، د میندو بوډۍ سترګې
ترې دعا د سفر اخلئ، کله کله”
ژوند د ستړیا او دروند پېټي مانا لري، یو بوج دی چې انسان یې نه شي سپکولی. د ژوند مانا له زحمت، تکلیف او صبر سره تړلې ده:
“د سفر پېټی مو سپک نه شو تسنیمه!
زندګۍ راله ملاګانې راکږې کړې”
مایوسه انسان ته ژوند د نامالومو پېښو، بلاوو او تیارو مجموعه ښکاري چې سړی پکې غیبېږي.
مطلب دا چې ژوند یو مغشوش حالت دی، ښکاره او پټ اړخونه یې سړي ته ظاهراً نه ښکاري:
“ژوند حادثې او توره شپه جانانه
ورک شومه، ستا نه څه پرده جانانه”
کله چې ژوند د قربانۍ او ازلي جګړې بڼه خپله کړي، بیا یې نو مانا د مقاومت او صبر له تجربو رازیږي:
“مونږه د ژوند په کربلا کې خېمه زن تسنیمه
مونږه هر دور کې د مرګ تندې ته ځان نیولی”
دا بیتونه د ژوند تشوالی او بې‌مقصد توب ښيي. د ژوند مانا یوازې تماشه ده، یعنې انسان یوازې نندارچي دی، نه لوبغاړی.
ژوند اصلن تش او بې مقصده څیز دی چې انسان یې یوازې تماشه کوي، یعنې د ژوند په لوبه کې انسان یو سیل بین دی،  لوبغاړی نه:
“سحر خالي لمن راځو، ماښام خالي لمن ځو
موږ تماشه ګیر او یوه لویه تماشه زندګي”
ژوند سراسر یو ستړی او سخت سفر دی او کله ناکله یې پر وړاندې د کامو دا وينا ښه برابرېږي چې: “ځان ووژنم، که یوه پیاله کافي وڅښم؟”:
“ژوند تېرول لکه د غره کنستل
خودکشي څومره ده اسانه یاره”
ریاض تسنیم چې کله ډېرې ناهیلۍ ځپلی، نو له ځانه یې دا وجودي پوښتنې کړې چې: ولې روان یم؟ ولې دا ټول تکلیف؟ دا نړۍ ولې دومره زړه ماتوونکې ده؟ په پای کې د دې پوښتنو ځواب هم نه لري او وایي: ژوند یوه معما ده، چې ځواب نه لري:
“راووتم له کوره، یم روان د څه لپاره؟
په ځان دغه مشکل کړمه، اسان د څه لپاره؟
دا ځمکه مې د پښو لاندې اور اخلي اخر ولې؟
په سر مې دی ولاړ دغه اسمان د څه لپاره؟
چاپېره که رښتیا دومره خوره وره دنیا وي
دا زړه دی بیا په ځان کې بنديوان د څه لپاره؟”
ژوند یو تېز بهېدونکی، بې‌ثباته او لنډ مهالی سفر دی:
“زندګي ده دومره تېزه په قدم کې
چې له سترګو مې ښویېږي منظرونه”
هر انسان ته په خپل مسلک کې د ژوند اصیل ارزښت پروت وي، ځکه نو د تسنیم غوندې شاعر له ماده پرستی لرې تښتي او د ژوند اصلي مانا ورته په شعر لیکلو او ويلو کې بريښي:
“زیان مو لیده خو بیا مو هم دا عاشقي کوله
خلکو پیسې ګټلې، موږه شاعري کوله”
ژوند یو خراب او دردناکه حالت دی، ځکه مرګ ته شاعر د بدلون او ارام تصور لري:
“مرګ وې زما لپاره نورې ذایقې راوړې
او زندګۍ لاس کې نيولي کنډرونه نور وو”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...