یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ایموجي، د احساس د بیان کمزوري | سیال یوسفي‎

ایموجي، د احساس د بیان کمزوري | سیال یوسفي‎

شاعران په دې مشهور دي چې د احساس د بیان ژبه یې تر نورو تېزه ده!
لیکوالان، ډیالوګ لیکوونکي، فلم جوړونکي، ډایرکټران او ان ممثلین یا هنر لوبغاړي که د تیاتر وي او که د غټې پردې؛ ټول په دې یادیږي چې د ټولنې د کوچنیو او جزیي مسایلو ارزونه کوي، الهام ترې اخلي، درک کولای یې شي او تر نورو یې ژر ورته پام کیږي او اخذ ترې کوي.
ټکنالوژي یا عصري نړۍ هم د خلکو له احساساتو جوړه ټولګه ده، خېر که په مجازي بڼه ده او خلکو یې له عاطفي اړخه تخنیکي لوری ډېر تر څراغ لاندې راوستلی دی.
ټکنالوژي جوړونکو هم د انسانانو د احساس د بیان کمزوري درک کړې ده او ددې لپاره چې د الفاظو د بیان ژبه یې ګونګه پاتې نشي او هغه څه چې ویل غواړي په لنډو یې و وایي او مقابل لوری له خپل حاله په اشاره و پوهوي، ایموجي یا سمبولیکه ژبه یې رامنځته کړه او په چټ (لیک) کې یې په کمپیوټر او مبایل کیبورډ کې شامله کړه.
اوس خو ټولنیزو رسنیو کې د (رییکټ) یا غبرګون لپاره هم له اشاروي ژبې کار اخیستل دود دي او لازمه نه ده چې د خپل احساس د بیان لپاره دې توري وکارول شي (ضایع شي!). خلک په یوه سمبول (ایموجي) مقابل لوری پر خپل شته اېکسپریشن یا ظاهري غبرګون او احساس پوهوي.
که موږ بېرته لږ د څو پیړیو تاریخ ته ورګرځو هم پخوانی ورژن یا ډول د ایموجي کارول شوی دی چې پخوانیو نسخو کې ورته یا میخي خط او یا تصویري خط ویل شوی او د هغه عصر انسانانو ددې پر ځای چې توري و کاروي، د یو بل د پوهولو لپاره یې تصویري خط (رسامي) یا همدا نوی ورژن ایموجي چې ورته اوس ویل کیږي کارول شوی دی. نو خلک له خپل ماضي ډېر تښتي خو تښتېدای نشي!!!
نن د ایموجي (😊) یا اشاره‌یي سمبولونو نړۍواله ورځ ده!
ځکه مې را یاده شوه چې موږ د تورو یا الفاظو د کارونې له پلوه څومره محتاج یو، څومره مو تکیه پر سمبولونو وي چې د خپلو احساساتو او غبرګونونو اظهار یا بیان پرې وکړو.
ځینې خو لا دا هم وایي چې ځینو احساساتو ته د بیان د ژبې اړتیا لا نشته دی، اردو شاعر او لیکوال خلیل الرحمن قمر څخه په یوه مرکه کې وپوښتل شول چې لومړی باید څوک د مینې په اظهارولو کې ړومبی شي؟ هغه ورته ځواب کې و ویل زما پر داسې میین یا مینې ترس یا ترحم راځي، افسوس پرې کوم چې هغه اظهار ته محتاج شي! هغه وایي مینه خو داسې احساس دی چې له ورایه ښکاري!
د هغه په وینا مینه هغه ولایت دی چې په نیکمرغو خلکو نازل کیږي.
بل خوا ته مو بحث ولاړ نه شي نو ویل مې چې؛ یو ځای مې ولوستل چې په ایموجي ګانو کې یو ایموجي له اوږدې مودې په ناسم ډول کاریږي هغه دا (🙏) د های فایف (High Five) یا لاس ټقولو  یا په عامه اصطلاح یو بل ته د لاس ټک ورکولو په مانا دی او د همدې لپاره جوړ شوی خو له هنده نیولې تر پاکستان او افغانستانه ترې د لاس جوړه کولو یا (هندي نمستې) کار اخیستل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب