یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+څېړونکي: په دې ستوري کې ښايي ژوند وي

څېړونکي: په دې ستوري کې ښايي ژوند وي

تاند – له موږ څخه د 50 نوري کلونه لېرې، یوه سیاره شته چې نه یوازې ممکن د مایع اوبو کوربه وي، بلکې د سترګو په څیر ښکاري؛ دا د هغو څېړونکو لپاره چې په فضا کې د ځمکې په شان ژوند په لټه کې دي، خورا په زړه پورې بېلګه ده.

د 1990 لسیزې تر نیمایي پورې، که تاسو له ساینس پوهانو څخه پوښتلي وای چې زموږ له لمریز ې منظومې څخه بهر څومره نور ستوري راڅرخٍي، دوی به شاید ویلي وای چې خورا ډېر،  مګر موږ تر اوسه حتي یوه بېلګه هم نه ده موندلې.

خو نن کیسه بدله شوې ده. تر دې ځایه چې تاسو دا لیکنه لولئ، زموږ د لمر هاخوا د مختلفو سیارو exoplanets لوی ځنګل کشف شوی. موږ تر دې دمه د نورو ستورو په شاوخوا کې له 5,600 څخه د زیاتو سیارو شتون تایید کړی، او د دې ډول سیارو لپاره په زرګونو نور کاندیدان پیژندل شوي او د تایید په تمه یو.

په دې ځنګل کې، تاسو کولی شئ عجيبې سیارې وګورئ؛ هغه چې د دوو یا ډیرو سیارو په مدار کې ګرځي، هغه چې تر مشتري لوی دي او د لمر په پرتله عطارد ته نژدې دي، او د دوی د مور ستوري په مدار کې ګرځي، او ګازي اتومسفیر یې په هر ځل راڅرخېدو، تبخیر کیږي.

د فضا د ټیلسکوپونو په تازه نسل (ماډلونو) او نویو طریقو د exoplanets عصر کشف او د دغو لېرې جرمونو موندلو ورځ په ورځ د نړۍ په اړه زموږ تصور بدلوي.

LHS-1140b یوه سیاره ده چې د Cetus په برج کې موقعیت لري او نسبتا موږ ته نژدې ده. له موږ څخه یې فاصله یوازې 49 نوري کاله ده او دا په 2017 کې و چې څیړونکي یې په کشف  بریالي شول. دا سیاره د یوه  واړه ستوري په مدار کې راګرځي او البته موږ د دې ستوري شاوخوا یوه بله سیاره کشف کړې ده.

د دې سیارې په زړه پورې ځانګړتیا دا وه چې دا د خپل مور ستوري شاوخوا په یوه سیمه کې چې د ژوندکمربند په نوم یادیږي تاویږي، یعني هغه ځای چې مور ستوري ته دومره نژدې نه دی چې د ستوري تودوخه په هغې کې د مایع اوبو د رامینځته کیدو احتمال له مینځه یوسي او دومره لرې نه دی چې په کنګل او یخه ځمکه بدله شي.

خو اوس د څیړونکو یوې ډلې په یوه څیړنه کې چې پایلې یې د علمي مقالو په بانک arXiv کې خپرې شوې دي، د جیمز فضايي ټیلسکوپ په مرسته د دې سیارې په اړه په زړه پورې اټکلونه مطرح کړي دي. هغه اټکلونه چې نه یوازې د هغې په یوه برخه کې د مایع اوبو د شتون احتمال اټکل کوي، بلکې یو زړه راښکونکی او حیرانوونکی تصویر انځوروي.

که اوسنۍ څېړنې تایید شي چې دا سیاره د مایع اوبو بحر لري، حتماً یې معنا دا نه ده چې نتیجه واخلو هلته ژوند شته.

ژوند، هغسي چې موږ یې په مځکه کې پېژنو، په ډیری مواردو کې مایع اوبو ته اړتیا لري، مګر یوازې د مایع اوبو شتون په هیڅ ډول د ژوند د شتون په معنا نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب