یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د ګيله من وزير کاريزماتيک شخصيت | سپين روان نورزی

د ګيله من وزير کاريزماتيک شخصيت | سپين روان نورزی

د شمالي وزيرستان په يوه لرې پرته سيمه اسدخيلو کې تقريباً څو ديرش کاله وړاندې يو ماشوم نړۍ ته راغی. ښايي د دې ماشوم په زيږېدو پرته د دوی له کورنۍ يا قبيلې څخه بل څوک نه وي خبر شوي.

کله چې زه خپل ماشومتوب را ياد کړم، نو داسې احساسوم چې ده به هم په ډېر غربت او مشکلاتو کې خپل ماشومتوب تېر کړی وي، ځکه د ګيله من د ماشومتوب عصر د افغان ماشومانو لپاره چې د پولې په دواړو غاړو کې ژوند کولو ډېر له کړاونو او ستونزو ډک عصر و، دی هم په يوه مرکه کې وايي چې ’’ ښوونځی را نه په دې پاتې شو، چې زموږ په سيمه کې جګړې وې او زه مجبور شوم چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مزدوري وکړم.’’

ګيله من کله چې د تنګۍ ځوانۍ مرحلې ته ورسېد، نو خپله بستره يې په شا کړه او د خوارۍ مزدورۍ په نيت يې کور پرېښود د سفر لاره يې ونيوه.

که څه هم ده له خپل کور کلي لرې په عربي هېوادونو کې د نورو افغان ځوانانو په څېر ډېر شاقه کارونه کول، خو د خپلو خلکو له حال او احوال څخه يې ځان خبر ساتلو او ښايي دا يې په ذهن کې وه چې بايد راتلونکي نسلونه زما په څېر په جګړه او غربت کې را لوی نه شي، د همدې موخې د تحقق لپاره له يو شمېر نورو محرومو پښتنو ځوانانو سره يو ځای شو او د خپلو خلکو د ژغورنې هڅې يې روانې کړې.

د پښتون ژغونې غورځنګ چې د ساده کليوالو ځوانانو سپېڅلی او رښتينی ژغورنکی غورځنګ دی؛ د دوی پاکو خبرو او مضبوطو قدمونو د نړۍ په لرو بر کې په لکونو ملاتړي او خواخوږي پيدا کړل. د خپلو مبازرو ملګرو ملتيا له ګيله من ستوری جوړ کړ او دا ستوری دومره روښانه شو چې رڼا يې ټولې نړۍ وليده.

اوس پوښتنه په دې ځای کې ده چې ګيله من نه پيسې درلودې، نه يې کوم مقام او چوکي درلوده، نه يې کوم دولتي يا سياسي ملاتړ درلود، څه یې لرل چې دومره په خلکو کې محبوب شو او شخصيت يې د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کړ؟

دې ټولو پوښتنو ته يو ځواب کافي دی، چې ګيله من وزير کاريزما درلوده!

کاريزما څه ته وايي؟

په معاصر وخت کې د کاريزما په اړه بحثونه د هرې ټولنيزې پوهې برخه ګرځېدلې ده، ځکه څومره چې دا اصطلاح شربل کېږي همدومره کوچ ترې راايستل کېږي. له ډېرو شربلو يې په هر علم او فن کې ځانته ځای پيدا کړی دی.

تقريباً درې زره کاله واړندې د کاريزما (Charisma- χάρισμα) اصطلاح به يونانيانو د ورکړې او هديه لپاره کاروله، او دا به معمولاً هغو جينيو ته کارول کېده چې ښکلې او جذابې به وې؛ يونانيانو به ويل چې دې جينۍ ته خدايانو ښکلا او جذابيت هديه کړی دی. په يوناني متونو کې دا اصطلاح وه، خو له يوناني تمدن وروسته بيا چا دومره نه کاروله، د شلمې پېړۍ په لومړنيو کلونو کې د ماکس وبر په نوم يوه ټولنپوه دا اصطلاح را وسپړله او له سره يې بحث پرې وکړ چې کاريزما څه ده او څوک کاريزما لري، يا د چا شخصيت کاريزماتيک دی.

ماکس وبر وايي چې د واک او اقتدار د نيولو او ساتلو لپاره درې منابع وجود لري: لومړۍ سنتي منبع، دويمه قانوني او دريمه کريزماتيکه منبع ده.

که دا وېشنه په ساده ژبه تشريح کړو نو ويلی شو چې د سنتي واک نيول او ساتل په دې معنا دي، لکه زموږ او ستاسو په کليوالي دود دستور کې هر وخت يوه کورنۍ مشري کوي. يعنې يو څوک د کلي ملک يا خان وي، کله چې دی زوړ شي او يا مړ شي، نو پرته له تکليفه دا مقام يې زوی ته انتقال شي، ځکه پلار يې هم ملک و، او زوی يې هم بايد ملک شي، يعنې دا خلکو منلې چې دا مشري د دوی ميراثي ده.

د واک او اقتدار د نيولو قانوني منبع دې ته وايي لکه يو څوک چې د يوه قانوني ميکانيزم په چوکاټ کې يوه مقام ته راشي، يا په بل عبارت په يو کلي يا هېواد کې د مشرۍ لپاره رايې واچول شي او د څو کسه سيالانو له منځه يو کس د خلکو له خوا وټاکل شي، ټاکل شوي کس ته ټول کليوال يا هېوادوال احترام کوي او خبرې ته يې غوږ نيسي، ځکه د يوه قانون په اساس يې خپلې مشرۍ ته مشروعيت ورکړی وي او خلک يې مني.

دريمه کټه ګوري په کاريزما واک نيول او ساتل دي. په کاريزماتيک اقتدار کې شخص نه سنتي منبع ته اړتيا لري او نه قانوني، خو خلک به يې خبرې ته غوږ هم نيسي او احترام به يې هم کوي.

د ماکس وبر له دې ويشنې وروسته د کاريزما په اړه څېړنې او بحثونه شروع شول چې څوک کاريزما لري يا د چا شخصيت کاريزماتيک دی.

په روانپوهنه کې هم دې اصطلاح ځانګړی بحث ايجاد کړ او په دې به خبرې کېدې چې کاريزماتيک شخصيت کومې ځانګړنې لري.

په دې برخه کې چې څومره بحثونه شوي، ناچوړ يې دا دی چې کاريزماتيک شخصيت هغه وړتيا لري چې عادي خلک يې نه لري، يعنې دا شخص له ټولو خلکو متفاوت شخصيت او ځانګړی استعداد لري.

ګيله من وزير له عادي خلکو متفاوت و، او داسې جذاب شخصيت يې درلود چې په يو وار ليدو به ورته خلکو په زړه کې ځای ورکړ.

د کاريزماتيک شخصيت په اړه يو عالم وايي، کله چې يو کاروان په يوه تياره کې لار ورکه کړي او هر سړی دا وېره لري چې خدای ج مه کړه، له دې ګړنګونو زه ونه لوېږم او يا ورک نه شم، يعنې په ټولو خلکو وېره او ډار خپور وي، خو هغه څوک چې له دې ډارنې فضاء وېره نه لري او هڅه کوي چې کاروان منزل ته ورسوي، د همدې هدف لپاره داسې خبرې او عمل کوي چې د هېڅ شي پروا نه لري او ټول تمرکز يې د کاروان په ژغورلو او له تيارو په وباسلو وي، نو ټول خلک هغه کس ته رجوع کوي او په ده پسې شاته روانيږي. د ده جرائت او اراده د دې سبب کېږي چې ټول په ده پسې روان شي، چې دې شخصيت ته کاريزماتيک شخصيت ويل کېږي.

ګيله من وزير همداسې شخصيت درلود، ځکه په تياره او وېره ونکو حالاتو کې د خپل قوم د ورک شوي کاروان سر ته راوړاندې شو او هڅه يې پيل کړه چې خپل مظلوم او محکوم ولس د خپلو باتورو او مبارزو ملګرو په ملتيا له تيارو وژغوري.

ده د هېڅ شي پروا ونه کړه، او په ډېر جرائت يې د خپلو خلکو د حقوقو غوښتنه، د ظلم غندنه او د ظالم څېرې د ښکاره کولو هڅې وکړې. د ګيله من دې ځانګړتياوو د هغه شخصيت دومره اغېزمن کړ چې دښمن ترې په وېره کې شو او په دې پوه شو چې که د دې کس خوله بنده نه کړم، نو د دې تورې واکمنۍ ټغر به يې ژر ورټول کړي.

دښمن په ښکاره ډول د ګيله من خوله بنده کړه، خو داسې ښکاري چې ظالم د خپل عمل معکوسه نتيجه تر لاسه کړه، ځکه چې پخوا يو ګيله من و، د ګيله من په وژل کېدو سره د هغه د وينې له هر څاڅکي يو يو ګيله من پيدا شو.

کله چې د شهيد ګيله من جنازه د خپل کلي په لور روانه وه، له حسابه تېرو خلکو يې بدرګه کوله، او د نړۍ په اکثره سيمو کې يې غيابي جنازې او فاتحې وشوې، لکه څومره چې ده به په ژوندوني ولسونو ته روحيه ورکوله، مړينې يې له هغه هم خلک ډېر زړور کړل.

ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شي

که لږ په خپله ځمکه ودرېدې اسمان به شي

نن ګيله من د شمالي وزيرستان د اسدخيلو کلي يو غريب، ساده کليوال ګيله من نه دی، نن ګيله من د ميليونو پښتنو اتل شهيد دی، نن خلک د ده په عکسونو د خپلو کوټو او حجرو ديوالونه سينګاروي او هر سړی په ډېر وياړ د ده د شحصيت يادونه او ستاينه کوي، ځکه ده په وېرونکي تياره کې د خپل ولس د کاروان څارواني کوله.

1 COMMENT

  1. ډېر ګران هر څوک چه یې، ګوندې چه د «کارزماتیک» په مانا به ډېر کسان پوه نشي، بهترینه مانا یا معنی یې « دروند، غیرتمند، بې ډار، پوه، تأثیر راوړونکی۰۰۰» او داسې نور کلمات ورته شته، «دروند» با بهترینه کلمه وي، زما خبرې، مشوره ده او نه حکم. ګلونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب