یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیوازې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ایران صادرات په کال...

یوازې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ایران صادرات په کال کې ۳ میلیارد ډالرو ته رسیږي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) د ایران د رضوي خراسان ولایت د تایباد ولسوال ادعا وکړه چې د دوغارون د پولې له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې کچه په کال کې تر درې میلیاردو ډالرو اوښتې ده.
 
مهدي شیردل وویل چې دا ارقام د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د لوړو اقتصادي اړیکو ښودنه کوي.
 
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د تایباد ولسوال نن (د پنجشنبې د سرطان ۲۸) د ایراني چارواکو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل: دوغارون د ایران او افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي مرکز دی.
 
د هغه په ​​وينا، د رضوي خراسان ولایت او د ایران د نورو سیمو صادراتي توکي د افغانستان د “٣٠ ميليونه وګړو د بازار اړتیاوې پوره کوي.
د افغانستان او ایران ترمنځ راکړه ورکړه د فراه او نیمروز ولایتونو د پولو له لارو هم کېږي.
 
شېردل زیاته کړه، په دوغارون کې د اقتصادي خنډونو لرې کېدا سبب شوې چې طالبان راضي او خوشاله شي.
 
د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې، اوس هره ورځ له ایران او افغانستان څخه ۱۲۰۰ لارۍ له دوغارون څخه تېریږي.
 
شېردل ونه ویل چې ایران ته د افغانستان صادرات څومره دي.
 
په همدې حال کې ایراني رسنیو په تېرو څو ورځو کې خبر ورکړی، چې د ایران ۴۰۰ لارۍ، چې له عراق څخه یې افغانستان ته ډیزل وړي وو، د دوی د کارګو د نه منلو له امله په افغانستان کې دننه درول شوي دي.
 
د ایران د راډیو تلویزیون خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه لارۍ له ۲۳ ورځو راهسې دافغانستان په سرحد کې درول شوي او له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب