Homeخبرونهد طالبانو د کانونو وزیر له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې د عینک...

د طالبانو د کانونو وزیر له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې پیل کړي

تاند( پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم نوي وزیر هدایت الله بدري د مس عینک د چینايي قراردادي شرکت له مشر سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې د دې پروژې کار ژر تر ژره پیل کړي.

بدري، چې پخوا د افغانستان بانک ريیس و، په وروستیو ورځو کې د شهاب الدین دلاور پر ځای د کانونو او پیترولیم وزیر وګومارل شو.

د چینايي شرکت مشر د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۷) له هدایت الله بدري سره په کتنه کې د عینک د مسو د پروژې د پیل لپاره چمتووالی وښود           .

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند په یوه بیان کې ویلي چې د عینک د مسو د قراردادي شرکت مشر سونګ وین بینګ په لنډ وخت کې د عینک د سړک د اساسي جوړولو او د دې پروژې د عملي پیل په اړه خپل کاري پلان شریک کړ.

د طالبانو د کانونو وزیر وايي، د عینک د مسو کان د کار د پیل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان پخواني حکومت په ۲۰۰۷ کال کې د عینک د مسو کان د استخراج تړون له چینايي شرکت سره لاسلیک کړ، خو د لرغونو اثارو د کیندنې اوږدې پروسې او د کلونو ناامنیو له امله تراوسه د دې پروژې کار نه دی پیل شوی.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم مخکیني وزیر شهاب الدین دلاور هم په ځلونو له چینايي شرکت څخه د عینک کان د پروژې د پیلولو غوښتنې کړې وې او چینايي لوري یې د پیلولو ژمنې کړې وې خو تراوسه نه د طالبانو حکومت او نه هم چینايي شرکت د کار د نه پیلېدو د دلایلو په اړه څه ویلي دي.

ظاهراً پر افغانستان نړیوال بندیزونه او په افغانستان کې د یوه داسی حکومت نشتوالی چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني، د عینک مسو کان او ګڼو نورو پروژو د ځنډېدو اصلي عوامل دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...