یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+  د پروین ملال څو تازه شعرونه

  د پروین ملال څو تازه شعرونه

     آیینه مصحف

 ټول فریادونه مې درولیږل

ویې لوله او قضاوت وکړه!

چې د اسمان ابې رنګ ولي خاندي؟

قضاوت وکړه، چې شور د ابشار شونډې ولي زبیښي

ورځې ولي لکه د لمر وړانګې

د اسمان د اوږو څخه مځکې ته راکښته کیږي

ته ووايه!

چې لومړنۍ مچه څه وخت وزیږیده

ادم څه وخت میین شو

حوا ولي؟ د ځان سره د جنت څخه راوایست

  زړې قصیدې مه تکراروه

تا یو ځای لیدلي؟

چې  دوږخ ته لار د یخو او معطرو سیورو د ځنګل

په مینځ کې تیره شوی وي؟

تایو ځای اوریدلي چې د (الاهو) زمزمه حرامه ده

ته ووایه!

د میینې د فصلونو سره دې څنګه نکاح وتړل

د قد سیوری دې په کوم بازار کې وپلوره

او د قدمونو آهنګ دې چا ته وسپاره

یو وخت دې زما سره د چنار د لوړي ونې لاندې

سندرې زنګولي

یو وخت دې په غنم لو کې

د طلايي وږم شیبې راسره ټولولې

په یاد، دې دی؟

چې موږ به خپل ږغونه د سپوږمې په چېنو کې لمبول

او د بوډۍ پرټال به مو وچول

یو وخت دې زما سره د افسانوي ډیوو

په روڼا پسي تیاره، تیاره ستوري پلټل

مادرته ویل؛ چې افسانوي ډیوې زموږ دننه دی

راځه د ذهن دهلیزونو ته ننوزو

ما درته ویل، چې په افسانوي ډیوو چا کوډي کړي

او د هغوي ږغونه یې

د زړو دیوالونو په چاکونو کې ایښي

مادرته ویل، چې د افسانوي ډیوو په روح باندې

زموږ د لرغونو کلاګانو د ډبرینو دیوالونو

پائې ولاړې دي

خو تا لرغونو دیوالونو ته سجده وکړه

 ووايه، سپیڅلي ډیوې په کوم بازار کې

په کومه بیه وپلورل شوي؟

زما شاخوا ټوله تیاره، تیاره ده

د خوبونو تر رنګینو ټاپوګانو راتیرشه

زه د حقیقت په هینداره کې درته ولاړه يم

راشه، چې یو ځل بیا په سپینو چینو کې راشنه شو

راشه یو ځل بیا،

د پرخو د حریري شونډو پر پل شونډې کښیږدو

راشه یو ځل بیا،

د اسمان د ابې رنګ څخه لمنې ډکي کړو

قلمونه تږي دي

پاڼې میینه غواړي

راځه چې په ځنګل کې د روڼا سترګې وکرو

د سپېدو اشراق به ادا کړو

د سـپينو شپو سندرې به راوړو

د روڼا ډک سیند به وچـیښو

د ګناه غنم به نینې کړو

د تقوا په اوبو به غسل وکړو

 او یو ځل به بیا،

د لمر په هینداره کې ائينه مصحف * وکړو

۲۰۲۴ / ۷ / ۱۰

غزل

درد لرمه وا مې وره، څپه، څپه خوږیږمه

خیژي مې له شوره درد، اوبه، اوبه خوږیږمه

لولمه، د لمر لاره چې څنګه؟ باندې وخيژم

څوڅاڅکي روڼا راوړم، تیاره، تیاره خوږیږمه

شپه یمه، زندان یمه، یوسف راڅه ورک شوي دي

عشق د زلیخا یمه، ډیوه، ډیوه خوږیږمه

پلونه مې کرلي د زرینو سپېدو، شنه به شي

شپو کې را تاویږمه، وږمه، وږمه خوږیږمه

وصل وم، بیلتون شومه، نغمه، نغمه د سوزه شوم

لاس راکړه بارانه، چې لمبه، لمبه خوږیږمه

سیوری د (پروین) یم د اسمان پر لمن پریوتم

پل، پل د روڼا تږي، شیبه، شیبه خوږیږمه

۲۰۲۴ / ۷ / ۱۷

ړوند ږغ

زه ورکه شوي یمه

ښايي چې ستورو ته ختلي یمه

نقره يي غشو ته لینده جوړوم

یا د اوریځو سره

د لوړ اسمان په سیند کې څپې، څپې بهیږم

اروا مې تللي ده

په خپلو خوښو موسمونو کې څو شپې تیروي

زه ورکه شوې یمه

ښايي وږمو کې به، د روڼا نوم لټوم

نوم مې یې هیر کړی دی

د شپو پیړۍ ده زه په شپو کې زیږیدلې یمه

د تیارو پاڼې لولم

زه ورکه شوې یمه

ښايي د ښار په آیینو کې به سفر کومه

یا د کړکېو په حدونو کې به، شپې تیروم

یا به د لوړو دیوالونو په غرور باندي فریاد، فریاد یم

یا به د زوړ رباب په ترنګ کې

د ادم په څیر یو مرد * لټوم

زه ورکه شوې یمه

په ما کې زموږ د ښارغمجنې ښځې ورکې دي

په لټون ستړې شومه

ږغ مې ورک شوی دی

ږغ مې ړوند شوی دی تر ما راتللی نه شي

د درد باران یمه

سر تر قدمه د تڼاکو اوښکې، اوښکې یمه

زما د سترګو څخه زموږ د ښار د ټولو ښځو ژړا

باران، باران اوریږي

د ټولو ښځو ژړا زما له تن څڅيږي

زه ورکه شوي یمه

داسي څوک شته چې ما پیدا کړئ

لاس نیولي مې د کور تر دروازې راولئ؟

۲۰۲۴ /  ۷ / ۱۶

* «مرد اونامرد» په ملي هینداه ره کې د یو نکل نوم

4 COMMENTS

  1. دېره خوشحاله شوم چي تاسو سره په لېکه راغلم لږه ناسازه یم خو لا مې هر ه سا ژوند ته هڅه وی او قرار نه لرم.

    • ډیري درنې صفیه جانې ، سلامونه مې ومنئ خدای مو اوږد عمر د روغتیا او خوښیو سره په نصیب کړه ډیره خوښه شوم چې د تاند په رنګینه او درنه پاڼه مې ستاسو څو کرښې ولوستلي .
      میینه اودرنښت

  2. متأسفانه زموږ د ښځينو ذهن په مجموعي ډول په دې مشغول وي:

    (زه ورکه شوې یمه

    ښايي د ښار په آیینو کې به سفر کومه

    یا د کړکېو په حدونو کې به، شپې تیروم

    یا به د لوړو دیوالونو په غرور باندي فریاد، فریاد یم

    یا به د زوړ رباب په ترنګ کې

    د ادم په څیر یو مرد * لټوم)

    اما موږ ښځی د «مرد» له لټولو لاس واخلو نو ځان ته به په پاملرنې سره د جنسيت له کښنې، اړيې او نر ته محتاجې کټګورۍ، ځان ذهناً وباسو…
    ستا په خپل دې نظم کې د افغان ښځو دردمن انځور ډېر واضيح ترسيم کړی دی.

    ښکلي پنځونې دې کړي پروين جانې، خواره او غمجنه مه شې، روغتيا او خوښې دې په برخه!

  3. ډيرې ګرانې آسیې جانې ، سلامونه مې ومنئ هیله لرم سفر به مو ښه تیریږي ډیره خوښه سوم چې دا کړی مې ستاسو نظر ولوست تاسو مهربانه یاست هروخت لطف کوي او خپل دروند نظر دتاند په ښکلي پاڼه څرګندوي د هڅوونو څخه مو زیاته مننه سفرونه مو په خیر ددوستانو سره ښکلي شیبې ولري
    مینه او درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب