دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد دوحې درېیمې ناستې د ممکنه پایلو په اړه د امریکا د...

د دوحې درېیمې ناستې د ممکنه پایلو په اړه د امریکا د سولې انستیتوت وړاندوېنې

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) د امریکا د سولې انستیتوت په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته له دې امله به ښایي ژر پایله ورنه کړي، چې نه پر افغانستان واکمن طالبان له خپلو سخت دریځیو په شا شوي او نه لویدیځ له دې امله ورسره نرمښت ته چمتو دی.

سرچینه زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان هم د دغه وضعیت له امله د دوحې بهیر له مرکزي رول لرلو څخه نهیلی شوی ښکاري.

د امریکا د سولې انستیتوت دې ته په کتو سره وړاندیز کړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوي استازي ټاکلو سره د طالبانو د مخالفت له امله دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي اوسنی دفتر( یوناما) پیاوړی کړل شي.

مخکې طالبانو هم د یوناما دفتر په موجودیت کې د ملګرو ملتونو د بل استازي د ټاکلو مخالفت کړی او ویلي، چې اړتیا ورته نه ویني.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو د دوحې له درېیمې ناستې د دوی په ګټه د پایلو د څرګندیدو هیله مندي ښودلې وه.

له دې یادې ناستې د شاوخوا یوې میاشتې له تېریدو سره- سره تر اوسه عملاً د دغې ناستې پر مهال د طالبانو د مطرح شویو غوښتنو د عملي کیدو څرک نه لیدل کیږي.

طالبانو په یاده ناسته کې پر افغانستان د مالي بندیزونو د ایسته کیدو او دوی سره د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

له نړیوال تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل هم په دغو غوښتنو کې شامل وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب