جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د مور غېږه کې سکون دی | احمدشاه وردګ

د مور غېږه کې سکون دی | احمدشاه وردګ

کله چې پر ګیله من د برید په اړه خبر شوم، روح مې سخت نارامه شو، هر څومره هڅه مې چې کوله، ځان عادي وښیم، چې ګواکې ښه یم؛ خو څېرې مې له ورایه شاهدي ورکوله، چې سخت ټکان مې خوړلی او باید ډاکتر ته ولاړ شم، کنه شېبه په شېبه مې وضعیت خرابېده.

په افغانستان کې معمولاً کله چې د ټیټې کچې اقتصاد خاوندان ناروغ شي، لومړی درمتلون ته ځي، که هلته یې تداوي وشي، معالج/ متخصص ډاکتر ته نه ورځي، نو زه هم یو له هغو کسانو څخه وم چې لومړی درمتلون ته ولاړم، هلته یې کله چې زما فشار وکوت، ویل یې فشار دې ډېر ټيټ دی، فکر کړم چې ژور خپګان دې کړی. ماویل هو، فقط د درملو غمه مې وخوره، چې وضعیت مې د خرابېدو په حال کې دی. فارمسست، سیروم او ورسره ځینې د قوت او آرامښت پېچکارۍ راته ترزیق کړې او د سوشل مېډیا او خبرونو له کتلو / اورېدلو یې منعه کړم.

د ماما زوی (استاد نصرالله) راسره وو، هغه مې لومړی موبایل راڅخه واخیست، ویل یې تر څو چې ښه شوی نه یې، دا موبایل به دې له ما سره وي.

هغه وخت زه پوه شوم چې ولا لکه ډېر ژوبل یم. تشویش مې نور هم زیاتیده او د زړه ضربان مې زیاتېده. نیمایي سیروم به پاتې وو چې کورته راغلو، ډاکتر راته ویل چې دا پاتې سیروم کور کې وکړه.

کور ته په را رسېدو مې پښې درندې کېدې، د زړه درزا مې نوره هم زیاتېده. بیا به مې هم طاقت نه کېده، د ماما زوی ته به مې ویل چې ته وګوره، د ګیله من زړګي په اړه خو به کوم نوی ښه خبر نه وي، ده به ویل چې منظور پښتین وايي چې ډاکتران یې وضعیت د ډاډ وړ ګڼي، خدای خو مهربانه دی چې ښه شي.

بیا به ما ورته کړه چې ته راکړه چې زه یې وګورم، ده به ویل، نه ته یې مه ګوره، تاته ډاکتر څه ویل…

کور ته چې را ورسېدو، لومړی مې په مېرمنې سترګې ولګېدې، رنګ یې تک ژېړ اوښتی وو، ویل یې څنګه یې، ما ویل ښه یم. دې دعاوې راته شروع کړې، ما ویل زما له نامه سره د ګیله من وزیر نوم هم اخله، هغه ته هم دعا کوه،

په ژړا شوه، ویل یې خدای دې تاسو دواړه وساتي. آمین مور مې وارخطا راغله، ویل یې ولې، څه درباندې شوي، ما ویل مورکې دعاوې کوه، پر ګیله من وزیر یې برید کړی دی.

مور مې ګیله من وزیر ښه پېژنده، ما یې ځینې ویډیو ګانې او عکسونه هغه وخت ور ښوودلي وو چې دی د ظالم او جابر پنجاب په جېل کې وو. ماته یې تسلې راکوله، ویل یې خیر دی، خدای به تاسو دواړه روغ کړي.

د شپې به لس بجې وې، ماته سخت خوب راغی، مور ته مې ویل چې نن به همدلته له ما سره ویده کېږې، ته چې له کوټې ووځې، زما زړه نور هم تنګېږي، دا په ژړا شوه، ویل بېغیرتي مه کوه، زر ویده شه، سبا ته چې را ویښ شې هم به ګیله من ښه شوی وي او هم به ته رک روغ وې.

ما ویل د ده بلا دې په ما شي، ځکه چې که زه مړ شم، یوازې تاسو به را باندې خوار شئ، خو که ګیله من مړ شي، ټوله لویه پښتونخوا به خواره شي او یو رسا غږ به خاموش شي.

لنډه دا چې سهار له خوبه را پاڅېدم، لومړی مې موبایل را واخیست، چې څه نوی خبر که وي، هغه زما یوه ملګري د فېسبوک پروفایل ته د «انا لله و اناالیه راجعون» انځور اېښی وو، له سترګو مې مړې اوښکې روانې شوې، مېرمن مې راغله، ویل یې خدای پاک دې یې وبخښي… قرآن شریف مې را واخیست، د «یاسین شریف» سورت مې تلاوت کړ، ښې ډېرې دعاوې مې پسې وکړې او د یادښت په کتابچه کې مې یې د شهادت ورځ په تور رنګ ولیکله. انا الله و اناالیه راجعون. ‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب